قطر: افغانستان خپلواک هېواد دی؛ هېڅوک یې کورنیو چارو کې مداخله نشي کولای

0 562

قطر وايي، افغانستان خپلواک هېواد دی او هېڅوک حق نه لري چې په کورنیو چارو کې يې لاس وهنه وکړي، ځکه دغه چاره له نړیوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر کې ده.

د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن مجید القهطاني ویلي، تر هغه چې دوحه کې د امریکا او طالبانو شوی تړون په بشپړ ډول عملي نه شي، امریکایي سرتېري به له افغانستانه ونه وځي.

هغه چې کابل ته راغلی و، د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې يې ټینګار کړی، چې طالبانو ته یې څرګنده کړې تر څو افغانستان کې تعرضي بریدونه ودروي.

د هغه په خبره، د سولې پروسه کې بې باوري شته او هڅې روانې دي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د باور فضا رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړې چې قطر افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او دې برخه کې به خپلې هڅې لا منسجمې او ګړندۍ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply