د افغانستان نفوس ۳۲٫۹ میلیونه اعلان شو

0 698

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د هېواد د ټولو وګړو شمېر په ۱۳۹۹ كــال كې ۳۲٫۹ مـیليون تنه اټكل شــوی دی چې له دې ډلې څخه ۱۶٫۸ مـیليون تنه (۵۱٫۰ سلنه) نارينه او ۱۶٫۱ مـیليون تنه (۴۹٫۰ سلنه) یې ښځينه وګړي جوړوي.

له یادې  ادارې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد د ۳۲٫۹ مـیليون تنو وګـــړو له ډلې څخه ۲۳٫۴ مـیليون تنه (۷۱٫۰ سلنه) كليوالي وګړي،۸٫۰ مـیليون تنه (۲۴٫۴ سلنه) ښاري وګړي او ۱٫۵ مـیليون تنه (۴٫۶ سلنه) یې کوچي وګړي جوړوي.

د وګړو په دې اټکل کې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسـوالۍ، ۲۴موقتې ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مـــركـزونه) شـامل دي.

یاده خپرونه چې هر کال په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا خپرېږي، ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته په وړیا ډول وېشل کېږي او الکترونیکي فایل یې بیا د ادارې په وېبپاڼه کې خپرېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply