ناټو: افغان حکومت سولې ته بشپړ ژمن دی، طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

0 656

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو وایي، افغان حکومت سره په تماس کې یم او د سولې او مخامخ مذاکراتو پیل لپاره د هغوی له بشپړ تیاري خبر یم.

پونتیکورو پخپل ټویټر لیکلي چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي سره یې رغنده خبرې لرلې او دا چې افغان حکومت سولې ته بشپړ ژمن دی، ناټو د دې کار ستاینه کوي.

پونتیکورو وایي: «اوس د طالبانو نوبت دی چې سولې ته خپل جدیت وښیي، تاوتریخوالی کم کړي او د جګړې په سیاسي حللارې تمرکز زیات کړي.»

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پخپل وروستي راپور کې ویلي چې په تېرو نوولسو کلونو کې تېره اونۍ ملکیانو او نظامیانو ته د تلفاتو له وجې خونړۍ وه.

دغه راز حکومت تور پورې کوي چې طالبان د سولې خبرو ته ژمن نه دي او په دې وروستیو کې یې تاوتریخوالی هم له همدې وجې زیات کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply