راپور: خلیلزاد د طالبانو خوشحالولو لپاره لسګونه ځلې درواغ ویلي

0 602

واشنګټن ایکزماینر له لوري په تازه خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو د خوشحالولو لپاره په وار وار درواغ ویلي دي.

راپور کې راغلي، افغانستان کې سوله هغه وخت شونې ده چې امریکا له طالبانو سره له معاملې ځان لرې وساتي.

مطلب کاږي، طالبانو له امریکا سره د شوې هوکړې خلاف خپل بریدونه نه یوازې کم کړي نه دي؛ بلکې لا یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

 د راپور پر بنسټ، طالبانو ان د اوربند په ورځو کې پر ملکي وګړو رحم نه دی کړی. راپور کاږي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې پروسې پر وړاندې پرتو خنډونو لرې کولو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي خو طالبانو یې په ځواب کې تاوتریخوالی لا ډېر کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply