مالیې وزارت د ګمرکونو د کنټرول مرکزي سیستم جوړ کړ

0 759

مالیې وزارت نن د ګمرکونو د کنټرول مرکزي سیستم پرانیست. د چارواکو په وینا، د دې مرکز په پرانېستو سره به له ګمرکي تخلف، په جنس، قیمت او کیفیت کې له بدلون، زیات وزن او همداشان د مراحلو تر سره کولو پرته له ګمرکي محصول څخه مخنیوی وشي.

عبدالهادي ارغندیوال وایي: “د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیستم به د فساد په کمولو او د ګمرکي محمولو په طی مراحلو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د نوموړي په وینا، اوس مهال د هیواد پنځه لوی ګمرکونه (ننګرهار، نیمروز، اقینه، هرات او کندهار) له دې سیستم سره وصل شوي دي.

همداراز د دې پروژې په پلي کېدو سره د هیواد په ګمرکونو کې سکنرونه، ډیجیټلي کمرې او د لوړ تناژ ډیجیټلي تلې له دې سیستم سره نښلول شوي دي او مالیې وزارت کولی شي د کمیساري دروازې صفري نقطې او د ګمرک ساحې څخه نیولې بیا د وتلو تر دروازې پورې د سوداګریزو محمولو ټول طی مراحل له مرکز څخه کنټرول او نظارت کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې غونډه کې د خصوصي سکټور په استازیتوب د مالیې وزارت دا اقدام ستایلی او په وینا یې، دا کار به د هیواد په عایداتي سرچینو زیاتوالی راولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply