ایا د کرونا ویروس نه د ژغورل شویو کسانو وینه تازه ناروغان رغوي؟

0 507

په نړۍ کې د کروناویروس په خپریدو سره اوس د یو شمیر هیوادونو روغتونونو د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د پخوانیو پیړیو ازمیښتونو ته مراجعه کړې.

په دغه ډول درملنه کې چې د انفلونزا او شري ناروغیو د واکسین له تولید دمخه ترې استفاده کیدله او حتی په اوسني عصر کې هم د سارس او ایبولا ناروغیو د درملنې لپاره ترې کار اخستل شوی د روغ شوي بیمار وینه هغه چا ته ترزیق کیږي چې تازه پدغه ناروغۍ اخته شوی وي.

د اسوشیتیدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې دغه طریقه لومړي ځل لپاره چینایي ډاکترانو کارولې چې د پخواني طب په کتابونو کې ورته “د روغ شویو کسانو سیروم” ویل کیږي.

پدغه طریقه کې د هغه شخص څخه د وینې پلازما اخیستل کیږي چې د کروناویروس نه ښه شوی او هغه چا ته ترزیق کیږي چې تازه پدې ناروغۍ اخته شوی وي.

همدا اوس په متحده ایالاتو کې یو شمیر روغتونونه هم د امریکا د غذایي موادو او درملو ادارې اجازې ته انتظار باسي چې د کروناویروس د واکسین تر عام کیدو پورې دغه طریقه د کروناویروس په نویو ناروغانو باندې تطبیق کړي.

د اسوشیتیدپرس اژانس د رپوټ له مخې حتی ډاکتران ټینګار کوي چې یو ګام نور هم مخکې لاړ شي او او د موقتي مخنیوي لپاره “د روغ شویو کسانو سیروم” هغو کسانو ته تطبیق کړي چې په کروناویروس د اخته کیدو له جدي خطر سره مخامخ دي.

د اکثرو ویروسي ناروغیو څخه د ښه کیدو وروسته د انسان په بدن کې د هماغه ویروس په وړاندې طبیعي معافیت تولیدیږي، خو تر اوسه ناروغانو ته د درمل شویو کسانو د وینې د انتقال د طریقې د ګټورتیا په هکله هیڅ ډول ضمانت نشته.

pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply