د چین په ژیجیانګ او هانګژو کې د کویډ-۱۹ له کنټرول څخه تر لاسه شوي درسونه

ژباړه: همایون ګردیوال

0 580
  • مخکې له دې چې کومه تایید شوې پیښه ولري هانګژو، د ژیجیانګ ولایت مرکز د کویډ-۱۹ پر وړاندې مبارزې لپاره وار له مخه لاس په کار شوی و
  • نوموړي ښار د سترو ارقامو (big data) او معلوماتي تکنالوژۍ  لکه کیو آر کوډونو څخه د کروونا وایرس د خپریدا په مخنیوي کې ګټه اخیستې،
  • دقیقې پلان جوړونې او روښانه مفاهمې د وهان په پرتله دې ښار کې د کویډ-۱۹ اغیز کمولو ( د مړینو کمه کچه) کې مرسته وکړه

دا چې کویډ-۱۹ د نړۍ په سطحه په خپریدو دی نو هغه تدابیر چې په چین کې په يام کې نیول شوي وو ښایي هغو هیوادونو ته لارښوونکي وي چې د کرونا وایرس پر وړاندې دا مهال په مبارزه بوخت دي.

25د هانګژو ښار چې د ژیجیانګ ولایت مرکز دی او د وهان څخه چې د کویډ-۱۹ د طغیان یا اوټبریک اصلي مرکز دی ۱۰۰۰ میله واټن کې پروت دی. د اوټبریک د پیل سره سم ډیر ژر د مهار کولو او مخنیوي څوګوني تدابیر تطبیق کړل چې له زده کړو څخه یې دلته یادونه کوو:

۱. چټکتیا او دقت د موندنې او تشخیص لپاره خورا مهم او کلیدي دي

د دې نا معلوم وایرس د تشخیص په لومړۍ اونۍ کې د چین هیواد په بریالیتوب سره د وایرس تحلیل کړ او جنیټیک معلومات یې د روغتیا نړیوال سازمان سره شریک کړل. که د سارس سره یې پرتله کړو نو نوموړې چارې په ۲۰۰۳ کې څو میاشتې او د ایچ آي وي لپاره کلونو په بر کې ونیول.

د وایرس جینیټک تحلیل د واکسین جوړولو او درملنې لپاره اهمیت لري. د کویډ-۱۹ وایرس تشخیص د پوهانو سره مرسته وکړه چې په چټکې سره یې د لابراتواري تشخیص امکانات، درملنه او راتلونکې کې واکسین برابر کړي.

د یوې غټې اپیډیمۍ (وبا) په کنټرول او مهار کې یو خورا مهم کار د روغو او منتنو (په وایرس ککړو) خلکو د غلبیل (سره بیلولو) دقیق او باور وړ میتود دی. د اپیډیمۍ لومړۍ ورځې وهان ښار کې تشخیصیه کیټونه نه وو، او سکرینینګ لابراتوار کې د نیولیک اسید د تجزیې له مخې کیده چې خورا دروند او لوړ لګښت ایجاب یې کاوه. د چین د طبي تولیداتو ملي ادارې بایوټیک کمپنۍ وهڅولې چې ژر تشخیصیه کیټونه جوړ کړي. لومړنی کیټ د جنورۍ په ۱۳ معرفي شو چې په دوه اونیو کې یې کافي تعداد د لاسرسي وړ شول.

۲. سمې پریکړې په سم وخت کې په سم ځای کې او د سمو خلکو لپاره ترسره کړئ.

د پانډیمیکو پیښو په ترڅ کې د چین خلکو په دقت سره د ساینس او عامې روغتیا متخصصینو ته غوږ غوږ وو.

چین کې د خطر بې مثله مدیریت چې د دولتي چارواکو او روغتیا متخصصینو تر منځ په ګډه همکارۍ ترسره شو د کویډ-۱۹ په اغیزمن ډول محدودولو او مهار کولو منتج شو. د روغتیا نړیوال سازمان او خلکو سره په خپل وخت د ناروغۍ اړونده کلینیکي ارقامو شریکول د نړۍ په سطحه له ډیرو سره مرسته کړه چې د خپریدا د مخنیوي لپاره چمتووالی ونیسي. د بیلګې په ډول په چین کې د ۴۰،۰۰۰ نه زیاتو پیښو تحلیل کې مونږ ته دا جوته شوه چې ۸۰ سلنه خلک به طبي مداخلې ته اړتیا ونلري او ۲۰ سلنه به یې طبې اهتماماتو او څارنو ته اړ وي.

د زیجیانګ ولایت لومړی ولایت و چې د خطر د مدیریت لپاره یې د چمتووالی او ځواب ویل د اوټبریک په لومړیو ورځو کې جدي ونیو آن هغه وخت چې لا هلته هیڅ مثبته پیښه هم لا نه وه ثبت شوې.

د کویډ-۱۹ خپراوي په مهار کولو کې د هانګژو د تجربو څخه لاندې زده کړې یادولی شو:

  • د قرنطین یا کور کې د پاتې کیدو د درجې او څرنګوالي په اړه روښانه لارښوونې
  • د تطبیق څارنه باید د افرادو، اپارتمانونو، کورونو، ټولنو، کور مالت، مؤسساتو/اداراتو، عامه تسهیلاتو او ښاري مدیریت په سطحو کې ترسره شي
  • د اساسي موادو لکه خوړو او نورو لاسرسی او اکمالات دې د حکومت د منظم نظارت او کنټرول لاندې ترسره شي
  • د انتاني ناروغیو تسهیلات دې د مثبتو پیښو د تجرید څارنې او درملنې لپاره وټاکل شي
  • د ثبت او تعقیب بریښنایي سیستمونه رامنځته شي او د ځواب ویلو ځایي ټیمونه فعال شي تر څو په نښه شوې پیښې هره ورځ په ۲۴ ساعته ډول سمبال کړي
  • د خلکو د باخبره ساتلو لپاره دې د راپور ورکولو او مفاهمې متمرکز چینلونه رامنځته شي

۳. ستر ارقام (Big data) او معلوماتي تکنالوژي د وضعیت د لا خرابیدو  مخنیوي کې ګټور تمام شوي

هانګژو چیرې چې د علي بابا مرکزي دفتر دي، لومړی ښار و چې د سترو ارقامو او معلوماتي تکنالوژۍ څخه یې د کویډ-۱۹ مخنیوي او کنټرول کې ګټه واخیسته. دې کړنې ته دوی د (یوه نقشه، یو کیو آر کوډ، او یو انډیکس نوم ورکړ)

اوس نږدې دوه اونۍ کیږي چې ځینو سوداګریزو شرکتونو او ادارو ته د اجازه ورکړل شوې چې بیا ځل خپل کارونه پیل کړي. لاندې یې تطبیقي کړنلارې وې:

  • سوداګریز کاروبارونه د لومړیتوب پر بنسټ په څو پړاونو کې بیا پرانستل شول. د بیلګې په ډول، د روغتیایي خدماتو اړونده تسهیلاتو ته لومړی له هر چا د پرانستلو اجازه ورکړل شوه.
  • د تعقیب یا څار د ریکارډونو پر بنسټ بندیزونه اسان شول
  • په ښار کې د هر کس او هر هغه چا لپاره چې ښار ته داخلیده روغتیایي کیو آر کوډونه رامنځته شول. زرغون کوډونه په دې مانا وو چې ته ازادانه ګرځیدلی شې. ژیړ کوډ په دې مانا و چې باید ۷ ورځې ځان قرنطین کړي. سور کوډ په دې مانا و چې ۱۴ ورځې باید ځان قرنطین کړي. زیړ او سور رنګ کولی شول د قرنطین د ټاکلې مودې څخه زرغون رنګ ته ولاړ شي. د روغتیایي سرویلانس دا ډول سیستم د ژیجیانګ ولایت په ډیری ښارونو کې تطبیق شول او په نورو ښارونو کې به یې تطبیق دوام ومومي.
  • هر وګړی باید د خپلې تودوخې څارنه وکړي، ثبت یې کړي او خپل روغتیایي وضعیت د تأمین لپاره خپل ورځنی پروفایل تجدید کړي.
  • د روغتیایي ډیټابیس د هانګژو ښار د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز له خوا له نږدې څارل کیده.

تر دا مهاله دا نوې ټکنالوژي لږترلږه هانکژو ښار کې ډیرې اغیزمنې ثابتې شوي دي. خو دا ننګونه لا هم شته چې په اغیزمن ډول هغه مسافرین پیدا کړي چې ښایي کویډ-۱۹ یو ځل بیا ښار ته رادننه کړي. ښه خبر دا دی چې تر دا مهاله په هانګژو کې د کویډ دوهم ځل منتن کیدا پیښه نه ده رامنځته شوې.

۴. د طبي منابعو او ځواب ویلو سیستمونه دې وآرزول شي. آیا مونږ د پانډیمۍ لپاره چمتو یو؟ څومره زیرمې لرو؟ ایا کافي شمیر روغتیایي کارکوونکي لرو، او څنګه یې باید خوندیتوب یقیني کړو؟

د کویډ-۱۹ پر وړاندې هلو ځلو کې د چین ولس زړور او متحد دی. وهان کې د مړینو لوړه کچه د بیړنۍ اړتیا حالت کې د کافي طبي منابعو د کمښت له امله وه. د وهان د ناورین د کنټرول مدیریت لپاره د ځواب ویلو میکانیزکونو نشتوالی د ناروغۍ په ضعیفه محدودولو او روغتونونو کې د ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو تر منځ د انتان په پراخه انتقال منتج شو.

برعکلس د ژیجیانګ ولایت چارواکي د منابعو د تدارک او تخصیص لپاره په ښه ډول چمتو وو او ایپیډیمۍ د چټکې ودې په وړاندې یې حالت په دقت څاره او د کتنې وړ نتایج یې ترسره کړل. په هانګژو کې ۲۰۴ روغتیایي کارکوونکي د پیښو څیړنه کوي، نږدې تماسونه یې پیدا کوي، او ډاډ ترسره کوي چې دوی د سرویلانس لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې د هانګژو ډاکترانو د کویډ-۱۹ یو ناروغ ته په لومړي ځل د دواړ سږو پیوند بشپړ کړ.

د خوندیتوب طبي وسایلو کمښت او کویډ-۱۹ په اړه ناکافي پوهه د دې لامل شوه چې د اوټبریک په لومړیو اونیو کې ډیر شمیر صحي کارکوونکي د وهان ښار کې په انتان اخته شي. د ۶-۸ اونیو موده کې ۳۱ طبي ټیمونه چې ۴۲۰۰۰ زره ډاکتران او نرسان پکې وو د اوټبریک سره د مقابلې لپاره وهان واستول شول ( دې ډله کې ۱۹۸۵ روغتیایي کارکوونکي د ژیجیانګ ولایت څخه وو او تر نن نیټې پورې یې یو هم نه دی منتن شوی). وهان کې د لسو ورځو په موده کې دوه روغتونونه چې هر یو یې د ۱۰۰ بسترونو ظرفیت لري نوي جوړ شول.

په ورته وخت کې باید د ناروغانو نور ډولونه هم پام کې ونیسو چې کیدی شي د نورو عمده غیرساري ناروغیو څخه ځوریږي لکه سرطان، د وینې لوړ فشار او شکره.

۵. په ټولنو، ښوونځیو، سوداګریزو مراکزو، دولتي ادارو او کورونو کې وقایوي تدابیر کولی شي د دې اپیډیمۍ په کنټرول کې مرسته وکړي. 

د کویډ-۱۹ پروړاندې جګړه کې هر یو مساوي دي. هر یو ورته مسؤلیت لري او ورته خطر یو له بله سره شریکوي. کویډ-۱۹ ډیر ساري دي او د غیر عرضي سرایت وړتیا هم لري، نو ځکه مهمه ده چې ټوله ټولنه په تحرک راشي او په پروسه کې هر یو راګډ شي. هانګژو لس میلوني  ښار کې د مخنیوي او کنټرول بریالی تطبیق د نورو ښارونو لپاره یوه بیلګه کیدی شي او دوی باید د هغوی تجارب په پام کې ونیسي. بیا هم د بریالیتوب راز په دې کې دی چې هر یو خپل مسؤلیت درک کړي، هر واحد باید په رسمي توګه مسؤل او حساب ورکونکی وګڼل شي. بله مهمه اړتیا دا ده چې دا مهال د ژوند طرز بدل کړو او نویو ننګونو پر وړاندې چمتو واوسو.

دقیقه پلان جوړونه او روښانه لارښوونې مرسته کوي. د هانګژو چارواکو په څو پړاوونو کې خلکو ته کار ته د بیا تګ اجازه ورکړه. ډیری سوداګریز مراکز، ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه په بریالې ډول د کمپیوټر پواسطه له لرې زده کړې او کار زمینه په بریالیتوب برابره کړې.

د اپیډیمۍ حالت کې دا سپارښتنه کیږي چې سترې راټولیدنې او د خلکو تر منځ نږدې تماس څخه ډډه وشي. چین ښایي د دې له امله چې سوداګریزې چارې یې درولي په میلیاردونه ډالر تاون کړی وي خو په پای کې ویلی شو چې دا یوه عاقلانه پریکړه او سمه کړنه وه.

۶. عام خلک باخبره وساتئ

چین په دوامدار ډول عامې خلکو ته روښانه معلومات وړاندې کول. د بیلګې په ډول، هانګژو ښار کې عمده رسنیو د کویډ-۱۹ ورځنیو پیښو شمیر او د درملنې اغیز خلکو سره شریکاوه.

د ژینجانګ پوهنتون د عامې روغیا پوهنځی د اوټبریک له پیله په بشپړ ډول ښکیل و. دوی زده کوونکو او عامو خلکو لپاره په آسانه ژبه ښوونیز مواد جوړ کړل چې تمرکز یې د ناروغۍ د خپریدا په مخنیوي و. دوی د تلویزونو په خبري سرویسونو خبرې وکړې او انلاین معلومات  هیې م شریک کړل. دا د عامې روغتیا د کارپوهانو مسؤلیت دی چې خلکو ته اړین معلومات چمتو کړي او په دې ډول د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply