د کابل په درمسال کې قتل عام چا وکړ؟

نور رحمان ایمان

0 583

دا پخپل ډول کې لومړنی برید دی، چې ځانمرګي په کابل کې یوې ګودوارې ته ننوځي او ګڼ ماشومان ښځې او نارینه قتل عام کوي. ترپیښې څو شیبې وروسته پړه داعش ومنله، مګر ډېر زر د برید له ځایه اسنادو شواهدو ثابته کړه چې برید حقاني شبکې کړی دی او حقاني شبکه دا ورځې داعش د خپل کوور یا پوښ په توګه کاروي.

د طالبانو له خبرو مخکې حقاني شبکه په پاکستان کې د طالبانو د بدیل په حیث مطرح ده او حقاني شبکه په مکمل ډول هماغه اهداف کاروي چې پاکستان یې غواړي. په کابل کې په اهل هنود او سک افغانانو برید مذهبي افراطیونو ته د رواني لحاظه د پاکستان هغه مسج رسول دي، چې هندوستان حاکم دولت مسلمان مذهبیان په تنګوي او وروستیو مظاهرو کې حتا څو کسان ووژل شول، دا خو احساسي او ظاهري اړخ دی، چې لکه مچان پر ګوړه پاکستان افراطیون پرې راټولوي، اما دا په اصل ذات کې د پاکستان خپله ژوره اجندا ده، چې څرنګه هند ته د خپل ضمني ملیشو یعنې ترهګرو دطاقت مانور وروښيي.

اوس به دترهګرۍ ددې ځنځیر په هغو دریو کړیو تمرکز وکړو، چې کله طالب، کله حقاني او کله داعش شي. حقاني نیټورک اوس د طالبانو غوښنه برخه ده، له باګرام زندان خوشي شوی انس حقاني د طالبانو د قطر دفتر مهم مرکچي دی، او بل ورور یې د کوټې شورا مرستیال. دا دوه جوړښتونه یعنې اسلامي تحریک او حقاني نیټورک اوس سره جلا ندي، خو حقاني نیټورک ټول هغه بریدونه کوي، چې پاکستان طالب داورځې د سولې په خاطر ترې راګرځولی دی. هدف دادی، چې پاکستان په دوه جبهو کې کار کوي، له یوې خوا د طالب د سولې امتیاز له امریکا اخلي او هغوی یې مصروف ساتلي له بلې خوا د طالب نیابتي جګړه په داعش، او حقاني کوي.

څو ورځې وړاندې رسنیو ته د هغه ځانمرګي بریدګر عکسونه راووتل چې څو میاشتې مخکې یې کابل کې برید وکړ مسولیت یې داعش ومنلو اما ددې ترهګر هغه اظهارات چې تر مرګ مخکې یې کوي، په داسې ځای کې ثبت شوي چې د طالبانو بیرغ او لوګو لګیدلي دي. هغه ادعا کوي چې اسلامي امارت بري ته رسېدلی دی.

دداعش په نوم په کابل کې د اکثر بریدونو انتظام چې تحقیقاتو روښانه کړی د طالبانو په شان دی، تماسونه یې پاکستان سره دي، او مطلق اکثریت یې له طالبانو سره سابقه لري. اوس ددې ټکي وضاحت پکار دی، چې دوی تر برید مخکې څه وخت د طالبانو لیکې پریښودې؟ څه وخت داعشیان شول؟ داعش له کوم ځای خړوبېږي؟ او خلک په کومه برخه کې دداعش او طالب تفکیک وکړي؟

نښې په ډاګه کوي، چې پاکستان په دریو برخو کې کار وهي او امریکا او متحدین یې د سولې په نوم له ترهګرو سره یوې ډیرې ناوړه معاملې ته یا شعوري یا له ډيرې بیغورۍ ورغاړې وتي دي.

د پاکستان له اجندا ښکاري چې طالب ته د سیاسي ستیج د نیولو په موخه موقع ورکوي چې له امریکا سره مخ ته لاړ شي. دویمه سناریو داده چې د طالب پروژه تدریجي ختمه کړي له امریکا امتیازات واخلي له خړو او تورو لستونو د همدې جوړجاړي په بیه ځان وباسي اما له وړاندې یې د ترهګرو په بل بدیل فکر کړی دی.

دریمه سناریو داده چې د طالب د مذاکراتو ترنتیجې به داعش په افغانستان کې پوره نفوذ پیدا او منګلې خښې کړې وي، اکثر جنګیالي به ورسوق کړي. حقاني نیټورک به دوه برخې شي، د مشر حقاني زامن به د طالبانو په ادرس سوله ییز ژوند ته لاړ شي، د حقاني شبکه به د نورو غیر حقاني کورنۍ لاس ته ولوېږي، او همدا دویمه ډله به په افغانستان کې د افغان جنګیالیو په مرسته او د حقاني شبکې په نوم په غیر پاکستاني یا هندي نښو بریدونو ته دوام ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply