طالبانو پکتیا کې یو افغان سیک تښتولی

0 501

د پکتيا چارواکي وايي، په څمکني ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو يو تن افغان سیک تښتولی دی.

د پکتيا د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران وایي، ”ندان سېنګ‟ درې ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ د بابوخېلو سيمې اړوند د بنګښ له کلي څخه برمته شوی دی.

د نوموړي په وينا ندان سینګ له کابل نه په دغه ولسوالۍ کې يوه پخواني درمسال ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و او امنيتي کشفي ارګانونو يې د موندلو هڅې پيل کړې دي.

په ګردېز کې د ”جمګون سېنګ بشردوست‟ په نوم يو افغان سیک چې يوناني ډاکټر دی، امريکا غږ ته ويلي، له پخوا نه په څمکني ولسوالۍ کې يو درمسال لري او ښايي ندان سینګ د هغه د بيارغونې لپاره هلته تللی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply