د ناروغيو د تداوي په اړه د پيغمبر (ص) سپارښتنې

محمد نذیر صدیقي

0 952

“عـن اسـامـه بـــن شــريک قال کـنـت عنـدالنبـی (صلی الله عليه وسلم) وجــاءت الا عـراب فـقالـو يـا رسـول الله (صلی الله عليه وسلم) انتـداوي؟ فـقـال نعــم يا عبادالله تــداو وافــان الله عـزوجـل لـم يضـع داء الاوضـع لـه شــفاء غيــر دا‌‎ء واحــد قــالـو امـاهــو؟”

(قال الهرام (مسند امام احمد ۴/۲۷۸، ابن ماجة فی الطب، ابوداود فی الطب)

ژباړه:- اسامه بن شريک (رضی الله تعالی عنه) وايې چې زه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره وم چې څو اطرافی کسان راغلل او ويې ويل يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  ايا مونږ تداوي وکړو؟ رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ورته و فرمايل : هو اې د خدای بندګانو! خدای( جل جلا له) چې څومره ناروغۍ پيداکړي د هغې لپاره يې دواء هم پيدا کړي (بوډاتوب څخه پرته چې هغه دواء نلري).

“عـن جابــر بـن عبـدالله عـن النبـی صـلی الله عليـه وســلـم انه قـال: کل داء فـاذا أصـــيب دوآء بــرأ بــاذن الله عــزوجـل”

 (مسلم ۲۲۰۴ نمبر حديث ۷۷۹ ص)

ژباړه: له حضرت جابر بن عبدالله (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمايلي دي: د هرې ناروغۍ علاج وجود لري کله چې دواء د ناروغۍ سره برابره وي نو الله (جل جلا له) د حکم سره سم هغه ناروغ شفا پيدا کوي.

“عـــن ابــــی هــــريــــرة قـــــال قــــال رســــــول الله (صــــلی الله عليه وسلم): مــا انــــزل الله مـــــــن داء الــــــــه انــــــزل الله لـــــــه شــــــــــفـــاء”

 (بخاری کتاب الطب ۱۲۲۲ ص، ۵۶۷۸حديث، سنن ابن ماجه ۳۴۳۹نمبر حديث)

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: هره ناروغي چې خدای (جل جلا له) په دنيا کې پيدا کړي نو د هغې لپاره يې دوا هم پيدا کړي.

“عـــــن ابـــــی خـــــزامــــة قـــــال قـــــلت يـــــــارســــــــول الله (صلی الله عليه وسلم) آرأيــــت رقـــــی نــســـتــرقيـــــــها، و دوا‌ء نــتـــــداوي بــــــه، ونـــقــــــاة نــتـــقيـــــــها، هـــــــل تـــــردمـــــــــن قـــــــدرالله شـــــــيـــاء؟ فــقـــال: هـــی مــــن قــــدرالله”

 (مسند امام احمد-ترمذی، ابن ماجه)(مشکوه-اج- ۴ص–۹۰نمبر حديث)

له ابوخزامه (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته عرض وکړو چې يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) موږ ستاسې پر وړاندې دمونه کوو، تداوي کوو او پرهيزونه کوو او هغه فایده کوي ايا دا کار زموږ د الهي تقدير سره مخالفت نلري؟  رسول الله (صلی الله عليه وسلم)و فرمايل: همدا د الله (جل جلا له) د تقدير يوه برخه او حصه ده.

“عـــن ابــــــن مســـــــــعود قــــــال قــــــال رســـــول الله (صلی الله عليه وسلم): ان الله عــزوجــــــل لـــم يــــنــــــزل دا‌‎ء الاانـــــزل الله لـــــــه شـــــــــفـــــــاء عــــلــــمــــه مــــــن عـــــمـلــه وجــــــهلـــه مـــــــن جـــــــهلـــه”

 (مسندامام احمد۲۵۸۷ نمبر حديث)

ژباړه:- له حضرت ابن مسعود (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمايلي دي: الله (جل جلا له) داسې ناروغي نه ده پيدا کړي چې د هغې لپاره يې دواء نه وي پيدا کړي پوه شو چا چې پدی ځان پوه کړ او ناخبره پاتې شو چا چي ځان ناخبره کړ.

اياپوهيږئ چې زموږ د وروسته پاتې والي (پسماندګۍ) يوازينۍ لوی لامل څه شی دی؟

هغه د اسلام د سپيڅلی دين څخه زموږ ناخبری ده. په اسلام باندې د مسلمانانو ناپوهي ډير ځله له هغوی څخه د داسې چارو د کېدو سبب ګرځي چې اسلام د دښمنانو فعل او عمل وي د دغو ناپوهو مسلمانانو د ناوړه کړو وړو په سبب اسلام او مسلمانانو ته بدرد ويل کیږي او په دې بهانه د اسلام په نجات ورکوونکو لارښونو باندې پرده اچوي او د اسلام وروسته والی په اسلام باندې د ناپوهې په سبب دی نه دا چې موږ اسلام شاته غورځولي يوو او د اسلام څخه ليرې والی مسلمانان د دې اوسنۍ وضعې سره مخامخ کړي دي.

اسلام د هر ډول وسوسو، خرافاتو، غلطو عادتونو، رواجونو او بدعتونو څخه پاک دی، دا څرګنده خبره ده چې فقر، غربت او ناداری انسان جهل، تيارکۍ او ناپوهۍ خوا ته ټيل وهي او بيا ناچاري او ناپوهي دواړه ډيرکله انسان د ناروغيو منګولو ته سپاري، د جهل او ناپوهې څخه زمونږ مقصد يوازې لغوي امي توب او له ليک لوست څخه بې برخې توب نه بلکې په اسلام او اسلامي فقه باندې پوره ناپوهي او بی خبري ته ويل کیږي.

((لا تر اوسه د اوسني عصر ډير مسلمانان له هغې الهي پيغام  څخه ناخبره دي چې الله (جل جلا له)استازي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) راوړي دي. ددغه جهل او ناپوهۍ يوه بيلګه  همدا اوس د کرونا ويروس  فاجعه ده ، چې زمونږ  د ټولنې باسواده قشر يې هم بابيزه ګڼي ، سرتمباګي کوي ، د کرونا ويروس د مخنيوي سپارښتنې يې له پامه غورځولي دي او نه يې عملي کوي. زيات مسلمانان د ناروغۍ په وخت کې له درملو څخه ډډه کوي، ښه به ګوري چې له ناروغۍ څخه ځوريږي خو ډاکټر ته به نه ورځي او نه غواړي چې په ډاکټر خپله ناروغي معالجه او معاينه کړي او يايې له مشورې څخه استفاده وکړي دا څه کار د څه لپاره کوي؟

ځينې ددې لپاره ډاکټر ته نه ورځي چې اصلاً فقر او غربت يې لاسونه ورتړلي وي او ځينې بيا پدې خاطر نه ورځي چې اصلاً دوی فکر کوي چې دا کار د اسلام سره مخالف دی او الله (جل جلا له) رضا لاسته راوړي.

دا خبره سمه ده چې الله (جل جلاله) شفا ورکونکی دی او هيڅ مومن پدې کې شک او شهبه نلري خو داکار د بنده کوښښونوته  پريښودل شوی الله (جل جلا له) هغه ته عقل ورکړی چې په کارونو کې غور او فکر وکړي.))

آيا دناروغی تداوي کول په خپله د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) آمر ندی؟

هو! ولې نه د ناروغۍ تداوي کول د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) امر دی، کوم مسلمانان چې د ناروغۍ په وخت کې دا خبره کوي پدی کې شک نشته چې چ هغه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  احاديث نه دي لوستلي کوم چې مونږ مخکې د هغو يادونه وکړه که چيرې هغه دا احاديث اوريدلي وای نو بيا به يې داسې نکول ځکه الله (جل جلا له) هر مسلمان پدې مکلف کړی چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) اطاعت او پيروي وکړي او مسلمانان يوازې هغه وخت کاميابيدلی شي چې کله د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په احکامو عمل وکړي هغه ناروغ چې ډاکټر ته د ورتګ څخه ډډه کوي پدی سره هغه د اسلام د لارښونو مخالفت کوي ځکه الله (جل جلا له) داسې ناروغي نده پيداکړي چې د هغې لپاره يې دوا نه وي پيدا کړي. کوم بنده چې د خدای (جل جلا له) او د هغه د رسول (صلی الله عليه وسلم) سره مينه او محبت لري او د هغوي رضا حاصلو د ناروغۍ په وخت کې د خپلې شفا او روغتيا لپاره ډاکټر ته ورځي، د هغه په مشوره دوا خوري د هغوی د وينا مطابق عمل کوي، ځکه هغوی د ناروغيو په هکله علم او تجربه لري او همدا يې تخصص دی، مسلمان بايد د ډاکټر د دوا او مشورې سره سره په هر وخت کې په الله (جل جلا له)  باندې توکل وکړي، مسلمان هيڅ وخت کې د خدای (جل جلا له) د رحمت څخه نا اميده کیږي، د هرې ناروغۍ دارو شته او په خپله دوا د اميد يوه دروازه ده، چې د هر ناروغ لپاره خلاصه ده نو بيا ولې ځينې مسلمانان ډاکټر ته له تللوڅخه ډډه کوي سره لدې چې په دغو مبارکو احاديثو کې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مونږ ته د تداوي امر کړيدی، اسلام مسلمانانو ته قوت وربخښي، مسلمان بايد قوي او غښتلي وي. په دی اړه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) يوحديث دی.

عن ابی هريرة (رضی الله تعالی عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم):

“الــمـــوءمــــن الــقــــوي خــيـــــرواحـــب الــــــــــی الله مــــــــــــن الــــــــمــــوءمـــــن الـــضــعــــيـــف”

(مسلم شريف ۱۰۰۴ص، ۲۶۶۴ نمبرحديث)

په ناپوهۍ او بې پروايۍ کې قوت نشته ، قوت په دې کې دی چې د اسلام د لارښوونو سره سم رفتار وشي د ناروغيو درملنه وشي او روغتيا ساتنې ته پاملرنه وشي په اوسني وخت کې که څوک کومه ناروغي هم ونه لري خو چې د چا څومره وسه رسيږي بايد وخت په وخت ډاکتر ته ولاړ شي او لږ تر لږه خو په کال کې يو ځل خپل ځان ډاکترته وښيي ترڅو د هرې ناروغۍ مخه ونيول شي، او له هر ډول ناروغيو څخه خوندې پاتې شو.

د پورتنی حديث ژباړه داسې ده. له حضرت ابوهريرة (رضی الله تعالی عنه) څخه روايت دی. چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي:

قوي موءمن الله (جل جلاله) ته تر  کمزوري موءمن غوره او محبوب دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply