قـــافله مو نه پوهـــــیږم ، چې په کـــــومه ده روانه
په اغزنــــــو لارو درومی، په بی لارو ســــرګردانه
همه واړه یو له ســــــــره، په تضاد د علم وفـــن کې
ځکه هوش له مونږ نه تللی، خبر نه یو له خـــپل ځانه
د ناپوهــۍ، جــــهالت، او نادانۍ پایلــــــه مـــــو دا ده
چې هر خــوا مونږ ته ګواښیږي، هر کافر نا مسلمانه
د حکمت او علم واړه ، په جــــهان کې انــګازې دي
مونږ په لار د ترقی کــــــــــې، راروان یو خـــرامانه
د بشــــر قــافلــه درومی، په درنــــو درنـــــــو ګامونو
مونږه وروســــته پاتي کیږو، له قطــــــــاراو کـاروانه
ځان ځانۍ په رنځ اخته یو، د حــسد اورو کې سوځو
د خلاصون تدبیر مو نشـــته، چې راووځـــو له زندانه
د خودۍ ټکان لږ وخـوره، د غفلت له خـوبه ویښ شه
دا به څـــــو پوري بیده یې، له خــــوبونو سر ګــــرانه
د انسان قدراو قیمت، په خپل معراج کې دی جهان کې
زمونږ وینه تـــــویونه، ښــــکاري هر چـــــــاته آسانه
د وختونو دیــــوان پټ دي ،په جـــامو د پرښـــــتو کې
صورتونه هسي ښـــــکاري ، چې ســـوا دي له ایمانه
د انســـــان فریب د پاره، ځان په سپینو جــــامو ښايی
پردې شا نه دستور اخلي، اهــــــرمن او له شیـــــطانه
که مسجد که ښوونځی دی ،که دعلم و فن یو ځای دی
په هر ځای کې دي چاودنې، هیڅ ځای نه دی په امانه
طوطی واره ، د دښمن له خولي یې زده دي څو خبري
خو له ســـره یې ، د علم او مــعرفت ســـــره ده ورانه
دا د تورو ضمیرونو، خـــــاوندان به ســـــره ورک شي
که د علم مشعلونه، په هر ځـــــــای کې کړو، روښانه
د قرار رســـۍ مو ربه! ســــتا په لاس او اخــــتیار ده
د ســــمون او د خلاصــــــــون،لاره ده تا سره رحمانه
په تورتم کې د اوهامــو،لاس نیوۍ د هر بنده کــــړې
د ناهیــلو د زړه ډاډ یــــــې، په هر چــا یې مهـــربانه
ته د غیب له پردو ووځه، مســـــــیحا زمـــونږ د رنځه
راشه راشه چې ورکیږو، ای زمـــونږ د زړه درمــانه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320