د هلمند د انګورو حاصلات ډېر شوي دي

0 904

د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۰ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي چې دامهال په ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي. زلمي الکو وویل، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال ۹۰ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.

د ښاغلي الکو  په خبره په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور تولیدیږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.

هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل ، غزني ، میدان وردګ ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم  صادریږي او ښه بازار هم لري.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیزخونې هم جوړې شوي دي او د انګورو بڼوال کولای شي، چې په کې په ښه کیفیت سره خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply