هوډ -لنډه کيسه

ليکواله: مدينه نوري

0 530

هغې د جامو د المارۍ ور پرانيست، خپله کورتۍ او لمنه يې واخيسته او له اغوستو وروسته يې په درۍ پله  هېنداره کې ځان وکوت. برس يې پر وېښتانو راکش کړ، ځان ورته ډېر ښه ښکاره شو. وېښتان يې تر اوږو اوږده وو او له کړکۍ نه د مازديګر لمر وړانګو ته ځلېدل. د خپلې خونې د سينګار د مېز له پاسه يې قلم پروت و. هغه يې په خپل دستکول کې کېښود. د لاس ګړۍ ته يې وکتل. وخت د مازديګر پنځه بجې وې. د بلاک له لاندې يې د موټر تېز هارن واورېد. په بيړه يې کړکۍ خلاصه او له دوهم پوړه د خپل آپارتمان د کوټې له کړکۍ يې لاندې وکتل. خړ والګا موټر د هغې د بلاک له زينې سره ولاړ و. له موټره موټروان پاس کړکۍ ته کتل او چې سترګې يې په دې ولګېدې هارن يې بس کړ. څانګې ژر  دستکول اوږې ته کړ، له خونې ووته او په دهلېز کې يې خپلې مور ته وويل:

– مورې، زه لاړم. د خدای پامان. موټر لاندې راته ولاړ دی.

مور يې چې لستوڼي بډ وهلي وو او چاړه يې په لاس کې وه، د پياز غوڅولو يې اوښکې بهولې وې، اندېښمنه له آشپزخانې دهلېز ته راووته.

څانګه له دروازې بېرته ورو ورستنه شوه او مور ته يې چې په ملا کړوپه وه، په عذر وويل:

– مورې، غمي ته دې پام وي. هسې نه چې زموږ خبرې واوري. هغه په برنډه کې خپل بايسکل چلوي.

او له زينو نه چټکه کوزه شوه.

مور خپلې لور ته  تر هغې دعاګانې کولې چې بيا هغه په موټر کې سپره شوې وه او دې دروازه  ورپسې وتړله.

څانګه د کابل د تلويزيون تعمیر ته په رسېدو سره سينګار خونې ته چې په لومړي پوړ کې د دهلېز په وروستي برخه کې کيڼ لوري ته وه، لاړه. سينګار خونه کې سينګاروونکې، مریم ، چې جګه ونه او تاو تاو ګوړګوتي لنډ په نصواري رنګ  رنګ کړي وېښتان يې وو او خپلې عينکې يې چې اوږد تار هم پرې ځړېده د خپل پيکي وېښتان يې د سر له کاسې سره پې تکيه کړي وو، د خونې په منځ کې د منځنۍ لويې هېندارې مخې ته درېدلې وه او يوه نطاقه چې په چوکۍ ورته ناسته وه، د هغې له وېښتانو يې بې ګوډۍ (هغه سامان چې لږ لږ وېښتان پکې تاويږي او وېښتان پې  ګوړ ګوتي کېږي) ليرې کولې.

څانګه دستشوی ته ودرېده او مخ يې په تړمو اوبو پرېمينځه. په هېنداره کې يې خپل مخ ته وکتل، کاغذي دسمال يې راواخيست او مخ يې پرې وچ کړ. سينګاروونکې  له بلې نطاقې نه وپوښتل:

– زه درته مېک اپ ووهم او که خپله يې وهې؟

هغې ځواب ورکړ:

– اوس خو ته د څانګې له وېښتانو سره بوخته کېږې. وخت کم دی، زه خپله، مخ مېک اپ کوم.

څانګه بلې چوکۍ ته کېناسته او سينګاروونکې د هغې سر ته ودرېده. په وېښتانو کې يې ورته ګوتې ووهلې. پاک وېښتان يې په ګوتو پاسته ولګېدل. بيا يې د څانګې جامو ته وکتل. ورته يې وويل:

– ښه دی چې مناسبې جامې دې اغوستي.

دا خبره په څانګې ښه ونه لګېده. غوښتل يې ووايي چې زه هر وخت مناسبې جامې اغوندم چې په دې کې د راکټ د لګېدو ګړز شو. درۍ واړه وترهېدلې. سترګې يې له سترغليو راووتې. د اوو بجو د خبرونو نطاقه چې له ډېرې وېرې يې لاړې په ستوني کې وچې شوې وې، وويل:

– ډېر نېژدې ولګېد.

سينګاروونکې وويل:

– خدای دې خير کړي. هسې نه چې کومه حمله وي او نور راکټونه هم را وتوغول شي.

څانګې ورته وويل:

که زما د مخ او وېښتانو سينګار راته ژر خلاص کړې، ژر به کور ته لاړه شې. ما ته وايه چې د شپې تر اته نيمو او يا نهو بجو به دلته يم.

لکه نن هغه مهال هم راډيو تلويزيون يو مهم ځای و. دا ۱۳۶۴ه ش( ميلادي) کال و. د دولت مخالفانو تل نه يوازې په جبهو کې د دولتي پوستو او عسکرو سره جنګېدل، بلکه په دولتي ودانيو يې راکټونه هم ويشتل. خلکو به ورته ړانده راکتونه ويل، ځکه په سلو کې يو که به په هدف ولګېده، نور نو د حافظ غونډاري وو هر چېرې به چې ولګېد، لګېدلی به و.

د څانګې زړه درزېده. له کوره د راوتو په وخت يې خپل دوه کلن زوی، غمی، نه و ښکل کړی، ځکه چې هغه بيا ورپسې ژړل او ويل يې چې ما هم درسره بوځه.

سينګاروونکې په ناراضه توګه وويل:

– دا څنګه وطن دی! هېڅ مو ژوند ته نه پرېږدي. په دې حال کې څنګه ژوند او څنګه کار وکړو!

اوس ګړۍ له شپږو شل تېرې وې. د ټېلفون زنګ راغی، هغه مهال د شعبو او دولتي موسسو ټول تيلفونونه سيم لرونکي وو چې په انه لوګ سيستم يې کار کاوه. سينګاروونکې ټيلفون جګ کړ او وروسته د خبرې له اورېدو يې نطاقې ته وويل چې ژر پاس د خبرونو شعبې ته وخېژي. وايي چې خبرونه هم ډېر دي او هم ډېر مهم.

نطاقې په بیړه له خپل دستکول نه قلم راواخيست ، يو ځل بيا يې ځان په هېنداره کې وکوت، د شونډو په قلم يې سرې شونډې يو بل سره وسولولې او په بيړه ووته. د دروازې د پورې کېدو له ګړب سره يو ځای د بل راکټ د لګېدو غړمب شو.

سينګاروونکې په الوتې بڼه او وتلو سترګو وويل:

– دا له حملې پرته بل څه نه دي. ښايي نور راکټونه هم راشي.

څانګه اندېښمنه شوه هسې نه چې سينګاروونکې همدا اوس پښې سپکې کړي او لاړه شي او دا بې سينګاره پاتې شي، خو هغې داسې ونه کړل. د خبرونو ښځينه نطاقانو تل خپل مخ او وېښتان سينګارول او بيا په تلويزيون کې راښکاره کېدې. اوس نو سينګاروونکې، مريم، د وسپنې د نرۍ څوکې لرونکې ږمنځ  راواخيسته، د څانګې لږ وېښته يې پې بېل کړل او ورو ورو يې ټول وېښتان ورته په بې ګوډي کې تاو کړل. څانګې د وېښتانو وچولو برېښنايي سامان ته لاس تېر کړ، پلګ يې ساکټ ته ورتېر او خپل وېښتان يې د هغه تاوده باد ته ونيول. څانګه ښايسته نجلۍ وه، له سينګار سره يې مينه نه درلوده. له سينګاره بې سينګاره ښه ښکارېده. هغه په دې باور وه چې ځواني خپله ښايست دی.  د اوو بجو خبرونو نطاقې خپل کار خلاص کړ. د راديو تلويزيون د تعمير تر مخ موټر ورته درېدلی و چې کور ته يې ورسوي. د سينګار ځای دروازه يې د خپل دستکول د اخيستو په خاطر خلاصه کړه. سينګاروونکې وويل چې زه هم درسره ځم، د دواړو کورونه په يو لوري پراته وو.

څانګه يوازې پاتې شوه. د سينګارخونې له کړکۍ يې بهر وکتل، که ګوري چې  تياره وه. د هغې يوازیتوب نه خوښېده. له سينګار خونې ووته او د خبرونو خونې ته لاړه. د شعبې په بر سر کې د خبرونو د عمومي مدير چوکۍ وه. هغه به تل د ورځې د اتو ساعتونو کار له سر ته رسولو وروسته هم په دفتر کې پاتې کېده. دا يو مهم دفتر و. د دولت د رييس او د وزيرانو خبرونه او د ځمکني او هوايي قواوو د برياوو او د دولت د مخالفانو د ټکولو او ځپلو خبرونه به يې خپرول. په آخر کې به يې ځيني بهرني لنډ خبرونه هم خپرول. د دې دفتر له عمومي مدير نه نيولې تر خبريالانو او راپورجوړوونکو او بيا آن تر مستخدمه ټولو اضافه کاري درلوده.

څانګه د خبرونو خونې ته په ننوتو ټولو ته له سلام اچولو وروسته د لوی اوږد مېز ترشا يوې چوکۍ ته کېناسته چې د دفتر په منځ کې اېښودل شوی و. د هماغه برخې يو کارمند ورته وويل چې خبرونه لا جوړ نه دي، خو دغه څو خبره تر هغې لوله. څانګه د خبرونو په لوستو او په قلم باندې د ځينو نښو په اېښودو بوخته شوه. په دې کې بيا  شيووووووووووووووووووو(د راکټ د راتګ غږ) غږ او وروسته د راکټ د لګېدو ګړز واورېدل شو. دا ځل راکټ د تېکنالوژۍ د تعمير(يو بل تعمير چې د تلويزيون د تعمير شا ته په هماغه وروستيو کې نوی جوړ شوی و) تر مخ ولګېده. دا نو دومره زورور و چې د خبرونو د خونې د کړکۍ شيشې يې ماتې کړې.

دا د (۱۳۶۴) ه ش (۱۹۸۵) ميلادي کال د مني آخر و، خو هوا د ژمي وه، سړې هوا ته زمينه برابره شوه چې کوټې ته لاره پيدا کړي. يو چا د خبرونو د خونې دروازه په شدت خلاصه کړه او په سوې ساه او وارخطايۍ يې وويل:

– ټول دې لاندې پوړ ته ښکته شي! نور راکټونه به هم راوتوغول شي!

ټول په بيړه له خپلو ځايونو پورته شول، په دفتر کې ناستو کسانو خپل خپل کاغذونه او قلمونه له مېزونو پورته کړل. له څانګې نه د خبرونو کاغذونه  پاس په مېز پاتې شول. هغه هم ډاره شوې وه. يو چا يې غوږ ته خوله نېژدې کړه:

– پام چې و نه ډاره شې! کومه خبره نشته.

څانګې ځواب ورکړ:

– ما راکټونه لږ نه دي ليدلي. په هره ورځ راورېږي. زه له راکټه نه له خدایه . . .

د څانګې خبره لا نه وه بشپړه چې بل راکټ راغی. دا ځل راکټ د اداري ودانۍ تر مخ، چې يو پوړيزه وه، ولګېد.  د خبرونو د شعبې نه به دې چې لاندې ور وکتل د دې ودانۍ په بامونو به دې سترګې ولګېدې. د راکټ يوه لويه پارچه په هغه چوکۍ ولګېده چې څانګه شېبه مخکې پر هغې ناسته وه، او اوس څانګه ايله د خبرونو د دفتر دروازې ته رسېدلې وه. نور ټول وتلي وو، دې هم په بيړه ځان دهلېز ته کړ. ساه يې واخيسته او بيا په توندو ګامونو له پوړيو لومړي پوړ ته ښکته شوه، قسمت يې ښه و چې په پوړيو کې تيغندکه نه شوه او و نه لوېده.  اوس نو وخت د ماخستن پنځه کم اته بجې وې. څانګه بايد د مستقيم خپرېدا ستوديو ته تللې وای. ستوديو ته له ننوتو مخکې هغې خپل بوټان واېستل او ځانګړې څپلۍ يې چې په وسپنيزه المارۍ کې اېښودل شوې وې، واغوستې. د ستديو مسؤلو کسانو ویل چې له بوټانو سره خاورې ستوديو ته ځي، او تخنيکي ماشينونه خرابوي. خو تر دې دمه څانګه تش لاس وه. هغه ستوديو ته هم دننه شوه. د ستوديو د څراغونو د رڼا لاندې يې د تودوخې احساس وکړ. د خبرونو مدير څو سر په سر شوې پاڼې په لاس کې ورکړې. دا د شپې د اتو بجو خبرونه وو. څانګې تر هغې چې کاغذونو ته لاس تېراوه په مخامخ  اېښودل شوي مونيتور کې يې وليدل چې د خبرونو زيګنال خپور شو او ورپسې کمره په دې راغله او خبرونه يې پيل او پای کړل. په ستوديو کې يې د راکټ هېڅ غړمب غړومب وانه ورېده، ځکه هغه ساونډ پروف جوړې وې، له بهره غږ نه ورته. هغه مهال په ټول هېواد کې د تلويزيون يوازې يو چېنل و چې خپرونې يې يوازې د کابل په ښار کې د ليدو وړ وې.

څانګه د رادیو تلويزيون د تعمير مخې ته له خپل مېک اپ او سټايلي وېښتانو سره درېدلې وه، د راديو تلويزيون نور اضافه کار مامورين هم جوپه جوپه راوتل. لوی او واړه موټر، درېدلي وو چې مامورين خپلو کورونو ته ورسوي. ټول وارخطا او پريشانه وو، ډېرو مامورینو خپل سرونه ټيټ او اوږې يې پورته نيولې وې. داسې  يې ګمان کاوه چې په دې توګه به له راکټه خوندي پاتې شي.

يو موټروان څانګې ته  وويل چې ژر والګا موټر ته پورته شي. څانګه يوازې موټر ته وخته او موټر په تېزۍ د دريېم مکروريان (هغه بلاکونه چې په پنځوسمو کلونو کې د روسانو له خوا جوړ شوي وو)  روان شو. لومړۍ څلور لارې ته لا موټر نه و رسېدلی چې بيا راکټ راپرېوت او د يوه بلاک تر مخ ولګېد. د نارينه وو، ښځو او ماشومانو د ژړا فریاد غږونه يې تر غوږ شول. د څانګې زړه درزېده. له ځان سره يې تصميم ونيو چې که دا ځل ژوندۍ کور ته ورسېده نور به د نطاقۍ وظيفه پرېږدي. هغه د کابل په پوهنتون کې په زده کړو بوخته وه او له راډیو تلويزيون سره يې پارت ټايم قرارداد درلود چې وروسته له رسمي وخته  يې هلته کار کاوه. هغې څوڅو ځله نور هم دا تصميمونه نيولي وو، خو بيا به يې چې فکر وکړ ژوند پرته له کاره ورته بې ګټې ښکارېده. که په کور کېني، نه پوهنتون ته لاړه شي او نه هم راډيو تلويزیون ته، دا هم ورته لکه مرګ ښکارېده.

دوهمې څلور لارې ته له رسېدو مخکې بيا هم يو بل راکټ شيوووووووووووو(د راکټ د تېرېدو غږ) د څانګې د موټر له سره تېر شو او څلور لارې ته له رسېدو مخکې راکټ ګړز په ځمکه ولګېد. موټروان او څانګې دواړو سرونه ټيټ کړل، نېژدې و چې موټر بېواکه شي خو برېک يې ونيو او  وروسته له لنډې دمې نه موټر بېرته روان شو. اوس موټر د مکروريانو ساحې ته دننه شوی و. د لارې په اوږدو کې د لښتيو تر څنګ او په پلي لاره کې د زخمي لارويانو زګېروي اورېد ل کېدل، ښايي مرسته به يې غوښته، خو څوک نه وو چې مرستې ته يې ورودانګي.

د شپې نه (۹) بجې وې، څانګه په ګړنديو ګامونو دوهم پوړ ته وخته او کور ته ورسېده. ور يې په زوره وډباوه، خو دروازه کونډه شوې نه وه. مور يې د آپارتمان د دروازې شاته د څانګې راتلو ته انتظار ولاړه وه. هغې هم د راکټونو د لګېدو او چاودېدو سخت غږونه اورېدلي وو ځکه د راديو تلويزيون تعمير د دوی له بلاکه ډېر واټن نه درلود. هغه مهال د موبايل تيلفونونو نوم هم چا نه و اورېدلی. د تيلفونونو سيستم انه لوګ و او مور نه شو کولای چې د خپلې لور، څانګې، خبر واخلي، ځکه ټېلفونونه  د دولت لوړ پوړو چارواکو ته توزېع کېدل.

څانګه په بيړه د غمي کټ ته ورنېژدې شوه.  هغه په خواږه خوب آرام پروت و. ورو يې ښکل کړ چې له خوبه راويښ نه شي. بيا يې په مینه د هغه د سر په وېښتانو لاس راتېر کړ. پر خپل کټ کېناسته، اوږده ساه يې واخيسته. د مور پر شونډو يې موسکا وغوړېده. څانګې پوښتنه وکړه:

– مورې، غمی د راکټونو له غږه و نه ډار شو؟

– نه، هغه ویده و، له ځایه مازې خوځېدلی هم نه دی.

– زما سره اندېښنه وه، هسې نه چې دلته نېژدې زموږ له بلاک سره راکټ لګېدلی وي.

څانګې  د خپلو سترګو د ليدلي حال نکل وکړ. مور ورته په وېره او هيجان غوږ وه.

څانګې وويل چېرته چې دا وه همالته پرله پسې راکټونه راويشتل کېدل او هغې په خپلو سترګو وليدل چې څنګه د راکټ يوه لویه پرچه د خبرونو د دفتر په هغه څوکۍ ولګېده چې دا (څانګه) شېبه مخکې پر هغې ناسته وه.

مور له وېرې او هيجان نه چيغې کړې او ويې پوښتل:

– ته څنګه په دې پوه شوې؟

ما په خپلو سترګو وليده. زه شېبه د مخه له هغې چوکۍ نه راپاڅېدم او ايله د دفتر دروازې ته رسېدلې وم چې له چوکۍ سره د پرچې د لګېدو غږ مې واورېد. یوه لنډه شېبه وه او چې بېرته مې د دفتر له دروازې شا ته وکتل نو چوکۍ د راکټ په پرچې دړې وړې شوې وه.

نور نو مور ځان ټینګ نه شو کړای. د ژړا غږ يې په خونه کې انګازې وکړې. څانګې ته ورنېژدې او کلکه يې په غېږ کې ونيوله. هغه يې ښکل کړه. څانګې د مور په توده غېږه کې آرامي احساس کړه. بيا مور د ليمو ډک  ګيلاس شربت هغې ته ونيو. شړوپ شو، څانګې شربت غوړپ کړ. په وجود کې يې د توان احساس وکړ. مور له کوټې ووتله. څانګې ته يې د ويدېدو سپارښتنه وکړه.

څانګه په کوټه کې له خپل غمي زوی سره يوازې پاتې شوه. د شپې يوولس بجې وې، له ليرې د سپو غپا او پر سړکونو د امبولاسونو د تګ راتګ غږونو  د شپې کراري ماتوله. نور د راکټونو د لګېدو او چاودېدو غږونه نه اورېدل کېدل. څانګه پوهېده چې د مخالفينو راکټونه خلاص شوي. احساس يې وکړ چې هغوی به هم د دې په شانې ستومانه شوي وي. هغوی به ویده کېږي  او سبا به بلې حملې ته راکټونه تياروي، خو دا هېچا ته مالومه نه وه چې بله حمله به کله او په کوم ځای ترسره کوي.

هغې خپل سر په دواړو لاسونو کلک ونیو. ماغزه يې له خبرونو، د راکټونو له ګړز او ګړوزه  او د امبولاسونو له غږونو ډک وو. په غمي يې بړستن سمه کړه چې ساړه يې و نه شي.

په کوټه کې د څانګې له کټ سره جوخت د جامو المارۍ ولاړه وه. هغه له ځايه پاڅېده، د المارۍ دروازه يې خلاصه او جامې يې له نظره تېرې کړې. داسې ښکارېده چې ځانته جامه خوښوي. ټولې ځوړنډې جامې يې له نظره تېرې کړې. یوه جوړه يې راواخيسته او هغه يې د المارۍ پر دروازه وځړوله. د کوټې پردې يې راکش او داسې يې جوختې کړې چې له بهره د کوټې منځ ښکاره نه شي. تلويزيون يې ولګاوه، په هغې کې د افغانستان د مشهورې سندرغاړې، مهوش، سندره خپرېده، خو لږه شېبه لا سندره نه وه خپره شوې چې برېښنا(برق) قطع شوه. څانګې بېرته له کړکۍ نه پردې پورې وهلې. د شپاړسمې سپوږمۍ رڼا خونه روښانه کړه. هغې د تلويزیون پلګ راواېست، د برق سويچ يې هم وواهه پر خپل کټ وغځېده. خوب يې له سترګو الوتی و.

د غمي تک سپين ښايسته مخ د سپوږمۍ رڼا ته لکه ماشوم پرښته داسې ځلېده. څانګې هغه شپه په رڼو سترګو د خپل غمي، زوی، سره تېره کړه. غمی له دنيا نه بې خبر په خواږه خوب پروت و.

 د هماغې شپې په سبا مې بيا څانګه وليده چې د راديو تلويزيون د ودانۍ تر مخ له خړ والګا موټره راکوزه شوه. هغې ماشي کرتۍ او توره لمنه اغوستې وه. له دستکول پرته يې په کيڼ لاس کې څو کتابونه هم  وو. هغې خپل دستکول په اوږه ټينګ کړ، خپلې لمريزې عينکې يې له سترګو ليرې او په خپل سر وټومبلې. مخکې تر دې چې تعمير ته دننه شي، شاوخوا يې ودانيو او سړک ته نظر واچاوه. پر سړک او د شاوخوا تعميرونو پر دېوالونو يې د راکټونو د چرو د لګېدو ژوبلو او کڼد کپر ځايونو ته او د ودانیو د کړکیو د شيشو ماتې شوې ټوټې چې هرې خوا پرتې وې، په ځير ځير وکتل او بيا په بیړه د رادیو تلويزیون تعمير ته دننه شوه.

پای

11/12/2001- کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply