د بالیووډ ستوری اکشی کمار هره ورځ د غويي میتیازې څښي

0 1,083

د بالیووډ مشهور ستوري اکشی کمار په یوه مرکه کې ویلي دي چې هره ورځ د غويي بولې يا ادرار څښي. ډیر شمیر هندوان د غوایي میتیازې درمل بولي. ډیري د دوی اوس په دې باور دي چې د غویي بولې د کرونا ویروس پر وړاندې هم مرسته کوي.Indien Akshay Kumar (AP)

د هندوستان ۳۵ کلن مشهور فلمي ستوري اکشی کمار په یوه انټرنټي مرکه کې ویلي دي: «زه هره ورځ د [ایور وېدا] طب د علم د قاعدې پر بنسټ د غويي بولې څښم.»

ایور وېدا چې په سانسکرت کې د «ژوند علم» معنی ورکوي په واقعیت کې د هند د عنعنوي طب میتود دی او ډير شمیر هندوان په دې عقیده دي چې د غويي میتیازې د کرونا ویرس پر ضد هم مرسته کوي، خو په دې ارتباط هیڅ علمي ثبوت شتون نه لري.

اکشی کمار دغه څرګندونې په یوې خپرونې کې د راڅرګندیدو له پاره د یوه تبلیغاتي ملاقات پر مهال کړي دي چې په هغې کې دا د «فیلانو د کود» چای څښي.

نوموړي په دې مرکه کې د توضیحاتو په ترڅ کې وویل چې په دې اړه یي هیڅ اندیښنه نه درلوده: «د دې پرځای چې اندیښمن اوسم، ډیر په هیجان کې وم. زه هره ورځ د هند د پخواني طب د علم په مبناء د غويي میتیازې څښم، له دې اړخه هیڅ ستونزه نه وه.»

اکشی کمار د هند د لومړي زویر نریندر مودي له سرسختو پلویانو څخه دی چې حکومت یي د شکرې او سرطان ناروغیو پر وړاندې د غويي د میتیازو او خوشایانو د احتمالي ګټو د معلومولو په خاطر د تحقیقاتو له پاره څو میلیونه ډالره د څیړونکو ادارو په اختیار کې ورکړي دي. خو تر اوسه پورې هیڅ کومې څیړنې د هغې وقایوي او یا هم دارويي تاثیرات نه دي ثابت کړي.

www.dw.com/ps

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply