د شخصي محافظتي تجهیزاتو کمښت چې په نړۍ کې یې روغتیایی کارکوونکي له خطر سره مخ کړي دي

ژباړونکی: ډاکټر محمد فريد بزګر

0 722

د روغتيا نړيواله اداره: د شخصي محافظتي تجهیزاتو کمښت چې په نړۍ کې یې روغتیایی کارکوونکي له خطر سره مخ کړي دي

د روغتيا نړيواله اداره(WHO): د شخصي محافظتي تجهیزاتو (Personal Protective Equipment) کمښت چې په نړۍ کې یې روغتیایی

کارکوونکي له خطر سره مخ کړي دي

 

3 مارچ 2020 خبرونه ژنیوا

د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) په صنعتکارو او حکومتونو غږ کوي چې د مخ په زیاتیدونکې نړیوالې غوښتنې پوره کولو لپاره تولید 40  سلنه ډیر کړي.

د روغتیا نړیواله اداره خبرداری ورکړی چې د شخصي محافظتي تجهیزاتو (PPE) ته په نړۍ کې د شدیدې او زیاتیدونکی ګډوډۍ له کبله – چې د مخ په ډیریدونکي تقاضا، ویرې پیرودلو ، ذخیره کولو او ناوړه کارونې له امله رامینځته شوي –ژوند د نوي کورونا ویروس او نورو ساري ناروغیو له خطر سره مخ کوي.

د روغتیا پاملرنې کارکوونکي د ځان په محافظتي تجهیزاتو تکیه کوي ترڅو خپل ځان او ناروغان له نورو ناروغیو له اخته کېدو وساتي.

خو د دستکشو، طبي ماسکونو، رسپايرتورونو، عينکو، مخ ډال (مخ پوښو)، لباس او پيش بندونو کمښت د ډاکټرانو، ناروغپالانو او د لومړي خط نورو کار کونکو ته سخته کړې ده چې د COVID-19 ناروغانو پاملرنه وکړای شي.

“د عرضې د خوندي زنځیرونو پرته، د نړۍ په کچه روغتیایی کارکونکو ته خطر ریښتینی دی. صنعتکار او دولتونه باید د اکمالاتو د زیاتوالي، د صادراتو محدودیتونو اسانولو او لازمو اقداماتو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي ترڅو د زیرمه کولو او احتکار مخه ونیسي. د WHO عمومي رییس ډاکټر ټیډروس اډانوم غریبیسس(Dr Tedros Adhanom Ghebreyesus) وویل: “موږ لومړی د روغتیایی کارکوونکو ساتنې پرته د CoVID-19 مخه نه شو نیولی “.

د COVID-19 وبا د پیل راهیسې، نرخونه لوړ شوي. د جراحي ماسک بيه شپږ چنده لوړه شوې ده ، د N95 ريسپایرتورونو درې چنده او لباسونو بیه دوه چنده لوړه شوې ده.

تدارکات میاشتې میاشتې وخت نیسي او په بازار کې انحصار خورا پراخه دی، زخایر ډیر ځله په لوړه داوطلبي کې پلورل کیږي.

د روغتیا نړیواله اداره (WHO) تر دې دمه شاوخوا نیم ملیون سیټه شخصي محافظتي تجهیزات 47 هیوادونو ته استولي دي، خو په چټکۍ سره يې اکمالات کمېږي.

د WHO د طرحې پراساس ، هره میاشت د COVID-19 سره د مقابلې لپاره 89 ملیون طبي ماسکونو ته اړتیا ده. د معاينې دستکشو لپاره ، دا شمیره 76 ملیون ته رسي، پداسې حال کې چې د محافظتی عينکو (goggles) لپاره نړیواله غوښتنه په میاشت کې 1.6 ميلیون ته رسیږي.

د WHO په وروستي لارښود د روغتیا پاملرنې په مراکزو کې د PPE د معقول او مناسب استعمال، او د تدارکاتي زنځیرونو مؤثره اداره کولو غوښتنه کوي.

د روغتیا نړیواله اداره (WHO) د دولتونو، صنعتکارو او د پانډیمیک د تدارکاتو ځنځيري شبکې سره کار کوي ترڅو په جدي توګه اغیزمن شوو او ډير خطر ته مواجه هیوادونو لپاره تولید او خوندي تخصیص ته وده ​​ورکړي.

د مخ په زیاتیدونکې نړیوالې غوښتنې پوره کولو لپاره،  د د روغتیا نړیواله اداره (WHO) اټکل کوي چې صنعت باید تولید 40 سلنه زیات کړي.

حکومتونه باید د صنعت د ډيرولو لپاره لازمه هڅونه وکړي ترڅو تولید ډیر شي. پدې کې د شخصي محافظتي تجهیزاتو او نورو طبي توکو په صادراتو او توزیع باندې محدودیتونه کمول شامل دي.

هره ورځ د روغتیا نړیواله اداره (WHO)  لارښود چمتو کوي، د خوندي رسونې ځنځير ملاتړ کوي، او اړمنو هیوادونو ته مهم تجهیزات رسوي.

 ***

ایډیټرانو ته یادونه

د COVID-19 وبا د پیل راهیسې ، هغه هیوادونه چې د WHO PPE اکمالات یې ترلاسه کړي په لاندې ډول دي:

لویدیز پیسفک سیمه: کمبوډیا ، فیجي ، کیریباتي (Kiribati)، د لاو (Lao) خلکو ډیموکراتیک، منګولیا، ناورو (Nauru)، پاپوا نیو ګینا، سمووا (Samoa)، سلمون ټاپوګان ، ټونګا ، وانواتو او فیلیپین د سویل ختیځې آسیا سیمه: بنګله دیش ، بوتان ، مالدیپ ، میانمار ، نیپال او تیمور لیست (Timor-Leste)

ختیځ مدیتراني سیمه: افغانستان ، جیبوتي ، لبنان، سومالیا، پاکستان ، سوډان ، اردن ، مراکش او ایران

د افریقا سیمه: سینیګال ، الجیریا ، ایتوپیا ، توګو ، آوری کوسټ ، ماریشیس (Mauritius)، نایجیریا ، یوګانډا ، تانزانیا، انګولا، ګانا ، کینیا ، زیمبیا ، استوایی ګینه ، ګامبیا ، ماداګاسکر، موریتانیا ، موزمبیق ، سیچلس او زیمبابوې (Seychelles)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply