چمن کې د تېرې ورځې د چاودنې خلاف پراخ لاریون وشو

0 521

چمن کې پرلپسې پر پښتنو د استخباراتي کړیو له لوري د چاودنو په غبرګون کې پراخ لاریون ترسره او په کې د پاکستاني ریاست خلاف شعارونه ورکړل شول.

پرلپسې دغلته په چاودنو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ګڼ عام خلک ووژل شول. په اګست میاشت کې دغو بریدونو زور اخیستی او همدا پرون د چمن په مال روډ په یوې چاودنه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې چاودنو او روان وضعیت په غبرګون کې د ال پارټیز او پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لوی اعتراضي لاریون وشو او په کې خبرداری ورکړل شو چې پاکستاني حکومت دې د خپلو هغو کړیو مخه ونیسي، چې دغلته عام خلک وژني.

تېره ورځ ګڼو پښتنو ملتپالو د دغو بریدونو تر شا د پاکستاني استخباراتو لاس وباله او هغوی یې تورن کړل چې د پښتنو په وینه سوداګري کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply