د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله
لومړۍ برخه: د پاکستان د لومړني صدراعظم لياقت علي خان وژل کيدل
د نن نه څه کم ۶۹ کاله مخکې، د ۱۹۵۱ م کال د اکتوبر د مياشتې په شپاړسمه (۱۶) نيټه د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د کليزې په مناسبت هر کال په پاکستانې رسنيو کې خطا – رسا څه ناڅه ليکل کيږي. خو د دغه پيښې په اړه تقريباْ ټول افغانان، د هغو په گډون چې په پاکستان کې يې د هجرت په وخت زده کړې کړې، او شايد په تعليمي نصاب کې يې د مطالعه پاکستان په نامه مضمونونه هم لوستلي، يا خو هيڅ معلومات نلري، او يا هم ډير لږ او ناقص معلومات لري . شايد تير کال د هيواد خپلواکۍ د گټلو د سلمې کليزې په وياړ په کابل کې د محترم محمد عارف غروال لخوا «د غازیانو او اتلانو یاد» کتاب لومړنې کتاب وي، چې په خپريدو سره يې د لومړي ځل دپاره د يوه افغان لخوا دغې موضوع ته زياته اشاره شوې ده .
زه پدې وروستيو ورځو کې پدې هکله د ځوان ليکوال ښاغلي سراج الحق ببرک زي لخوا د افغان جرمن آنلاين او افغان سباوون /دعوت ميډيا ۲۴ په ويبسايتونو کې څلورو خپرو شوو څيړنيزو مقالو دې ته وهڅولم چې پدې هکله، په خاصه توگه ددغه وژنې د انگيزې په هکله چې لا تر اوسه د نورو گڼو سياسي وژنو په شان يوه معما ده، گرانو هيوادوالو او د افغانستان د معاصر تاريخ مينه والو ته يو څه وليکم. خو بايد اعتراف وکړم چې په اوسنيو شرايطو کې به دا کار له يوې خوا د کرونا د ويروس له امله زما د کار د حجم د زياتوالي د ستونزې او له بلې خوا د اړتيا وړ اسنادو او مدارکو ته د لاسرسي د مشکلاتو له امله يو ستونزمن کار وي او له نيمگړتياو به خالي نه وي .
لياقت علی خان څوک و؟
نوابزاده لياقت عليخان ، چې په پاکستان کې د قاعد ملت او شهيد ملت په نومونو هم ياديږي، د بريتانوي هند د پنجاب په ايالت کې زيږيدلې او د نواب رستم عليخان زوې ؤ چاته چې انگريزانود نواب بهادر، رکن الدوله او شمشير جنگ القاب هم ورکړي وو. [1] هغه د انگلستان د اکسفورد په پوهنتون کې لوړې زده کړې کړي او دهند د نيمې وچې د آزاديدو او په هند او پاکستان تر ويشل کيدو دمخه د بريتانوي امپراتورۍ د هند د عبوري حکومت په کابينه کې د ماليې د وزير دنده درلوده.
لياقت علي خان د پاکستان تر جوړيدو وروسته د هغه هيواد لومړنې صدراعظم وټاکل شو چې د باندنيو، دفاع او کامنويلټ او کشمير د چارو وزارتونه يې هم چلول . هغه د محمد علي جناح يو نږدې ملگرې او ښې لاس گڼل کيدو او د هغه د مړينې وروسته يې د مسلم ليگ د گوند مشري هم ترلاسه کړې وه .
څيړونکي لياقت علي خان د خپل هيواد د خارجي سياست بنسټ گر او جوړونکې بولي . که څه هم تر دوهمې نړيوالې جگړې او د امريکې د متحډه ايالاتو او شوروي اتحاد تر مشرۍ لاندې په دوو قطبونو د نړۍ تر ويشل کيدو وروسته لياقت علی خان د ناپيلتوب د پاليسۍ اعلان وکړ ، خو وروسته وليدل شوه چه دا پاليسي لويديزې نړۍ سره پر نږدې مناسباتو ولاړه وه . په خاصه توگه د ۱۹۵۰ م کال د مې په مياشت کې د امريکې متحده ايالاتو ته د لياقت علی خان سفر او د امريکې د متحده ايالاتو د وخت جمهور رئيس، هنري ترومن، سره کتل د هغه هيواد د خارجي پاليسۍ د اساسي طرحې راتلونکې کړنلاره وټاکله .
د دغه کتنې په نتيجه کې، پاکستان د ملگرو ملتو لخوا په ۱۹۵۰ کال کې د شمالي کوريا په وړاندې، د شوروي اتحاد د سخت مخالفت سره سره، د طاقت د استعمال ملاتړ وکړ. تر هغې وروسته دا مناسبات د «سیتو» او «سنتو» [2] په دوو نظامي تړونونو کې گډون سره نور هم ټينگ شول . په نتيجه کې د پاکستان او شوروي اتحاد تر منځ واټن زيات شو او بيا په ۱۹۵۷ م کال کې شوروي اتحاد په ملگرو ملتو کې د پاکستان په وړاندې د خپل ويټو د حق نه کار واخيست .
د پاکستان د لومړني صدراعظم لياقت علي خان وژل کيدل
لياقت علي خان د ۱۹۵۱ م کال د اکتوبر د مياشتې په شپاړسمه (۱۶) نيټه د پاکستان د مسلم ليگ گوند د راولپنډۍ د څانگې يوې سترې عامې غونډې ته چې په زرهاوو خلک ورته راټول شوي وو، د مهمې وينا دپاره د هغه وخت د پايتخت کراچۍ نه ورغلې ؤ. دغه غونډه د راولپنډئ د ښار د مري روډ په کمپني باغ کې جوړه شوې وه. د انگريزانو د ختيځ هند د کمپنۍ دغه باغ چې وروسته د لياقت باغ په نوم و نومول شو، د سترو سياسي غونډو د جوړيدو مرکز او هماغه ځاې و چې څو کاله وروسته د پيپلز گوند مشره او پخوانۍ صدراعظمه، بې نظيربوټو ، هم يوې بلې عامې سياسي غونډې ته د وينا نه وروسته د وتلو په حال کې ووژل شوه .
د امريکې د مرکزي استخباراتو ادارې CIA پدې هکله د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په اتلسمه (۱۸) نيټه يو محرمانه رپوټ استولې و، چې پنځوس کاله وروسته په ۲۰۰۰ م کال کې د امريکې د خارجه چارو د وزارت په خوښه د محرميت نه خلاص شو. په دغه رپوټ کې چې دلته يې يو انځور هم خپريږي، په لومړې سر کې د رسمې منابعو له مخې د پيښې څرنگوالې ذکر شوې دئ، چې لنډيز په لاندې ډول وړاندې کيږي . (د يادونې وړ ده چې د CIA په دغه رپوټ کې د پيښې نيټه په تيروتنې سره د اکتوبر ۱۵ نيټه ليکل شوې ده):
« لياقت علي خان شاوخوا پاو کم څلور بجې د غونډې ځاې ته ورسيد او د خاصو کسانو دپاره جوړ شوې سټيژ کې کښيناست . غونډه پيل شوه. تر تلاوت وروسته د راولپنډۍ ښاروال خپله سپاسنامه او هرکلې وړاندې کړ او بيا د راولپنډۍ د مسلم ليگ مشر، لياقت علي خان ته بلنه ورکړه چې خپله وينا وکړي . لياقت عليخان د وينا دپاره مايکروفون ته ودريد او دخپلې وينا په پيل کې يې د «برادران ملت» کلمات لا ويلې نه وو چې په دوو ډزو په ټټر وويشتل شو او پر سټيج وغورځيد. د هغه سياسي سکرتر او د مسلم ليگ محلي مشرانو په چټکۍ سره هغه اوچت او سمدلاسه له ځايه ويستلې او روغتون ته ورسولو، چيرته چه وينه ورکړ شوه خو د زخمونو له امله مړ شو. قاتل ځاې پر ځای تومانچه په لاس نيول شوې او د خلکو لخوا وژل شوې دئ . د هغه د وژل کيدو خبر ډير ژر کراچۍ ته ورسيد او سمدلاسه د کابينې غونډه جوړه شوه. د دغه سترې پيښې له امله څلويښت ورځې سرکارې وير (ماتم) اعلان شو او تصميم ونيول شو چې سر له سبا به بيرغونه د دريو ورځو دپاره نيم ځوړند وي .»
جيورج فيدرلينگ ( George Fetherling ) د قتلونو په کتاب ( The Book of Assassins) کې پدې هکله ليکي چې لياقت علي خان د سيد اکبر لخوا ووژل شو. هغه چې په اوريدونکو کې ناست و، پر خپل ځاې ودريد او دوه ډزې يې وکړې. صدراعظم په بيړه روغتون ته ورسول شو او هلته د زياتې وينې د ورکولو او بيړني جراحي عملياتو سره سره په څو ساعتونو کې مړ شو. سيد اکبر د دوهم ډز نه وروسته د بل اوريدونکې لخوا ونيول شو او په دغه هڅه کي يو دريم ډز هم وشو. هغه د يوه پوليس لخوا له پښو وغورځول شو، او د مسلم ليگ د ملې گارد غړو قاتل د خپلو مراسمو په نيزو ووهلو او هغه په هماغه ځاې کې مړ شو.
سيد محمد ذوالقرنين د اسلام آباد د فدرالی حکومتي کالج متقاعد پروفيسر د پاکستان د تاريخ او کلچر د ژورنال په No.1, 2010 گڼه کې د «صدراعظم لياقت علی خان د وژلو سرنوشت سازه سفر» په مضمون کې د پاکستان ټايمز (لاهور) د ۱۹۵۱ د اکتوبر د ۱۷ نيټې په حواله ، د راولپنډۍ د ای پی پی د خبریال په وينا چې د غمیزې شاهد وو، ليکي چې « سمدلاسه وروسته له هغه چې وژونکې ډزې واوریدل شوې ، نږدې ولاړو پولیسو هوايي ډزې وکړې او ګڼ شمیر خلک، چې نه پوهيدل څه وضعه ده، وارخطا شول . يو شور او گډوډي پيښه شوه . خلکو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره منډې وهلی.
صدراعظم د بيهوشۍ په حالت کې د مشتاق احمد گورياني په موټر کې گډ پوځي روغتون ته ورسول شو. په روغتون کې کرنيل ډاکټر ميان او کرنيل ډاکټر سرور پداسې حال کې د مردکيو د ويستلو ناکامه هڅه کوله چې هغه د ورپيښو ټپونو له امله ساه ورکړې وه.[3] لياقت علی خان په څلور بجو او پنځوسو دقيقو مړ شو. د پيښې نه دوه ساعته وروسته حکومت اعلان وکړ چې قاتل د افغانستان د خوست يو افغان و. هغه د C.I.D يا جرايمو د څيړنې د څانگې The Crime Investigation Department د شکمنو په لست کې نه و. تورن افغان، سيد اکبر، د افغانستان د خوست د ځدرانو د قوم د مشر ببرک خان زوې و».
د لياقت عليخان د وژلو په انگيزې به وروسته بحث وشي، خو ښه به داوي چې د قاضي محمد منير په مشرۍ د لياقت علي خان د وژل کيدو د پيښې د څيړلو د ټاکل شوي کميسيون د ۸۹ عيني شاهدانو د تحقيق په لړ کې د څو کسانو ورکړ شوو ويناوو ته گوته ونيسو:
- ډاکټر کرنيل ميان کميسيون ته وويل که چيرې صدراعظم په ټټر ويشتل شوې نه وای، نو د هغه د ژغورلو امکان موجود و. د هغه په وجود درې ټپونه وو. دوه د مردکيو د ننوتلو ټپونه او دريم د مردکي د وتلو ټپ . هغه وويل چې په کلکه يې د زړه د مساژ په ورکولو د هغه د ژغورلو کوښښ وکړ خو کومه نتيجه يې ورنکړه.
- پياده ساتونکي لعل محمد د مردان اوسيدونکې او په پښتو پوهيدلو. هغه د پوليسو د مشر خان نجف خان غږ واوريد چې په پښتو يې ويل «دا چا ډزې وکړی؟ هغه په نښه کړئ (دا چې ډزې پرې وکړئ)» هغې زياته کړه چې د پوليسو د مشر دامر خلاف چې پر قاتل ډزې وکړی، هغه ځکه هوايي ډزې وکړی چې په تومانچې ډز کوونکې کس يې نه ليدو.
- لومړني عينې شاهد لعل دين قصاب په خپل شهادت کې وويل چې هغه لومړنې سړې و چې پر قاتل سيد اکبر يې حمله وکړه . څرنگه چه صدراعظم د «برادران ملت» کلمات وويل، ما د دوو ډزو آواز واوريد. ښې لور ته مې يو پټان (پښتون) وليد چې په زنگونونو ولاړ او ښي لاس د پورته کیدو هڅه کوله . هغه مې سمدلاسه ونيولو اوپه چټکۍ مې تاو کړ. سړي د تومانچې دریم ډز وکړ، خو ګولی خطا لاړه .
- محمد شاه، کوم چې سب انسپکټرو، وويل چې هغه سټيج سره نږدې ځينې ماشومان کنټرولول، کومو چې د صدراعظم مخه بندوله . کله چې هغه د ۱۳ گزه په واټن د يوه سړي لخوا دوه ډزې واوريدې، هغه سړې لا پر زنگنونو او تومانچه پلاس کې درلوده. هغه خپله تومانچه راوويسته او د هغه په لور منډه کړه. هغه لاهم د درې یا څلور گزه په فاصله کې و کله چې هغه دریم ډز وکړ. کله چې شاهد سړي ته ورسید هغه د یو چا لخوا نیول شوی وو مګر د ځان خوشې کولو لپاره یې مبارزه کوله . ده بیا په هغه باندې پنځه ډزې وکړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هغه مړ دی . محمد شاه وويل هغه پرته له دې چې څه شئ يې د ګولیو مخه ونيسي، پر هغه مستقيمې ډزې وکړی .
- دلاور خان يوولس کلن هلک، د تورن قاتل ،سيد اکبر خان زوې، وويل چې د پلار مخې ته ناست و. هغوي سټيج ته مخامخ په ځمکه ناست وو . دلاور خان څرګنده کړه کله چې لومړي وزیر د خبرو کولو لپاره راپورته شو، هغه ولیدل چې پلار يې تومانچه راوويستله او ډز ی يې وکړې . په لومړي سر کې شاهد (دلاور خان) فکر کاوه چې پلار یې په ایبټ آباد کې د خلکو په شان د درنو ميلمنو په وياړ ډزې کولې . خو کله چې يې سټيج ته وکتل نو صدراعظم يې ونه موند . بیا په شنه یونیفورم کې ځینو سړو د هغه پلار ونیوو او په نيزو يې سورې سورې کړ .
د افغانستان د حکومت دريځ
کله چې د سيد اکبرخان ببرکزي د وژل کيدو خبر کابل ته ورسيد نو د افغانستان واکمنې کورنۍ دده ورونو ته خبر ورکړ چې دوی په جوماتونو کې د سيد اکبر خان ببرکزي فاتحه نشي اخيستلای . حکومت د هيواد ټول مطبوعات د هغه د مړينې دخبر د نشرولو نه منع کړل .[4]
(نور بيا)
[1] . Liaquat Ali Khan: A worthy successor to the Quaid, Prof Dr M Yakub Mughal
[2] . د جنوب ختيزې ايشيا د تړون اتحاديه ( Southeast Asia Treaty Organization) يا سیتو ( SEATO)، یو نظامي تړون و چې په جنوب ختيزې ايشيا کې د کمونيزم د نفوذ او يرغل په وړاندې ۱۹۵۴ م کال کې د امريکې، استرالیا، بریتانیې ، پاکستان، تایلند، فرانسې، فیلیپین او نیوزیلند هيوادونو امضا کړ. ددغه سازمان د نوم په خلاف د دې تړون اکثره غړي د جنوب ختيزې ايشيا د سيمې نه بهر وو خو گډ اهداف او علايق يې درلودل . بيا په ۱۹۵۶ م كال كې د سينتو د تړون اتحاديه Central Asia Treaty Organization (CENTO) جوړ ه شوه. په دې تړون كې هم پاكستان برخه واخيسته.
[3] . The Daily Civil & Military Gazette, October 17, 1951
[4] . غروال، محمد عارف، د غازيانو او اتلانو ياد کتاب، ۱۷۷ مخ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320