د کرونا په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې رښتیاوې

ژباړن: عصمت الله شینواری

0 1,113

د کرونا اړوند مې د روغتیا نړیوالې ټولنې رښتیاوې (د افسانو پر خلاف حقیقتونه – Myth Busters) راژباړلي دي چې یادې ټولنې په خپله پاڼه د عامو خلکو د لاښوونې په پار دغه رښتیاوې خپرې کړي دي.

یادښت: هیله ده، دغه لیکنه غږیزې او انځوریزې رسنۍ هم خپره کړي چې د کرونا په اړه خپرو شویو افسانو په تړاو مو هېوادوال خبر شي.

– د کرونا ناروغۍ د مخنیوي یا درملنې لپاره کوم ټاکلي درمل شته؟
تر ننه (2020/5/1) پورې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي یا درملنې لپاره ټاکلي درمل نشته. خو بیا هم که څوک پر کرونا اخته وي، نو د ناروغۍ د ښکاره شویو نښو ((ټوخي، تبې، والګي، غړو درد، سر درد، ستوني درد، د ستوني وچوالي او …)) درملنه دې وکړي او هغه چې ناروغي پرې سخته شوې، باید ځانګړې پاملرنه یې وشي. ځینې ځانګړې درمل څېړل کېږي او په کلینیکي دورو کې به وازمایل شي. ر. ن. ټ. (روغتیا نړیواله ټولنه) د درمل پیدا کولو په برخه کې له هر ډول څېړنې او پرمختګ ملاتړ او مرسته ورسره کوي.

– د انټي بیوټېک درمل د کرونا په درملنه او یا ورڅخه په مخنیوي کې اغېزناک دي؟
نه! انټي بیوټېک درمل یوازې د بکټریا په وړاندې کار ورکولی شي، د وایرس په وړاندې نه. د کرونا وایرس دغه نوې بڼه (کووېډ نولس) یو وایرس دی، نو انټي بیوټېک درمل باید د دې ناروغۍ د مخنیوي یا درملنې په پار ونه کارول شي. که چېرته تاسې پر کرونا اخته شئ او رنځپوه درته انټي بیوټېک درمل درکړي، نو شونې ده چې تاسې هممهاله پر کومې بکټریایي ناروغۍ هم اخته یئ.

– کرونا زاړه خلک نیسي که ځوانان یې هم په وړاندې حساس دي؟
کرونا وایرس د هر سن انسان نیسي. زاړه خلک او هغه چې له مخکې ځینې روغتیایي ستونزې ولري (لکه سابندي، شکره، د زړه ناروغۍ)، نو د دغسې خلکو حالت بیا ورخرابولی شي. ر. ن. ټ. د هر سن خلکو ته لارښوونه کوي چې له وایرسه د ځانساتنې په پار ګامونه واخلي، لکه د لاسونو او سا (تنفس) ښه روغتیایي پالنه دې وکړي.

– د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د ووږې خوړل اغېزناک دي؟
ووږه له ښو روغتیایي خوړو څخه ده چې کېدی شي ځینې مېکروب ضد مواد ولري. خو تراوسه پورې دا نه ده سپینه شوې چې د ووږې خوراک، خلک د کرونا وایرس له ناروغۍ ژغورلي وي.

– په مالګوبي (مالګې محلول) د پزې بیا بیا کنګالول د کرونا وایرس مخه نیول کېږي؟
نه! تراوسه دا خبره نه ده سپینه شوې چې په مالګوبي د پزې بیا بیا کنګالول دې د کرونا وایرس مخه ونیسي. خو په مالګوبي د پزې بیا بیا کنګالول عادي والګی ژر رغوي او دا خبره هم تر ننه پورې نه ده سپینه شوې چې په مالګوبي د پزې کنګالول د ساییزو (تنفسي) ناروغیو مخه نیسي.

– د نیومونیا (د سږو پړسوب) واکسین خلک له کرونا ناروغۍ ژغورلی شي؟
نه! د نیومونیا واکسین لکه نیوموکوکل واکسین او اېچ. ای. بي واکسین (هېموپیلوس بي ډوله انفلونزا واکسین) تاسې له کرونا ناروغۍ نشي ژغورلی. کرونا وایرس ډېر نوی او له نورو وایرسو بېل ډول دی، نو ځکه خپلو واکسینو ته اړتیا لري. څېړونکي د واکسینو پر جوړولو لګیا دي او ر. ن. ټ. د دوی د هڅو ملاتړ کوي.

– د کرونا ناروغ پر بدن د الکولو او کلورینو سپرۍ کول په بدن کې دننه کرونا وایرس وژني؟
نه! ستاسې بدن ته ننوتلي وایرسونه په دې سره نه مري چې تاسې پر بدن د الکولو او کلورینو سپرۍ وکړئ. پر ټول بدن سپرۍ کول سترګو، خولې او ځینو نورو برخو ته خطر پېښوي. خو په دې هم وپوهېږئ چې الکول او کلورین پر وایرس ککړ شیان پاکوي او وایرس وژني، خو باید مناسب وخت کې وکارول شي.

– پر کرونا اخته خلکو په مالومولو کې د تبې مالوموونکي سکېنرونه څومره اغېزناک دي؟
د تبې مالوموونکي سکېنرونه د هغو خلکو په مالومولو کې ډېر اغېزناک دي چې پر کرونا اخته کېدو له کبله تبې نیولي وي (یانې د بدن د تودوخې کچه یې له نورمال لوړه وي). دغه اله هغه خلک نه مالوموي چې پر کرونا اخته وي او تبې نه وي نیولي. ځکه هغه خلک چې کرونا وایرس یې بدن ته ننوځي، له دوو تر لسو ورځو پورې وخت پکې لګېږي چې وایرس ځان ټینګ او ناروغي نښې (لکه تبه) ښکاره کړي.

– د بنفشه یي وړانګو بې اغېزې کوونکی څراغ (Ultraviolet Disinfection Lamp) کرونا وایرس وژلی شي؟
تاسې باید خپل لاسونه یا هم د بدن کومه برخه د بنفشه یي وړانګو بې اغېزې کوونکي څراغونو ته ښکاره نه کړئ چې یاد څراغونه خپلې وړانګې پرې  واچوي، ځکه چې بنفشه یي وړانګې د پوستکي د حساسیت (لړمې کېدلو) لامل کېږي.

– لاس وچوونکي د کرونا وایرس په وژلو کې اغېزناک دي؟
نه! د لاسونو وچوونکي د کرونا وایرس په وژلو کې اغېزناک نه دي. که غواړئ چې له یادې ناروغۍ په امان شئ، نو په الکولو او یا هم سابون او اوبو سره خپل لاسونه بیا بیا پرېمنځئ. کله چې مو لاسونه پاک کړل، نو بیا یې په کاغذي دسمال وچ کړئ او یا یې په یوه ګرم وچوونکي سره وچ کړئ.

– د غوماشي په چیچلو کرونا وایرس نه لېږدي.
تر نن ورځې (2020/5/1) پورې په دې تړاو مالومات نه شته او نه دا خبره سپینه شوې ده چې کرونا وایرس د غوماشو په وسیله هم لېږدي. د کرونا وایرس دغه نوی ډول یې یو ساییز (تنفسي) وایرس دی چې پرې ککړ تن د ټوخېدلو یا پرنجېدلو سره د کوچنیو څاڅکو یا پرخو د راوتلو له کبله خپرېږي او یا هم پر کرونا اخته تن د خراشکي یا لاړو او ګړنګو په وسیله هم خپرېږي. د ځانساتنې په پار خپل لاسونه بیا بیا په الکولو او سابون ومینځئ. همدارنګه له هغو خلکو لرې اوسئ چې ټوخېږي یا پرنجېږي.– په تودو اوبو لامبل د کرونا مخه نه نیسي.
په تودو اوبو ځان مینځل تاسې د کرونا له ناروغۍ نه ژغوري. ستاسې د بدن نورماله تودوخه د سانټي ګرېډ 36.5 یا 37 درجې ده، نو که هر څومره په ګرمو اوبو ولامبئ، ستاسې د بدن تودوخه هماغسې نورماله پاتېږي. هو رښتیا! شونې ده چې په ډېرو تودو اوبو لامبل ستاسې بدن وسوځوي. له کرونا وایرس د ځانژغورنې له ټولو غوره لیاره په سابون د لاسونو بیا بیا مینځل دي. دغسې تاسې هغه وایرس ختموئ چې ستاسې پر لاسونو شته او هغه ګواښ هم ختموئ چې که ککړ لاسونه سترګو، پزې او خولې ته یوسئ، نو پر کرونا به اخته شئ.

– یخه هوا او واوره د کرونا وایرس نه وژني.
د دې خبرې هېڅ دلیل نشته چې یخه خوا د کرونا وایرس یا کومه بله ناروغي وژلی شي. د انسان د بدن نورماله تودوخه د سانټي ګرېډ 36.5 یا 37 درجې ده، نو که د بهر هوا هر ډول وي، ستاسې د بدن تودوخه په خپل حال پاتېږي.

– د کرونا وایرس په نمجنو او تودو سیمو/هواوو کې هم لېږدي.
له سپیناوي (ثبوت) سره سره، د کرونا وایرس دغه نوې بڼه له نمجنو او تودو سیمو په ګډون په هره سیمه کې یو بل ته لېږدي. د یوې سیمې هوا په پام کې نیولو پرته که چېرته پر کرونا ککړې سیمې کې اوسئ یا ورته ور درومئ، نو د ژغورنې تدابیر مو ونیسئ. له کرونا وایرس د ځانژغورنې له ټولو غوره لیاره په سابون د لاسونو بیا بیا مینځل دي. دغسې تاسې هغه وایرس ختموئ چې ستاسې پر لاسونو شته او هغه ګواښ هم ختموئ چې که ککړ لاسونه سترګو، پزې او خولې ته یوسئ، نو پر کرونا به اخته شئ.

– د الکولو څښاک مو له کرونا نه شي ژغورلی، بلکې ګواښوونکی دی.
د الکولو بیا بیا یا بېخرته څښل ستاسې روغتیایي ستونزې زیاتوي.

– له ټوخي یا ناارامۍ پرته د لسو ثانیو یا زیات وخت لپاره د اخیستې سا په سږو کې ایسارول، په دې مانا نه دي چې ګوندې تاسې پر کرونا یا د سږو پر بلې ناروغۍ اخته نه یاست.
د کرونا وایرس ډېرې عامې نښې وچ ټوخی، ستړیا او تبه ده. شونې ده په ځینو خلکو کې نورې سختې ناروغۍ وزېږوي، لکه نیومونیا (د سږو پړسوب). پر کرونا د اخته کېدو یا نه اخته کېدو د مالومولو لپاره غوره لیاره لابراتواري ازمایښت (ټسټ) دی. تاسې په دغه ساییز (تنفسي) کړاو سره دغه ناروغي تاییدولی یا ردولی نه شئ او کېدی شي دغه کړاو ستاسې روغتیا وګواښي.

– تاسې له کرونا رغېدی شئ. پر کرونا اخته کېدل په دې مانا نه دي چې ټول عمر به پرې اخته یئ.
پر کرونا اخته خلکو څخه یې ډېری رغېږي او په خپل بدن کې د کرونا وایرس ختموي. که چېرې تاسې پر یادې ناروغۍ اخته شوئ، نو په سمه توګه د یادې ناروغۍ د نښو درملنه وکړئ. که چېرې مو ټوخی، تبه او د سا اخیستو ستونزې ودرلودې، نو پر وخت له روغتیایي کارکوونکو سره ووینئ، خو لومړی ورته په مبایل زنګ ووهئ. زیات ناروغان رغېږي، مننه له روغتیایي مرستندویانو څخه.

– لمر او یا د پنځه ویشت سانټي ګرېډ څخه پورته توده هوا د کرونا ناروغۍ مخه نه شي نیولی.
پر کرونا هر وخت اخته کېدی شئ، که هر څومره ورځ لمریزه او هوا ګرمه وي. هغو هېوادونو هم د کرونا پېښې تایید کړي چې ډېره ګرمه هوا لري. له ناروغۍ د ځانساتنې لپاره مو لاسونه په سمه توګه بیا بیا ووینځئ او سترګو، خولې او پزې ته لاسونه مه ور وړئ.

– پنځه جي 5G موبایل شبکې کرونا (کووېډ نولس) نه خپروي.
وایرسونه د راډیویي څپو یا موبایل شبکو په وسیله نه لېږل کېږي. کرونا ناروغي په هغو هېوادونو کې هم خپره شوې/خپرېږي چې پنځه جي 5G موبایل شبکې نه لري. د کرونا ناروغي له یوه اخته تن څخه د ټوخي، پرنجي او خبرو پر مهال د ساییزو (تنفسي) کوچنیو څاڅکو یا پرخو په وسیله نورو ته خپرېږي او همدارنګه پر دې ناروغۍ په دې ډول هم خلک اخته کېدی شي چې پر دې وایرس ککړ شي ته لاسونه وروړي او بیا هغه ککړ لاسونه سترګو، خولې او پزې ته یوسي.

– د میتانولو، ایتانولو یا بلیچو څښل د کرونا وایرس مخه نه نیسي او کېدی شي روغتیا مو وګواښي.
میتانول، ایتانول او بلیچ زهر دي. د دغو شیانو څښل به مو روغتیا نیمګړې کړي او یا به ومرئ. کله کله میتانول، ایتانول او بلیچ په وایرس ککړو شیانو پاکولو لپاره پکارېږي، خو باید ونه څښل شي. ستاسې بدن ته ننوتلی وایرس د دغو شیانو په څښلو نه مري، بلکې ستاسې د بدن داخلي غړي زیانمنوي. له وایرسه د ځانژغورنې په پار په نري شویو بلیچو یا الکولو هغه شیان ومینځئ چې بیا بیا مو ورسره لاس لګېږي.

– پر بدن د بلیچو یا بل بې اغېزې کوونکي شي سپرۍ کول تاسې له کرونا نه ژغوري، بلکې ستاسې روغتیا ګواښي.
بلیچ یا کوم بل بې اغېزې کوونکی شی پر بدن مه سپرۍ کوئ او مه یې څښئ. دغه شیان زهري دي او تاسې له نورو روغتیایي ستونزو سره مخ کوي. بلیچ او بلیچو ته ورته نور شیان یوازې د لوښو او نورو شیانو د پاکولو لپاره کارېږي. مه هېروئ چې کلورین یا بلیچ او هر بل بې اغېزې کوونکی شی له ماشومانو خوندي وساتئ.

– کرونا ناروغي د مچانو په وسیله نه لېږدي.
تر نن ورځې (2020/5/1) پورې نه په دې تړاو مالومات شته او نه دا خبره سپینه شوې ده چې کرونا وایرس د مچانو په وسیله هم لېږدي. د کرونا وایرس دغه نوی ډول یې یو ساییز (تنفسي) وایرس دی چې پرې ککړ تن د ټوخېدلو یا پرنجېدلو سره د کوچنیو څاڅکو یا پرخو د راوتلو له کبله خپرېږي او یا هم پر کرونا اخته تن د لاړو او ګړنګو په وسیله هم خپرېږي. د ځانساتنې په پار خپل لاسونه بیا بیا په الکولو او سابون ومینځئ. همدارنګه له هغو خلکو لرې اوسئ چې ټوخېږي یا پرنجېږي.

– په ښوروا یا نورو خوړو کې د مرچک اچول د کرونا ناروغۍ مخه نه نیسي او نه پرې د دې ناروغۍ درملنه کېږي.
تریخ مرچک که هر څومره خواړه خوندور کړي، خو د کرونا ناروغۍ مخه نه نیسي او نه پرې د دې ناروغۍ درملنه کېږي. له دې ناروغۍ د ځانساتنې غوره لیاره دا ده چې له نورو څخه لږ نه لږ یو متر لرې اوسئ او لاسونه مو بیا بیا ووینځئ. ستاسې د روغتیا لپاره غوره ده چې ښه او مناسب خواړه وخورئ; اوبه او نور بهېدونکي (مایعات) وڅښئ; ورزش وکړئ او ښه خوب وکړئ.

– د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره تر اوسه پورې تایید شوي درمل نشته. 
که څه هم ډېری درمل ازمایل کېږي، خو بیا هم دا خبره نه ده سپینه شوې چې هایدروکسي کلوروکوین (د ملاریا درمل) یا کوم بل ډول درمل دې د کرونا ناروغۍ مخنیوی یا درملنه وکړي. د هایدروکسي کلوروکوینو (د ملاریا درملو) ناسم کارول د نورو خطرونو او ناروغیو او حتا د مړینې لامل کېدلی شي. ر. ن. ټ. د هغو هڅو پر همغږۍ لګیا ده چې د کرونا ناروغۍ پر درمل جوړولو روانې دي.

پای: د کرونا ناروغۍ په تړاو د روغتیا نړیوالې ټولنې پورته یادې شوې رښتیاوې د روغتیا نړیوالې ټولنې په برېښنایي پاڼې کې خپرې شوې وې. شونې ده، نورې رښتیاوې هم خپرې کړي، خو د 2020 زېږدیز کال، مۍ میاشتې تر دویمې نېټې پورې خپرې شوې رښتیاوې یې ټولې په دې لیکنې کې پښتو ته وژباړل شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply