افغانستان کې د تور او سپین زیړي ناروغۍ پېښې دوه برابره شوې دي

121

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د تور او سپین زیړي نږدې ۲۶ زره پېښې ثبت شوې او دغه شمېرې د وړم کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.

هیپاتیت‌ بي چې په عامه اصطلاح کې ورته «تور زیړی» وایي، یوه میکروبي ناروغي ده چې د یو ډول وایروس په پایله کې چې «هیپاتیت بي» نومېږي منځ ته راځي. دا وایروس د انسان په ینه یا ځګر کې د التهاب سبب ګرځي.

هیپاټیت سي چې په عامه اصطلاح کې ورته «سپین زیړی» وایي تر ډېره ځګر تر تاثیر لاندې راولي او هیپاټیت سي وایروس یې لامل دی.

ډاکټران وایي، یاد دواړه ډوله زیړي د جنسي اړیکې، د یو انسان د بدن مایعات د بل انسان بدن ته د لېږد، په وایروس د پیچکارۍ ککړو ستنو او په وایروس د روغتون په ککړ ځای کې د پوستکي زخمي کېدو له لارې له یو انسان څخه بل ته انتقال کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ۱۴۰۲ کال کې د نږدې یو عشاریه درې میلیون کسانو معاینات شوي چې له ډلې یې ۱۳ زره او ۴۵۹ کسان پر تور زېړي «هیپټاټیس بي» او څلور زره او ۷۳ کسان په سپین زېړي «هیپټاټیس سي» اخته شوي دي.

دی وايي چې وړم کال (۱۴۰۱) کې له ۷۶۶ زره او ۴۵۲ ارزول شوو کسانو شپږ زره او ۲۰۸ کسان پر تور زیړي او دوه زره او ۱۳۵ کسان د ځګر په زیړي اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت د یادو ارقامو له مخې، افغانستان کې د تېر کال د هیپټاټیس بي او سي مثبتې پېښې د وړم کال په پرتله ډېروالی ښيي.

د روغتیا وزارت ویاند وايي: «څنګه چې د یادې ناروغۍ ناروغ کس په لومړیو کې کوم خاص اعراض او علایم نه لري او ډېرې پېښې هله تشیخص کېږي، کله چې ناروغ اختلاط وکړي، یا په تصادفي ډول تشخیص شي او د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې ۳۰ سلنه کسان په سیروز (د ځګر ټنبلي) او څلور سلنه د کبد (ځګر) په کېنسر (سرطان) مبتلا کېږي او همدارنګه له مور څخه ماشوم ته د سرایت پېښې هم راپور شوې دي.»

ډاکټر شرافت زیاته کړه، د هیپټاټیس بي او سي پروګرام د درملنی د مرکزونو راپورونو پر بنسټ په کندهار، ننګرهار، خوست او بلخ ولایتونو کې د تور زیړي ډېرې پېښې او په ننګرهار، کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې د سپین زیړي ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

هغه افغانستان کې د یادې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچې ټیټوالی، د معتادینو موجودیت، فردي حفظ‌الصحې ته کمه پاملرنه، کډوالي، ناوخته درملنه او ناسمه درمنله کول د یادې ناروغۍ د خپرېدو مهم علتونه بولي.

ډاکټر شرافت وویل، ناروغ ته کمه پاملرنه، د وزارت په ځینو برنامو کې د یادې ناروغۍ نه شاملېدل، ځانګړې بودجه ورته نه اختصاص کول او د تمویل‌کوونکو نه شتون یې د خپرېدو نور لاملونه دي.

د عامې روغتیا وزات چارواکي د یادې ناروغۍ په تړاو د اچ‌ای‌وي، جنسي ناروغیو او هیپاټیت د کنټرول ملي پروګرام موجودیت، د پروګرام په ملي ستراتیژي کې د هیپاټیت یادونه، د نړۍوال روغتیایي سازمان په مرسته د هیپاټیت بي او سي او له مور ماشوم ته د هیپاټیت بي د مخنیوي د لارښودونو ترتیب، په کابل، هرات، خوست، ننګرهار، کندهار او بلخ کې د درملنې مرکزونو شتون او ناروغانو ته د روزل شوو مسلکي کارکوونکو له خوا د درملنې خدمات وړاندې کول، خپلې مهمې لاسته راوړنې بولي.

ډاکټر شرافت زمان وایي، د هیپاټیت سي ناروغانو درمنلې پروګرام په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل شوی او د ۲۰۲۳ کال تر پایه له دې لارې ۱۵۸۶ تنه د درملنې له خدماتو مستفید شوي او هیپاټیت بي ناروغانو درمنلې پروګرام په ۲۰۲۲ کی پیل شوی او تر اوسه یې له لارې ۸۶۷ کسان تداوي شوي دي.

د هغه په وینا، د روغتیا نړۍوال سازمان په ۲۰۲۳ کې د شاوخوا درې زره او ۵۰۰ ناروغانو په درمنله کې مرسته کړې او روان کال یې هم د درملنې ژمنه کړې.

دی وایي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) هم په دې برخه کې د تشخیص او درملو د مرستې ژمنه کړې ده.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې د اوس لپاره د هیپټاټیس بي او سي ناروغانو درمنلې په موخه په ۱۴ ولایتونو کې مجهز مرکزونه په جوړیدو دي او دا لړۍ به په نوي کال کې نورو ولایتو ته هم وغځول شي.

د کابل د انتاني روغتون یوه ډاکټر فریدالله عمري وویل، هیپټاټیس بي او سي ساري ناروغۍ دي او په ټوله نړۍ کې شتون لري.

دی وايي، تراوسه یوازې د بي وایروس مخنیوي لپاره واکسین رامنځته شوي او د سي وایروس ختمولو لپاره هم هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه چې پر یادو ناروغیو د نه اخته کېدو لپاره د خپل ځان حفظ الصحې ساتنه اړینه ده؛ لکه په سلمانیو او سنګارتونونو کې له مشترکو توکو باید ګټه وانخیستل شي.

پر یادو ناروغیو د اخته کسانو درملنه کابل کې په انتاني روغتون کې کېږي.

د کابل ښار اتمې ناحیې اوسېدونکی ۳۴ کلن فهیم‌الله چې د هیپټاټیس سي پر ناروغۍ اخته دی هم په همدې روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ده وویل: «دوې میاشتې مخکې په علي‌اباد روغتون کې بستر وم، له هغه وروسته هیڅ نه پوهیدم چې په سپین زیړي اخته شوی یم. کور ته چې لاړم، لاسونو او پښو مې سستي کوله، په ۱۹مه روژه کې جومات کې چپه شوم، بیا کور ته لاړم او له هرڅه ولوېدم.»

هغه وايي، اوس یې په انتاني روغتون کې درمنله روانه ده او وضیعت یې ورځ تر بلې په ښه کېدو دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.