پر پاکستاني طالبانو انتقاد کوونکی وکیل فضل خان ویشتل شوی

0 672

پاکستاني طالبانو ته په سزا غوښتونکي وکیل فضل خان پرون مازیګر په پېښور کې برید شوی دی.

نوموړي په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو او پاکستاني استخباراتو له لوري د ګډ برید په اړه څېړنه کوله او تل به یې په پوځ انتقادونه کول. په دغه برید کې د وکیل فضل خان یو زوی هم وژل شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ټویټر لیکلي، چې په وکیل فضل خان د نامعلومه کسانو له لوري د برید په اړه به چوپ پاتې نشي: «د پېښور د ارمي پبلک سکول د شهیدانو د فورم صدر، د یو ماشوم شهید پلار او د مرکزي کمېټې د غړي فضل خان ایډوکیت په ګاډي ډزې شوې دي.»

منظور پشتین زیاته کړې: «موږ به د دغه برید په اړه له حکومت څخه پوښتنه کوو، هر ځل د مذاکراتو پر مهال د پي ټي ایم پر غړو ولې بریدونه کېږي؟»

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو غړو له پاکستاني پوځ اواستخباراتو سره پر مذاکراتوانتقاد کړی و او په وینا یې، هغوی پخپلو خبرو کې رښتیني نه دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تل د نامعلومه کسانو له لوري بریدونه د پاکستاني استخباراتي کړیو کار بولي او وروستی قرباني یې وکیل فضل خان دی، خو ویل شوي چې د نوموړي روغتیایي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply