افغان حکومت: د اروپایي ټولنې د وروستي تصمیم هرکلی کوو

0 675

 

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان حکومت د اروپایي ټولنې د وروستي هغه تصمیم هرکلی کوي، چې پر اساس دې ټولنې د سولې، امنیت، ثبات، ولسواکۍ، هوساینې او ځان بسیاینې ته د دې هیواد د رسېدو په اړه په خپلې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی دی.

اروپایي ټولنه وایي، په راتلونکې کې خپل سیاسي او مالي ملاتړ د جمهوري او ډیموکراتیکو اصولو او ارزښتونو په ساتنې او د هغو پر لا زیات تقویت پورې مشروطوي. دوی ویلي، که طالبان بېرته امارت راوګرځوي یا په دې فکر کوي، نو پوه دې شي، چې اروپایي ټولنه ورسره په هغه صورت کې مرسته نه کوي.

پردې سربېره، ویل شوي چې اروپایي ټولنه په یوې داسې سیاسي هوکړې چې د مذاکراتو له لارې ترلاسه شي او د دوامداره سولې او مصالحې لامل شي، د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له وړاندې ډېرې غښتلې کړي، سمدستي بین الافغاني مذاکراتو پیل شي او اوربند وشي، ټینګار کوي.

افغان حکومت د اروپایي ټولنې د دې تصمیم هرکلی کړی دی او ویلي یې دي د ګډو ارزښتونو د تقویت او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو ستراتېژي په خپل ځای ده او دغه تلپاتې او دوامداره مرستې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره موږ د پخوا په پرتله لا زیات ژمن کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply