د سولې بهير په اړه تازه معلومات دا دي چې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې بين الافغاني مذاکرات به د راتلونکې جون مياشتې په پنځلسمه پيل شي.

تر هغه وخته به د خپلمنځي باور جوړولو او د دوامداره اوربند يا اورکم لپاره پر يو عملي میکانیزم څو اړخيزه بحثونه وشي.

ترلاسه شوي معلومات ترلاسه ښیي چې طالبان د بين الافغاني مذاکراتو کوربتوب لپاره قطر غوره بولي، خو افغان حکومت المان انتخاب کړی دی: «په قطر د پاکستان او امريکا نفوذ زيات دی او بې طرفي نشي ساتلی، خو المان په طالبانو هم نفوذ لري او له۲۰۰۱ کال راهيسې د افغان حکومت متحد پاتې شوی دی او د بن غونډې مخينې ته په کتو يې حکومت غوره بولي

ښايي د درېيم انتخاب په توګه د مرکزي اسيا هېوادونه په ځانګړي ډول ازبيکستان يا ترکمنستان وي، خو لا هم دغه انتخاب نه دی وروستی شوی.

افغان حکومت د بين الافغاني مذاکراتو لپاره بشپړ تياری لري او د سولې مذاکراتي پلاوی يې له وړاندې د ټولو اړخونو په خوښه او رضايت نهايي کړی دی.