د جنوبي ولایتونو طالبان د پاکستان په زیات نفوذ تشویش لري

سید عبدالله پاچا

0 605

د قطر دفتر سیاسي پلاوي کې ځینې بدلونونه راغلل او دا بدلونونه وروسته له هغې راغلل چې ځینې څېرې پاکستان نه غوښتلې او ځینې څېرو سره جنګي طالبان مخالف و او د جنګي قومندانانو برخه یې کمه ګڼله.

خو اوس چې د طالبانو منځ کې د ملا عبدالغني برادر په اړه خبرې راپورته شوي، دا جنجال او تشویشونه نور هم زیات شوي دي.

د طالبانو د جنوبي حوزې مشران په دې اړه شکمن دي چې څنګه ملا برادر د پاکستان په یو سخت زندان کې ساتل کیده، خو اوس قطر ته له یوې ځوانې میرمنې، ۵کلن زوی او ۷کلنې لور سره تللی دی.

دا پوښتنې او تشویشونه وروسته له هغې پيدا شول چې کله د طالبانو جنګي قومندانانو ولیدل چې ملا برادر د زنداني کیدو په کلونو کې واده کړی او اولادونه یې پيدا شوي دي.

دا تشویشونه ځکه راولاړ شوي چې د ملا برادر په اړه ویل کیږي چې زندان کې نه بلکې د ای ایس ای یو کرايي کور کې اوسیده او ښه ساتنه او پالنه یې کیدله.

دا چې ملا برادر کلونه د زندان په نامه د پاکستان د استخباراتو میلمه و او د طالبانو رهبرۍ ته یې هم دروغ ویلي، دې موضوع طالبان پر یو بل سخت بې باوره کړي دي.

دا بې باوري څو اړخونه لري.

یو دا چې طالبان تشویش لري چې ملا برادر د ای ایس ای له لوري روزل شوی او د سولې د مذاکراتي ټیم مشرۍ ته دستورې رالیږل شوی دی.

بله خبره دا چې طالبان بې باوره شوي چې څنګه یې یو داسې کس د سرنوشت په اړه پریکړه کوي چې د طالبانو ټولې رهبرۍ ته یې دروغ ویلي، هغه بندي نه و، میلمستون کې و، خو طالبانو رهبرۍ ته وایي چې هغه زنداني و.

د جنوبي حوزې د طالبانو بل تشویش دا دی چې د ملا برادر په راتګ سره یو شمېر طالب مشران حاشيې ته شوي او ممکن دا کار د پاکستان په لارښوونه شوی وي.

د دوی دا اندیښنې ځکه پر ځای دي چې جګړې او سختې ورځې دوی تیري کړی، خو اوس ټول امتیازات هغه طالب مشران اخلي چې د ای ایس ای میلمستونونو کې یې هوسا او ارامه شپې تیري کړي دي.

د ملا برادر په اړه شکونه تر دې ځایه رسیدلي چې د طالبانو د هلمند د حوزې قومندانان ټینګار لري چې د مذاکراتي پلاوي یوه دوره مشري دې ملا برادر او بلې دورې دې شیخ حکیم کوي.

طالبانو دا موضوع پټه ساتلې او نه غواړي چې نورې ډلې او وسله وال یې پرې خبر شي، طالبانو سیاسي دفتر هڅه کوي دا موضوع پټه وساتي او یا ورته داسې توجیه پیدا کړي چې دا بې باوري په بیا ځلې اعتماد باندې بدله شي.

پاکستان پوره هڅه کوي چې د سولې مذاکراتو کې یې برخه مالومه وي او هر هغه څه چې پاکستان یې غواړي طالبان مجبور دي چې د مذاکراتو په میز یې مطرح کړي.

خو د طالبانو ځینې ډلې له دې طرحې سره مخالف دي او نه غواړي چې پاکستان دې په دوی کې دومره نفوذ ولري چې ان د قطر دفتر کې کسان لیرې کوي او بل کس ځای پر ځای کوي.

 

د طالبانو ترمنځ دا جنجال پراخیدونکی دی او ممکن د بین الافغاني مذاکراتو د پيل پرمهال پراخه او رسنیز شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply