Clinical Imagingکلينیکي تصوير

ژباړن: ډاکټر محمد فريد بزګر

0 1,196

د کرونا ویرس ناروغۍ -19 (COVID-19) کې د انتقال وړ سینې ایکسرې (Portable chest X-ray): یو انځوریزه کتنه

۱- شيش مځکه  کثافتونه یا Ground glass densities (GGO)

د سږوایکسری (CXR)  د CT په پرتله د COVID-19 د سږو ناروغۍ په تشخیص کې لږ حساس حالت لري، د ورکړل شوو راپورونو له مخې CXR حساسیت ٪69. دی [4]. د COVID-19 ترټولو عام راپور شوي CXR او CT موندنو کې د سږو سختېدل (consolidation) او د ځمکې شیشې مکدریت (ground glass opacities) شامل دي2.

شيش مځکه کثافتونه په CT کې لیدل کیدی شي اکثرا یو اړونده تړاو لري چې په CXR کې يې پیدا کول خورا ستونزمن وي (لومړی او دوهم عکس/ Fig. 1Fig. 2)

Fig. 1

Portable CXR (left) with vague hazy densities in the right upper lobe (white arrow) which correspond to ground glass opacities (black arrow) on coronal image from contrast enhanced CT (right) performed the same day.

لومړی عکس- د ټټر د انتقال وړ ایکسری (کيڼ)  په ښیې پورتنۍ لوب (سپین غشی) کې مبهم وريځ ډوله (vague hazy) کثافتونه چې د شيش مځکې خړپړتیا/مغشوشيت (تور غشی) سره مطابقت لري په تاجي (coronal) تصوير کې چې په CT (ښي لاس ته عکس) کې د کنټراسټ ډیروالی ليدل کېږي په همهغه ورځ.

Fig. 2

CXR (left) with patchy peripheral left mid to lower lung opacities (black arrow) corresponding to ground glass opacities (white arrow) on coronal image from contrast-enhanced the contemporaneous chest CT (right).

دوهم عکس- د ټټر په ايکسری CXR (کيڼ اړخ ته) کې کوچنۍ محیطي  د کيڼ وسط نه تر د سږو لاندينۍ خړپړتیا پورې (تورغشی) د شيش مځکې مکدريت سره تړاو لري (سپین تیر) په تاجي عکس کې د ډیر شوي کانټرسټ د معاصر CT څخه (ښي لوري ته)

ډیری وختونه ، شبکه يي خړپړتياوې چې د شيش مځکې (GGO) د ضعف ټکي ورسره دي، په سټنډرډ (CXR) کې په اسانۍ د ليدلو وړ دي (دريم عکس).

Fig. 3

CXR (left) with reticular and hazy left lower lobe opacities (black arrow) in a patient with COVID-19. Similar findings are present on the coronal CT from the same day (right).

دريم عکس- CXR (کيڼ اړخ ته) په کيڼ لانديني لوب کی د مبهمو او نوکي لرونکو وریځو ته ورته خیالونه (تور غشی) د کويد-۱۹ یو ناروغ کې. ورته موندنې همهغه ورځ په تاجي CT کې ښکاري (ښي اړخ ته)

د ټټر په ایکسری (CXR) کې مبهم کدورتونه کیدای شي ځینې وختونه خواره وي، کیدی شي په ځینو مواردو کې ننګونکي وي(Fig. 4 ).

Fig. 4

CXR (left) with subtle ill-defined hazy opacities in the right (black arrows) greater than left lungs in a patient with COVID-19. Findings are easier to appreciate on subsequent CT the same day (right).

څلورم شکل-د ټټر ایکسری CXR (کيڼ اړخ) د مبهمو کدورتونو سره چې واضح تعریف شوی نه دی د COVID-19 ناروغ کې ښي لوري ته (تور غشي)  ډیر دي نسبت کيڼ سږي ته. د CT سره په مقایسه کولو له همهغې ورځې وروسته (ښي اړخ ته)، مندنې اسانېږي.

۲- د ښکتني لوب دوه اړخيزه سختوالی (Bilateral lower lobe consolidations)

د ټولنې نه ترلاسه شوي باکتریايي نیومونیا په خلاف، کوم چې یو طرفه وي او یو واحد لوب پکې شامل وي [5] ، COVID-19 او نورو ویروسي نیومونیاوې معمولا د سږو له یو څخه ډیرو لوبونو کې مکدريت توليدوي. د ټټر په ایکسری يا CXR کې د ملټي فوکل  هوا فضا(multifocal air-space) ناروغي پېژندل کېږي د COVID-19 نیومونیا لپاره د پام وړ نښې کیدی شي. د COVID-19 لومړیو تحقیق کونکو موندلي چې د هوا فضا ناروغي په سږو کې توزيع ته لږ تمایل لري او اکثرا دوه اړخیز وي(Fig. 5 ).

Fig. 5

Six different patients with varying degrees of COVID-19 pneumonia predominantly involving the lower lung zones (black arrows) bilaterally on CXR.

پنځم شکل: شپږ مختلف ناروغان چې د COVID-19 نمونیا مختلف درجې لري په ځانګړي ډول د ټټر په يکسری یا CXR کې د سږو دوه طرفه لاندينۍ برخې په کې شاملې دي (تور تیر).

۳- د محیطي هوايي خاليګاه خړپړتیا (Peripheral air space opacities)

د COVID-19 نمونیا یوه ترټولو ځانګړې او یو څه مشخصه بڼه په لوړه فريکونسۍ د محیطي سږو شمولیت دی، اکثراً د سږو د نورو التهابي پروسو لکه د organizing pneumoniaپه څیر وي.  Chung et al.راپور ورکړی چې د ټټر د CT په ۳۳٪ پېښو کې محیطي سږي شامل دی[2]  او Ng et al. راپور ورکړی چې د محیطي سږو اخته کېدل په کې ډیر لوړ ان 86% وي[6]. د سږو دا ډول مکدريت هم څو محوره يا multifocal وي، چې کيدای شي د patchy یا confluent په بڼه وی، او د ټټر په ایکسری کې په اسانۍ پېژندل کېږي(Fig. 6 ).

Fig. 6

Four different patients with varying degrees of COVID-19 pneumonia on CXR predominantly involving the peripheral lungs bilaterally (black arrows).

شپږم شکل: څلور مختلف ناروغان چې د ټټر په ایکسری یا CXR کې د COVID-19 نمونیا مختلفې درجې لري په عمده توګه يې د محیطي سږو دواړه خواوې اخته شوي دي (تور تیر).

۴- د هوايي خاليګاه د انتشار ناروغي (Diffuse air space disease)

د COVID-19 ناروغانو کې د سږو مکدریت د ټټر په ایکسری (CXR) کې(Fig. 7 ) ، نورو پراخه انتاناتو او یا التهابي پروسو په څير د تنفسي حادفشاري سندروم یا acute respiratory distress syndrome (ARDS) په څیر.

Fig. 7

CXR (left) and subsequent coronal image from chest CT (right) performed in a patient with COVID-19 and diffuse ground glass and consolidative opacities throughout both lungs.

اوولسم شکل: د COVID-19 ناروغ کې ترسره شوی د ټټر په ايکسري یا CXR کې (کيڼ اړخ ته) او د همدغې برخې د CT په تاجي خیال (coronal image) کې چې ایکسري په تعقیب اخیستل شوی دی (ښي اړخ ته)  د شيش مځکې یو منتشر (diffuse ground glass) او سخت مکدر (consolidative opacities) خيال د دواړو سږو په اوږدو کې ليدل کيېږي.

کله چې د سږو ناروغي د سږو انساج يا  parenchyma اکثریت برخه ونیسي، ناروغان په عموم کې هایپوکسیک (hypoxic) وي او د میخانیکي انټوبیشن له لارې انټوبیشن (mechanical intubation) ته اړتیا لري(Fig. 8 ).

Fig. 8

Two different intubated patients with COVID-19 infection and diffuse lung opacities.

اتم شکل: د  COVID-19  انتان دوه انټوبیشن شوی ناروغان او د سږو منتشر مکدریت (diffuse lung opacities).

د سږو مکدریت (opacities) ممکن ډير ژر د اعراضو له پیله د  ۱-۳اوونیو په جریان کې په منتشر نښتي (coalescent) یا منقبض (consolidative) شکل بدلیېږي، چې اکثرا د لومړني کلینیکي لوحې شاوخوا ۶-۱۲ ورځې وروسته لوړېږي(Fig. 9Fig. 10 ).

Fig. 9

Serial radiographs over 7 days in a patient with COVID-19 infection depicting progression of diffuse lung disease that ultimately required intubation.

نهم شکل: د COVID-19 انتان د یو ناروغ د ۷ ورځو په بهير کې د راډیوګرافيو لړۍ چې د سږو د منتشرې ناروغي پرمختګ څرګندوی چې په پای کې انټوبیشن  ته اړتیا پیدا کوي.

Fig. 10

Serial chest radiographs of a different patient with COVID-19 infection separated by 6 days depicting progression of diffuse lung disease requiring intubation.

لسم شکل: د COVID-19 انتان درلودونکي یو بل ناروغ د راديوګرافۍ لړۍ چې د 6 ورځو لپاره جلا شوی، د سږو د منتشرې ناروغۍ له کبله ور ته د انټوبیشن اړتیا لیدل کېږي.

۵- د ټټر د ايکسری (CXR)غير معمول موندنې

داسې راپور ورکړل شوی دی چې Pleural effusion د COVID -19 ناروغانو کې د ټټر په ایکسرې CXR او CT ډیر لږ لیدل شوی، او که کله چې شتون ولري ډیری وختونه د ناروغۍ په وروستیو وختونو کې وي. [8]

د سږو cavitation او pneumothorax د COVID-19 ناروغانو کې هم نادرې موندنې دي [8]  خو واقع کیدی شي. (Fig. 11 )

Fig. 11

Serial chest radiographs of a COVID-19 patient with diffuse lung opacities (left image) with interval cavitation (left image white arrows) and tension pneumothorax (right image black arrow). Successful chest tube placement was subsequently performed (not shown).

د COVID-19 ناروغ د رادیوګرافيو لړۍ د سږو منتشر کدروت یا diffuse lung opacities (کيڼ عکس) د وقفه يي یا فاصله cavitation  سره (کيڼ عکس سپین تیرونه) او فشاري نموتورکس یا tension pneumothorax (ښي عکس تور تیر). چې د هغې وروسته په سږو کې انټوبیشن په کامیاب ډول تطبیق شوی دی (ندي ښودل شوي).

ځایي شوي (Localized) لوی نوډولونه (nodules) تر دې نیټې پورې په ادبیاتو کې لا راپور شوي ندي(Fig. 12 )           

Fig. 12

A unique case of a rapidly enlarging right lung nodule (left image, white arrow) over the course of 5 days. Subsequent bronchoscopy with tissue sampling revealed COVID-19 infection.

دولسم عکس: يوه ځانګړې قضيه، د 5 ورځو په جریان کې د سږو نوډول چټک غټېدل (کيڼ عکس، سپین تير). د نسجي نمونې سره تعقیبي برونکوسکوپي د COVID-19 انتان ښکاره کړ.

د COVID-19 انتان په يوه پېښه کې د انټوبیشن وروسته د ټټر د ديوال منتشره تحت الجلدی امفزیما او pneumomediastinum  د دې لیکنې وخت پورې راپور ورکړل شوی دی[9]. دا پدیده (phenomenon) دمخه د H1N1 ویروس انتان کې هم راپور شوې وه[10].

له هغه وخته چې زموږ په اداره کې د قضیو جریان پیل شو، زموږ پام شو چې دا واقعه نورو ناروغانو ته هم پېښه شوې ده(Fig. 13 ). احتمالي میکانیزمونو کې د الویل شکېدل (alveolar rupture)  شامل دي چې د  اوسني وړاندیز شوي لوړ پای تنفسي فشار high positive end-expiratory pressure (PEEP) له کبله د COVID-19  وینتلیشن ورکړل شوي ناروغ کې د Macklin تاثير له کبله [11]د مابیني امفزیما (interstitial emphysema) سبب کيږي.

Fig. 13

Two different intubated patients with COVID-19 and diffuse subcutaneous emphysema and pneumomediastinum identified on CXR. No pneumothorax was identified.

د COVID-19 دوه مختلفو انټوبیشن شوو ناروغانو کې چې د ټټر په ایکسری کې يې subcutaneous Emhysema او pneumomediastinum  موندل شوی وو، هیڅ نیوموتوراکس (pneumothorax) ونه موندل شو.

۶- پايلې (Conclusions)

د COVID-19 کې د سږو ناروغۍ نمونې کولی شي د دودیزې راډيوګرافۍ او همدارنګه د سينې CT کې وپیژندل شي. معمول لغات چې د COVID-19 ناروغ یا مشکوک د ټټر راډیوګرافي د راپور په وخت کې تری استفاده کيږي لکه غیر منظم ، ټوټه ټوټه (patchy)، مکدر یا وريځ ډوله (hazy)، جالونه، او د شيش مځکې (GGO)  پراخه مکدریت. د ناروغۍ د وخامت درجه بندی د ټول سږو د اخته کېدو پر اساس د ډاکټرانو لپاره اړینه ده. لکه څنګه چې وبا ډېرېږي، طبي ټولنه به په مکرر ډول په پراخه کچه د انتقال وړ د ټټر ایکسری یا  CXR باندې تکیه وکړي ځکه چې د هغې پراخه شتون او د انتان د کنټرول مسلې له کبله د اوس وخت لپاره د CT کارول محدودوي.

ليکوالان

Adam Jacobi:Conceptualization, Writing – original draft, Supervision.Michael Chung:Conceptualization, Writing – review & editing.Adam Bernheim:Writing – review & editing, Resources.Corey Eber:Writing – review & editing, Resources.

ماخذونه

  1. Zhou S., Wang Y., Zhu T., Xia L. CT features of coronavirus disease 2019 (COVID-19) pneumonia in 62 patients in Wuhan, China. Am J Roentgenol. 2020:1–8. March. [PubMed] [Google Scholar]
  2. Chung M., Bernheim A., Mei X. CT imaging features of 2019 novel coronavirus (2019-nCoV) Radiology. February 2020;200230 [PMC free article] [PubMed] [Google Scholar]
  3. ACR recommendations for the use of chest radiography and computed tomography (CT) for suspected COVID-19 infection|American College of Radiology. https://www.acr.org/Advocacy-and-Economics/ACR-Position-Statements/Recommendations-for-Chest-Radiography-and-CT-for-Suspected-COVID19-Infection. Accessed March 22, 2020. Google Scholar 2020.
  4. Wong H.Y.F., Lam H.Y.S., Fong A.H. Frequency and distribution of chest radiographic findings in COVID-19 positive patients. Radiology. 2019:201160. Mar 27. [PMC free article] [PubMed] [Google Scholar]
  5. Vilar J., Domingo M.L., Soto C. Radiology of bacterial pneumonia. J Eur J Radiol. 2004 Aug;51(2):102–113. [PubMed] [Google Scholar]
  6. Ng M.Y., Lee E., Yang J. Imaging profile of the COVID-19 infection: radiologic findings and literature review. Radiol Cardiothorac Imaging. 2020;2(1) [Link, Google Scholar] [Google Scholar]
  7. Bernheim A., Mei X., Huang M. Chest CT findings in coronavirus disease-19 (COVID-19): relationship to duration of infection. Radiology. 2020:200463. Feb 20. [PMC free article] [PubMed] [Google Scholar]
  8. Salehi S., Abedi A., Balakrishnan S. Coronavirus disease 2019 (COVID-19): a systematic review of imaging findings in 919 patients. AJR Am J Roentgenol. 2020 Mar;14:1–7. [PubMed] [Google Scholar]
  9. Sun R., Liu H., Wang X. Mediastinal emphysema, Giant Bulla, and pneumothorax developed during the course of COVID-19 pneumonia. Korean J Radiol. 2020 Mar 20 [Epub ahead of print] [PMC free article] [PubMed] [Google Scholar]
  10. Gou H.H., Sweeney R.T., Regula D. Fatal 2009 influenza a (H1N1) infection, complicated by acute respiratory distress syndrome and pulmonary interstitial emphysema. Radiographics. 2010 Mar;30(2):327–333. [PubMed] [Google Scholar]
  11. Poston JT, Patel BK, Davis AM. Management of critically ill Adults with COVID-19. JAMA Clinical Guideline Synopsis. https://jamanetwork.com/journals/jama/fullarticle/2763879. Accessed March 26, 2020 2020. [PubMed]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply