ډاکټران وایي یادو کسانو سخت وهلي دي چې سر او لاسونه یې هم د ځینو مات شوي دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدلوالي سهي هم مني چې یاد ډاکټران وهل شوي دي او وایي له څېړنو وروسته به له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې له ډاکټرانو سره یې فزیکي بر خورد کړی.

چارواکو د پولیسو او پېښې د نورو عاملینو د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړي.