کرهکتنه څه ته وایي؟
څرنګه کرهکتنه وکړو؟
د کرهکتونکي ځانګړنې؛
د کرهکتنې ګټې؛
د کرهکتنې د مخکې تګ پر وړاندې خنډونه؛
کرهکتنه په لغت کې له دوه کلمو، کره چې په پښتو کې د پوره، بشپړ او کتنه د لیدنې معنا لري. په اصطلاح کې د یوې موضوع یا د یو اثر هر اړخیزه څېړنه، شننه او ارزونه کوي چې د یو اثر ښېګڼې او بدګڼې (نیمګړتیاوې) را برسېره کوي.
په عربي کې کرهکتنې ته نقد وايې، چې معنا یی یو شي ته تر سترګو لاندې کتل، د عیب لټول او پټ پټ کتل دي. په دري ژبه کې کې کرهکتنې ته نقد هم وايې، چې ځینې نور اصطلاحات لکه سخنسنجي او سخنشناسي ورته کارول کېږي.
په انګرېزي کې ورته (Criticism) او هغه کس چې کره کتنه کوي کرتیکیوس بلل کېږي.
څرنګه کرهکتنه وکړو:
- کرهکتونکی باید له پوره هوډ سره یوه موضوع یا اثر وټاکي، هغه اثر په پوره ډول مطالعه او د نوموړي اثر په موضوع باندې پوه شي.
- کرهکتونکی دې د یوې موضوع اړوند په یوه پاراګراف کې ځینې هغه کلیمې چې لوستونکي ته د ناراحتۍ سبب کېږي په داسې کلمو واړوي، چې لوستونکی خوند ترې واخلي او یا دې په پوره توګه هغه کلمې ترې لرې کړي.
- کرهکتونکی دې دا هڅه نه کوي، چې یوه موضوع دې دوم25ره مؤجزه کړي، چې خپل مطلب پکې له لاسه ورکړي او یا یې دومره وسپړي، چې لوستونکي ته د ناراحتۍ سبب شي.
- کره کتونکی باید په هغه اثر کې، چې دی یی کره کتنه کوي د لیکوال شخصي حریم ته داخل نه شي؛ هغه داسې چې په یاد اثر کې د یوې موضوع لپاره منطقي ځوابونه پیداکړي، یا دا چې په اثر کې د چا یادونه شوې وي او کره کتونکی د هغه کس ستاینه پیل کړي؛ په دې حالت کې کره کتونکی له خپل محوره وځي او د نوموړي د سپکاوي سبب کېږي.
- کرهکتونکی دې په کره کتنه کې د بهرنیو ژبو له اغېزې ځان وساتي.
- کرهکتونکی دې د لهجو له استعمال څخه ډډه وکړي.
یادونه: کرهکتونکی دې دا له یاده نه باسي، چې له کرهکتنې وروسته بیا کرهکتنه کېږي.
د کرهکتونکي ځانګړنې:
- د ابتکار څښتن وي.
- امانتدار وي.
- تعصبي نه وي.
- د موادو په تفسیر کې بې پرېتوب ثابت کړي.
- انتقادي ذهنیت ولري (د هر چا لیکنو ته د نقد په سترګه وګوري).
- د ټولنې منفي نظریاتو ته پام ونه کړي او په پوره هوډ سره هر اثر وڅېړي.
- علمي عدل او انصاف ولري.
- پوهه او بصیرت ولري.
- زړورتیا ولري.
- د کرهکتنې د آدابو درناوی وکړي.
د کرهکتنې ګټې:
- کرهکتنه یو عام لوستونکی، اوریدونکی او لیدونکی له ګڼو تېروتنو ژغوري او د یو اثر په باب یې قضاوت آسانه کوي.
- له لیکوال څخه تېروتنې، که هغه شعوري وي او یا هم نا شعوري باید کرهکتونکی یې سمې او د لوستونکي ذهنیت د کوږوالي څخه وساتي.
- د کرهکتنې لویه ګټه داده، چې د لوستونکي د وخت د ضایع کېدو مخه نیسي.
- په حقوقي اثارو کې د لیکنښو او په مذهبي اثارو کې د یوې جزئي تېروتنې له امله، چې لوی حقوقي او مذهبي بحران ترې رامنځته کېدلای شي، مخه نیول کېږي.
- په هنري اثارو کې د ډېرو تېروتنو د پېښېدو امکان شته؛ نو باید دقیقه کرهکتنه پرې وشي.
د کرهکتنې د مخکې تګ پر وړاندې خنډونه:
- د سالمې کره کتنې نشتوالی.
- د زغم د کلتور (فرهنګ) نشتوالی.
- کرهکتنې ته په کمه سترګه کتل.
- په ټولنه کې کرهکتونکي ته درناوی نه کول.
- اقتصادي موانع (د پیسو نشتوالی).
- د نړۍ له نورو ژبو سره اړیکه نه درلودل (په نړۍوالو ژبو نه پوهېدل).
- د مأخذونو نشتوالی.
- له نویو ميتودونو سره نهبلدتیا.
- د نخبهګانو مهاجرت (د پوهانو تېښته).
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320