!ښوونکی

ژباړه: محمد فريد بزګر

0 775

یوځوان يو بوډا ولید او ترې پوښتنه يې وکړه:
“ایا زه دې په یاد يم؟”
بوډا وروته وویل نه. بیا ورته ځوان وویل چې زه دې شاګرد ووم، ښوونکی ترې پوښتنه کوي:
“تاسو څه کوئ، څه مصروفيت لرئ؟”
ځوان ځواب ورکړ:
” ښوونکی يم.”
“اه ، څومره ښه ، زما په څیر؟”
“هو. زه ښوونکی شوم، ځکه ستاسې نه ډیر متاثر شوی ووم، او ومې غوښتل چې ستاسې په څیر شم. ”
بوډا سړی ترې په حيرانۍ پوښتنه کوي، په زړه پورې ده څه وخت دې د ښوونکي کیدو پریکړه وکړه؟
او ځوان هغه ته لاندې کیسه کوي:
“یوه ورځ ، زموږ يو همصنفي د يو نوي او ښايسته ساعت سره صنف ته راغی، او ما پریکړه وکړه چې دغه ساعت باید زما شي او ما ساعت د هغه له جيب نه غلا کړ.
شېبه وروسته، مې د همصنفي پام شو چې ساعت يې ورک شوې دی نو سمدلاسه یې زموږ ښوونکي ته شکایت وکړ، چې هغه تاسې واست. بیا تاسو صنف ته لاړئ او ومو ويل:
‘د دې زده کونکي ساعت نن د درسونو په جریان کې غلا شوی دی. چا چې غلا کړی وي، مهرباني دې وکړئ هغه دې بیرته ورکړي. ‘
ما نه غوښتل چې ساعت يې بېرته ورکړم. نو تاسو دروازه وتړله او موږ ټولو ته مو وویل چې ودرېږو او تاسو به د هر یو جيب ولټوئ، تر څو چې ساعت پیدا شي. موږ ته مو وویل کله چې تاسې ټولو خپلې سترګې پټې کړې، زه به د ساعت لټول پیل کړم. نو موږ ټولو سترګې پټې کړې.
او تاسې یو جيب او بل جيب لټول پیل کړل، او کله چې زما جيب ته راورسيدئ، ساعت مو پیدا کړ. خو همداسې مو جيبونو لټولو ته دوام ورکړ. کله چې مو ټول جيبونه ولټول نو ومو ويل:
‘سترګې مو پرانېزئ. ساعت پیدا شو.
تاسو نه ما ته څه ویل او نه مو هیڅکله نورو ته د پیښې یادونه وکړه. تاسو هیڅکله ونه ویل چې ساعت چا غلا کړی وو. هغه ورځ تاسو د تل لپاره زما وقار او عزت وژغوره. دغه زما د ژوند ترټولو شرمونکې ورځ وه.
خو دا هم هغه ورځ وه چې زما وقار خوندي شو او ما پریکړه وکړه چې هيڅکله به غلا ونه کړم او نه به غل یا کوم بد کس شم. تاسو هیڅکله ما ته ياده نه کړه، او نه مو زه ګوښه کړم چې ماته د اخلافو کوم درس راکړئ، خو ما ته ستاسې واضح پيغام راورسيد.
ستاسې نه ډیره مننه، زه پوه شوم چې یو ریښتینی ښوونکی څه ته اړتیا لري، او څه باید وکړي. ایا ستاسې هغه پیښه په یاد ده؟
او پروفیسور ځواب ورکوي:
‘زما هغه وخت او غلا شوی ساعت په یاد دی د کوم لپاره چې ما د ټولو جيبونه ولټول، خو تاسې مې په ياد نه یاست، ځکه د جیب لټولو پر وخت ما خپلې سترګې هم پټې کړې وې.
دا د تدريس جوهر دی:
که د سمولو لپاره تاسې د چا سپکاوی وکړئ؛ تاسو نه پوهیږئ چې څنګه تدریس وکړئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply