د میدان وردګو د مڼو سږني حاصلات ۱۳۰ زره ټنو ته رسېدلي دي

0 875

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله د دې ولایت د مڼو بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي.

 د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایي، د اټکل له مخې سږکال به د دې ولایت د مڼو له بڼونو څه باندې ۱۳۰ زره  مټریک ټنه مڼې راټولې او بازار ته به وړاندې شي. د ښاغلي تسل په خبره تېرکال دغه شمېره ۱۲۲زره او ۹۷۶ مټریک ټنهوه، چې دا په روان کال کې ددې ولایت د مڼو د حاصلاتو کابو لس سلنه زیاتوالی ښیي.

په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د میدان وردګو ولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال په دې ولایت کې پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو د نوي ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوي جوړې شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې هم په میدان وردګو ولایت کې د مڼو د بڼونو د ترویج په پار پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو بڼونه جوړې کړي دي.

د بڼوالو روزل، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دي، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې دي.

په میدان وردګو کې بېلابېلې مېوې شتون لري، خو د دې ولایت مڼه نړیوال شهرت لري. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې میدان وردګ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply