د روسیې د ګټو مدافعین، د جهاد تر شعار لاندې

سید عبدالله پاچا

0 534

امریکا اوس بیخي ډاګیزه کړه چې روسیې په افغانستان کې د جګړې لپاره د طالبانو بانکي اکاونټونو ته زیاتې پيسې په بیلابیلو وختونو کې لیږلي دي.

دا پيسې طالبانو ته د دې لپاره لیږل شوي چې په بدل کې یې امریکایي او افغان ځواکونه په نښه کړي او جګړه شدیده کړي.

تاسو به لیدلي وې، کله کومې ورځې چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې تایید شوې له همغې ورځي جګړې شدت پیدا کړ او بیلابیلو ولایتونو کې ځآنمرګي بریدونه او ماین چاودنې زیاتې شوې.

د نیویارک ټایمز په راپور کې د کندهار هوایي ډګر پرسړک د بهرنیو ځواکونو په قطار د برید یادوونه شوې روسیې یې طالبانو ته لارښوونه کړې وه.

دغه راز د شش درک وروستی برید چې بهرنیو ځواکونو باندې وشو او طالبانو یې مسوولیت ومنه، طالبانو پرې له روسیې پيسې اخیستې وې.

داسې ورته ډیر نور بریدونه شته چې طالبانو پرې له روسیې پيسې اخیستې او د پيسو سندونه امریکایانو ترلاسه کړي چې د روسیې له بانکونو د طالبانو اکاونټونو ته لیږل شوي دي.

له دې سترګي نه شي پټیدلی چې طالبان کرايي قاتلین دي او هر څوک چې پیسې ورکړي، د همغوی لپاره کار کوي.

طالبانو کلونه د پاکستان د ګټو لپاره جګړه وکړه، هغه ځایونه به یې هدف کول چې د پاکستان استخباراتو به ورته ښودل.

په دې جګړو کې زرګونه افغانان قربانی شوي او دې ټولو قربانیانو ته طالبانو د جاسوسانو خطاب کړی دی.

له پآکستان وروسته طالبان د ایران غیږ ته وغورځیدل او د افغانستان لویدیځو ولایتونو کې یې جګړه شدیده کړه.

د فراه برید چې یو کال وړاندې په ښار کې وشو، پکې عامه تاسیسات وسوځول شول او لسګونه ملکیان پکې قرباني شول.

طالبان د ډيورنډ پر کرښه د پاکستان ګټې تامینوي، د پاکستاني ملیشو دنده ترسره کوي او سرحدي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

دغه راز د هېواد شمال او شمال ختیځ کې د روسیې د ګټو لپاره جګړه کوي او هغه ګواښونه له منځه وړي چې روسیه ترې ډار لري، خو د دې جګړې قربانیان افغانان دي.

طالبان په لویدیځو ولایتونو کې د ایران د ګټو لپاره جګړه کوي، نه پریږدي چې اوبه مدیریت شي، یا نور هغه کارونه وشي چې د ایران لپاره اوږدمهال کې سرخوږی جوړوي.

نو ویلی شو چې طالبان د نورو هېوادونو د ګټو مدافین او ساتونکي دي، خو دا کار د جهاد ترنامه لاندې کوي چې قربانیان یې افغانان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply