د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان حکومت د یوې داسې باعزته، سراسري او دایمي سولې طرفدار دی، چې پکښې تنوع، لاسته راوړنې او د ټولو  حقوق خوندي وساتل شي.

نوموړی دغه راز وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام همیشه اسلامي او د ولسواکۍ پر محور ولاړ و، چې تر دې وروسته به هم همداسې وي.

ښاغلی محب وایي، په اوسني نظام کې ستونزې هم شتون لري، خو اصلاحاتو لپاره بحثونه اساسي ارزښت لري.

محب زیاتوي: ((مهمه د نظام ساتنه او تقویت دی، ځکه چې د نظام په شتون کې د طالبانو د ډلې په ګډون د ټولو بقا تضمین او ګټې یې خوندي دي. په مذاکراتو کې باید د ټولو تفاوتونو سره سره، د نظام د بقا ترڅنګ، پر تقویت یې هم اساسي بحثونه وشي.))