د احصایې اداره د قانون خلاف د «احمدي» د پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه ورکوي

0 886
عبدالرقیب سایل  کابل (پژواک،۷چنګاښ ٩٩):د احصایې او معلوماتواداره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له پرېکړو او بیا، بیا غوښتنو سره، سره، د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي د پېژندګلوۍ په اړه پژواک ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

پژواک خبري اژانس تېر کال د کب په لسمه د افغانستان بانک د اوسني سرپرست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مخکني سرپرست وزیر اجمل احمدي د پېژندګلوۍ په اړه یو راپور خپور کړ.

 په دې راپور کې ځینو سرچینو احمدي په سوداګرۍ وزارت کې پر ناقانونه کړنو تورن کړی، د هغه په ملي ژبو د نه پوهېدو په اړه یې اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي چې د هغه پېژندګلوي ګونګه ده او تحصیلي سندونه يې هم د پوښتنې وړ دي.

که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وېبپاڼه کې راغلي و چې احمدي د غزني په ښار کې په ۱۳۵۷ کال کې زېږېدلی؛ خو ځیني کسان د هغه هویت ګونګ بولي.

د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین هغه مهال پژواک ته ویلي و، چې د احمدي د هویت په اړه یې پلټنې کړې، خو په رښتیني ډول یې داسې هېڅ څه نه دي موندلي چې دی د افغانستان په کومې سیمې پورې تړاو لري؟

هغه ویلي و:”تر اوسه چې موږ کومې پلټنې کړې، دی چې د کوم ځای ځان معرفي کوي؛ نو په هغه کور او کلي کې موږ د ده په اړه هېڅ معلومات نه دي پیدا کړي. لکه څرنګه چې موږ او تاسو د یو چا پېژندنې لپاره په اسانۍ سره د هغه ولایت، ولسوالۍ او حتی کلي او مشران پیدا کولی شو، مګر اجمل احمدي په خپله هم په دې نه پوهېږي.”

د یادې جرګې بل غړي خالد اسد ویلي و :”موږ پوښتنه کړې، احمدي په خپله یو وار ویلي چې زه د غزني یم، بل ځل یې د نورستان ځان معرفي کړی او په درېیم وار یې ویلي چې زه د بغلان یم؛ له همدې امله موږ پرې شک کوو.”

احمدي هغه مهال پر خپله تویټر پاڼه لیکلي و چې په دري ژبه پوهېږي او ډېر کله يې پر درې ژبې خبرې کړې او هغه مهال د سوداګرۍ وزارت په ويبپاڼه کې لیکل شوي و چې احمدي د امریکا په هارډورډ پوهنتون کې د ادارې او سوداګرۍ او د عامه ادارې او اقتصاد په برخو کې دوه ماسټرۍ لري، خو د لوړو زده کړو وزارت ویلي و چې د احمدي تحصیلي سندونه دغه وزارت ته نه دي ورکړل شوي.

پژواک د یاد راپور تر خپرولو مخکې د احمدي د پېژندګلوۍ موضوع له احمدي او د سوداګرۍ وزارت له ویاند سره شریکه کړه، خو دواړو ځواب ورنه کړ.

پژواک تېر کال د راپور تر خپرېدو مخکې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته د اطلاعاتو ترلاسه کولو رسمي پاڼه ولېږله، تر څو د احمدي د پېژندګلوۍ په اړه معلومات ورکړي، خو دې ادارې هغه مهال ولیکل چې دا ډول معلومات شخصي دي او دوی یې له چا سره نه شریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۲۱مه په دې اړه پرېکړه کړې چې د اجمل احمدي د تابیعت تذکرې په اړه معلومات ورکول قانوني ممانعت نه لري او دغه پرېکړه یې په رسمي ډول یادې ادارې ته استولې ده.

کله چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې غوښتل شوي معلومات ورنه کړل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یو وار بیا د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۲مه له یادې ادارې څخه په رسمي ډول د اجمل احمدي د پېژندندګلوۍ په اړه معلومات وغوښتل.

یاد کمېسیون د روان کال د غويي په ۲۳مه د احصایې ملي ادارې رییس (احمد جاوید رسولي) ته لیکلی اخطار ورکړ، ترڅو د پنځو ورځو په اوږدو کې دې کمېسیون ته د احمدي د پېژندګلوۍ په تړاو د اطلاعاتو غوښتنې پرېکړې په اړه ډاډ ورکړي.

دغه راز یاد کمېسیون یو وار بیا په واضح ډول د ملي احصایې د روان کال د غبرګولي لومړۍ نېټې د ۵۴۳ ګڼې مکتوب په ځواب کې لیکی،چې د اساسي قانون ۷۲ یمې مادې لومړي بند، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون درېیمې مادې دویم بند، ۱۶ مې مادې درېیم او اووم بند او د ۳۹ مې مادې په استنباط د اجمل احمدي په اړه د پېژندنې اطلاعات د “عامه ګټو” پر بنسټ له خلکو سره شریکول منعه نه دي.

خو د احصایې ادارې له دې هر څه سره، سره په تېر څه باندې یو کال کې د اجمل احمدي د پېژندګلوي په اړه معلومات ورنه کړل.

پژواک د روانې (چنګاښ) میاشتې په شپږمه د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي ته د برېښنالیک له لارې د هغه د پېژندګلوۍ په اړه وپوښتل خو تر اوسه ( د چنګاښ اوومې تر اوو نیمو بجو) ځواب نه دی ورکړی.

خو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې اجمل احمدي د عبدالاحد احمدي (تاجک) زوی دی.

هغه وایي چې دی اصلا د غزني د شهر کهنه اوسېدونکی دی او له اسلامي انقلاب څخه وړاندې یې له ابوالفضل جومات سره پخوانی کور و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، عبدالاحد احمدي اصلا نظامي ډاکټر و او د غزنی په ښار کی یی معاینه خانه هم درلوده.

هغه زیاتوي:« د انقلاب په پيل کې له غزني څخه کابل ته راغلل او له کابل څخه په ۱۹۷۹ – ۱۹۸۰ کې  پاکستان ته او له هغه ځای څخه ډېر ژر امریکا ته ولاړل. اجمل احمدي اصلا افغانستان کی پيدا شوی. زما دوه نږدې ملګرو د دوی امریکایي پاسپورټ هم کتلی او په هغه کې یې هم د زیږېدنې ځای غزنی، افغانستان لیکل شو. مور یې دوه کاله وړاندې کابل ته راغلې وه. د احمدي پلار اوس هم ژوندی دی او کلیفورنیا کې په یو روغتون کې کار کوي. عبدلاحد یو ورور او یوه خور لري چې ورور یې مړ شوی او خور یې ژوندۍ ده. پلار یې اوس هم په غزني او کابل کې مېشتو خپلوانو او دوستانو سره مالي مرسته کوي. احمدي په نړیوال بانک کې بانکدار و، له هماغه ځای څخه له ولسمشرغني سره اشنا شوی. په خپل مسلک کې ښه پوه او کاري سړی دی، خو ټولنیزه ناسته ولاړه یې د بهرنیانو په شان ده او ټولنیز خوی یې ډېر تت او بې خونده دی.»

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم د احمدي پېژندنې په اړه خلک بېلابېلې تبصرې لیکي.

د یونیس احمدزي په نوم یو کس په خپلې فیسبوک پاڼه کې  لیکلي:”وا خلکو!دا د افغانستان بانک اوسنی ګورنر اجمل احمدي به د کوم ولایت وي؟ کلی یې کوم ده؟ تربور او عزیز لري که نه؟هسې نه، سبا به یې افغانیو کې امضا راووځي او په اخر کې د پل خشتې جومات امام غوندې د بل هېواد راوخېژي.”

د احمدزي دغې پوښتنې ته ځینو لیکلي چې د غزني اندړ دی او ځینو بیا ویلي، له لبنان او لندنه راغلی، خو هېڅوک پرې ډاډمن نه دي.

د منصور عربزاده په نوم بل کس لیکلي، اجمل احمدي د ولسمشر له خسرګنۍ څخه دی چې اصلا د لبنان اوسېدونکی دی، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وېبپاڼه کې راغلي چې اجمل احمدي د غزني په ښار کې په ۱۳۵۷ کال کې زېږېدلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply