طالبان د وحشت نوي ډولونه ازمايي

سید عبدالله پاچا

0 656

د دوشنبې سهار د غزني جغتو ولسوالۍ پر سړک طالبانو د سراچه موټر کې سپاره درې ملکي وګړي او دوه پولیسو چې کور ته په رخصتۍ روان و، له موټر ښکته کړي، شهیدان کړي او بیا یې جسدونو ته اور ورته کړی دی.

دا خبر د دوشنبې سهار له عکسونو سره خپور شو، خو ځینو نه منه چې ګنې طالبان به دومره وحشې شوي نه وي.

خو د دوشنبې په ورځ ناوخته طالبانو یوه اعلامیه ومنله چې جغتو ولسوالۍ کې یې پنځه کسان یو موټر کې سوځولي دي.

طالبان دومره سپين سترګي دي چې د اعتراف سربیره یې ویلي چې دا کسان یې قصدا نه دي سوځولي، بلکې په راکټ یې ویشتلي او سوځیدلي دي.

دا یوه کوچنۍ بیلګه ده چې رسنیزه شوه، طالبان هره ورځ تر دې سخت او بد وحشتونه کوي، خو د رسنیو او خلکو له سترګو پنا وي.

تر دې وړاندې زابل کې طالبانو یوه پوسته سقوط کړې وه، سرتېري یې شهیدان کړي و، بیا يې ټوله پوسته کې پټرول اچولی و او ټول جسدونه یې د سرتېرو سوځولي و.

داسې ورته نورې پېښې هم شته چې طالبانو د افغان ځواکونو یا ملکی وګړو جسدونو باندې نخرې کړي دي.

ارزګان کې د کمانډو ځواکونه څو سرتېرو باندې په مړینه دومره ډزې کړې وې، چې د هغوی جسدونه یې پاش پاش کړي و.

زموږ مبارک اسلام دین کې د هیڅ انسان د جسد سپکاوی نشته، په اور سوځول خو الله پآک ویلي چې زما کار دی او نور څوک نه شي کولی چې انسان په اور وسوځوي.

خو طالبان د خدای او د رسول د ټولو حکمونو سرغړونکي داسې وحشتونه کوي چې د اسلام په تاریخ کې نه دي شوی.

طالبان چې یوه وحشي ډله باندې بدله شوې، د خپلو ګټو لپاره هر هغه کار کوي چې اسلامیت او انسانیت ترې شرمیږي.

یانې له دې یې مالوم کړئ چې طالبان څنګه خپلې جګړې ته توجیه پیدا کوي، څنګه خپل وحشي عملونو ته جوازونه ګوري.

دا اسلام چې طالبان يې مخکې لري او ګټه ترې پورته کوي، دا اسلام نه دی، افغانان په خدای او په رسول باور لري او هغه اسلام چې طالبانو مخکې کړی، هغه د خدای او د رسول لار نه ده.

وحشت او جنایت هیڅ زموږ په دین کې ځای نه لري، زموږ دین د سولې دین دی، افغان حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دوه میاشتې دې ډلې ته په تمه و چې له جګړې به لاس واخلي او سوله به وکړي، خو بیا هم دې ډلې د ای ایس ای په امر باندې سولې ته زړه ښه نه کړی او جګړه باندې تمرکز وکړ.

طالب یو بې دینه ډله ده چې د دین لپاره یواځې جاهله خلک تیرباسي او جګړې پرې کوي، د دې جګړې له درکه د طالبانو مشران او قومندانان زیاتې پيسې لاس ته راوړي او ځان لپاره یې پرې ښه ژوند برابر کړی او زیاته پانګونه یې کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply