عامې روغتیا وزارت: د قربانۍ پر مهال کانګو ناروغۍ ته متوجه اوسئ

0 956

عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې خلک دې لوی اختر کې د څارویو د قربانۍ پر مهال کانګو ناروغۍ ته جدي متوجه اوسي.

کانګو تبه یوه وژونکي ویروسي ناروغي ده چې له غواګانو، مېږو، وزو او نورو څارویو څخه انسان ته انتقالېږي.

په نیم ځواکه، کمزورو او ناروغو څاریو کې د کانګو ویروس شته او خلک دې د قربانۍ پر مهال د دې ناروغۍ نښو ته متوجه وي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.

د دې ناروغۍ ویروس د څارویو د کنې په واسطه د انسان بدن ته ننوځي. تبه، سردرد، د ستونې درد او خپګان د دې ناروغۍ نښې بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply