کورونا بيولوژيکي خو سياسي ناروغي

عاشق الله اخلاص يار

0 744
مخکې له دې چې کرونا ويروس افغانستان ته راشي، په دومره ستره کچه تبليع ورته وشو چې د هر وګړي ذهن يې نا ارامه کړ، روح او روان يې وځپل شول.
د ټولنيزو رسنيو او ټولنيزو شبکو له لارې کرونا مطلق د مرګ په معنى خلکو ته معرفي شوه .
همدغه تبليع ستره ويره خوره کړه، مخکې له دې چې کورونا راشي او يا څوک ونيسي خلک مخکې له مخکې ذهنا ناروغ شول ، دا تبليع کليو، بانډو، جوماتونو، حجرو، سپين ږيرو، بوډاګانو او هر فرد فرد ته ورسيد.
د کورونا تبليع او په افغانستان کې د رسنيو له لارې په هر خبري سرويس کې د نړۍ درې څلور خبرونه نشريدل، د خبرونو سرټکۍ همدا وه چې پلاني هيواد کې د کرونا له امله دومره سوه کسانو ژوند بايلود .
ماته دا خبرونه او راپورونه پروژوي ښکاريدل، او اوس مې هغه شک ورځ تربلې په يقين بدليږي، ځکه کرونا داسې رامعرفي کيده چې:
کورونا يعنې مرګ!
تاريخ به دا ثابته هم کړي چې کرونا ويروس چا جوړ کړ ؟ ولې؟ د چا لپاره؟ څه ډول يې سرايت وکړ؟  د کومو لارو؟ او د کومو اهدافو لپاره!
داسې ګټه او داسې پيسې دې ورکې شي چې انسانان پرې وژل کيږي او يا پرې ځورول کيږي.
په هغه لومړيو کې خو ما کوم د ډاډ، وقايې او رغونې درملو په اړه هيڅ راپور ونه ليده او نه واوريده.
بس کوښښ روان وو چې څوک څومره زر کولى شي، خلک وويروي او د کرونا مرګ په ذهن کې ورپيچکاري کړي.
د دې ويروس په وقايه، او ولس ته د ډاډ په موخه هيڅ نه ويل کيدل، ان د روغتيا وزير فيروز، مخکې له مخکې وويل چې افغانستان کې به لکونه خلک ونيسي.
((کورونا د انسانانو په لاس جوړ شوى وژونکى ويروس دى ))
چې موخو ته د رسيدو لپاره وکارول شو.
کورونا کاملا يوه سياسي ناروغي ښکاري، د سر سړي يې ښکار کړل ، خلک يې مصروف کړل، کرنتين دود شو، حال دا چې پخوا کرنتين چا نه پيژانده.
د دې ترڅنګ اسلامي مقدسات، رواجونو او افغاني کلتور هم سخته ضربه وليده ، حجره، جومات، جرګه، مرکه او د جمعې په مونځونو، غونډو او د خلکو په راټوليدنه يې خورا بده اغيزه وکړه.
اوس د کورونا لپاره واکسين او دوا هم جوړيږي چې دابه بيا نور ډير بد حيرانونکي ابعاد هم ولري .
څوک به فلج، څوک به ړوند، ګونګ او څوک به په پښو شهل، څوک به شنډ او څوک به ترمرګه اختياج کړي.
يواځې هغه قوم چې وژل کيږو، تباه کيږو د انسانيت خبره هم کوو ، مونږ د انسانيت خبره له زړه کوو، ولې پردي خلک يې د شعار په توګه کاروي.
په دا ډول کړنو او پروژو راتلونکى نسل تباه، اختياج او مختاج دى ، غربت به اخيري حد ته ورسيږي، چاته به خوراک هم نه پيداکيږي، په دې اړه دې حکومتي مشران متوجه وي، بايد د دا ډول کړنو مخه ونيـسي.
د همدې کورونا په اړه څو هيوادونو کې له پيله تبليع بند شو چې پايله يې مثبته وه ، او هغو هيوادونو وويل چې که د کرونا په اړه چا خبرې وکړي سخت به مجازات شي او بندي به شي ، دوى په دې پوهيدلي وو چې خبره اصلا څه دي ؟
مونږ هم د ژوند کولو حق لرو، د اوبو څښلو او پاکې هوا د تنفس حق لرو، خو بدبختنا د مرګ په بسترو تږي پراته يو چې طبيب مو د تندي ماتولو او سړو اوبو راکولو پرځاى په ډير احترام، شفقت او مينه د زهرو ډک ګيلاس راکوي.
موږ مننه ترې کوو او دوعا هم ورته کوو، لږ شيبه وروسته مو بيا په جوماتونو کې د مړينې او جنازې اعلان کيږي.
د حکومت د سر سړي مو بايد غم وکړي او د پرديو لخوا:
د انسانانو د وژلو، ځورولو، او په انسانانو د ريشخند او تحقيق کولو، په ځانګړې توګه د افغانانو د قوت، ايماندارۍ، زور او غرور ماتولو، معلومولو د فرهنګ او اسلامي ارزښتونو د له مينځه وړلو پروژو د پلي کولو مخه بايد ونيسي.
د يو افغان او مسلمان ځوان عاشق الله اخلاص يار لخوا يو تريخ حقيقت درسره شريک شو، هيله ده چې دا ډول توطيو، دسيسو او کړنو ته متوجه واوسو، مخه يې ونيسو، په سپي منډې ونه وهو، اول غوږ وګورو.
غازي امان الله خان هم د دا ډول ستونزو سره مخ وو، کله به بغدادي پير ورته راپيدا شو او کله به ډيويډ جونز شو، خو غازي کلکه مبارزه کوله، د پرديو د داډول کړنو په مقابل کې لکه غر ولاړ وو.
اوس هم هغه خلک يو، بايد پلټنه وکړو، د افترا خبرونو ته ارزښت ورنکړو، اوس چې دورځې سل او زر وژل کيږو څوک مو خبرونه هم نه خپروي.
اهداف تر لاسه شول ، پيسې بندې شوې، نور د دې ضرورت نشته چې د کرونا په اړه ټولنيزې رسنۍ او شبکې وغږيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply