ولسمشر: د تېرو پنځو کلونو په پرتله واردات ۱۴ سلنه راکم شوي دي

0 574

ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) له مسوول  عبدالله الدرداري سره په کتنه کې ویلي، چې پنځه کاله وړاندې د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله ۲۱ برابره وو، خو اوس د وارداتو کچه د صادراتو پر وړاندې ۷ برابره شوې ده او زموږ تمرکز پر دې دی چې د وارداتو او صادراتو بېلانس برابر شي.

له ارګ څخه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې له نوموړي غوښتي تر څو دافغانستان له هغو ملي برنامو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د سولې د تامین اواقتصادي ودې لامل کېږي.

ولسمشر نوموړي ته وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو ټول بنسټونه دې تر یو واحد چتر لاندې راټول او فعالیت وکړي، ترڅو افغانستان او نړیواله ټولنه په اسانۍ خپلو اهدافو ته ورسېږي: «د اوس لپاره مهم لومړیتوب همدادی چې د جګړې له اقتصاد څخه د سولې اقتصاد ته ولاړ شو او جګړه او بېوزلي پایته ورسېږي، ترڅو په هیواد کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.»

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا یو این ډي پي مسوول  عبدالله الدرداري هم د ولسمشر د اقتصادي برنامو او پلانونو ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې راکمولو اواقتصادي ودې لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply