دوستم که مارشال هم شي له عدالت څخه معافیت نشي ترلاسه کولای

0 883

د ولسمشر غني له خوا دوستم ته د مارشال کیدو فرمان نن لاسلیک شو.

  په  تیرو ۲۰کلونو کې دا دویمه د مارشالۍ رتبه ده چې د حکومت د مشرانو له خوا د تنظیمي جګړو دوه قومندانانو ته ورکول کیږي.

 شیبه مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه. د دې هوکړې له مخې عبدالله په واک کې شریک شوی او ملاتړي یې په حکومت کې شریک شوي دي.

د هوکړې بله برخه جنرال دوستم ته د مارشالۍ ورکول دي چې د عبدالله عبدالله یو شرط و او د ولسمشر غني له خوا منل شوی دی.

جنرال دوستم چې د ولسمشرۍ په تیره دوره کې د ولسمشر لومړی مرستیال و  د بشري حقونو د سرغړونې له تورونو سره مخ دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون  وایي په هره سیاسي معامله کې نه باید د خلکو بشري حقونه له پامه ولوېږي.

د دغه کمیسیون ویاند وایي: “پر عبدالرشید دوستم تورونه پورې دي، هغه هم د بشري حقونو د سرغړونې تورونه چې ښاغلي ایشچي پرې پورې کړي، ښه ده چې حکومت دې برخه کې کار وکړي او خلکو ته معلومات ورکړي، له دې سره به موږ هم ډاډه شو چې د بشري حقونو سرغړونه نه‌ده ترسره شوې.”

ښاغلی دوستم تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې یې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي تښتولی چې وروسته‌یې تاوتریخوالی ورسره کړی او جنسي تېری یې پرې کړی. دوستم دا تورونه رد کړي او بې‌بنسټه یې بللي دي.

که څه هم ښاغلی دوستم تر اوسه په دې اړه محکمې ته هم نه‌دی حاضر شوی، خو دوه کاله وړاندې یې اته ساتونکي په همدې قضیه کې په بند محکوم شول.

د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي په دې وروستیو کې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته په یوه سرخلاصي لیک کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکړې نیوکه وکړه.

بکتاش ایشچي تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړی و، هغه ویلي، درې کاله‌یې صبر وکړ چې د حکومت په مشرتابه کې له بدلون سره د ښاغلي دوستم محاکمې او مجازاتو ته زمینه برابره شي.

هغه وویل: “په خواشینۍ سره چې زما د پلار له قضیې سره سیاسي چلند شوی او تر اوسه نه‌ده څېړل شوې، کوم کسان چې د محکمې له‌خوا محکوم شوي، تر اوسه ازاد ګرځي، حکومت د دې وس نه‌لري چې دې قضیې ته رسیدګي وکړي.”

نوموړی وایي، دوی د دوستم په وړاندې پر افغانستان سربېره د هالند په هاګ نړیواله محکمه کې هم دوسیه پرانیستې ده.

خو حقوق پوهان وایي له عدالت څخه څوک معافیت نه شي حاصلولای هغه که په هره رتبه ونومول شی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وایي :  : “د افغانستان د قوانینو له مخې د ولسمشر په ګډون هېڅوک د عدالت په وړاندې معافیت نه‌لري، موږ افغانستان کې عمومي او اختصاصي محاکمې لرو چې ځانګړې محکمې د ولسمشر، وزیرانو، د سترې محکمې د غړو او عسکري مسایلو لپاره داېرېږي، یعنې دغه کسان په بېلابېلو بهیرونو کې د محکمې او عدلي تعقیب وړ دي.”

ښاغلی ستانکزی زیاتوي، د افغانستان په حقوقي او عسکري قانون کې د مارشالۍ رتبه هېڅ نه‌شته او د ده په خبره، دا تر ډېره د درناوي لقب دی چې د سیاسي دلایلو له مخې بېلابېلو سیاسي دورو کې خلکو ته ورکول شوی.

 نوموړی وایي، د افغانستان په عسکري قانون کې تر ټولو لوړه رتبه ستر جنرالي ده.

 تر دې مخکې  شاولي خان او محمد قسیم فهیم ته هم د مارشالۍ رتبې ورکړل شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply