یونېسف په لومړي ځل ارزګان کې دفتر پرانیست

0 668

یونېسف وايي، د افغانستان په ارزګان ولایت کې يې د لومړي ځل لپاره دفتر پرانیستی دی.

یونېسف ویلي، چې له دې سره به دغلته نهه لکه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان چې له اساسي خدمتونو بې‌برخې دي، د دوی مرستې ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د یونېسف عمومي مشر ابوبکر کامپو ویلي، له ۱۹۴۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې دوی ارزګان کې فعالیت پيلوي او نوموړي دا کار د هغه ولایت د خلکو د ژوند بدلون لپاره تاریخي لحظه یاده کړې.

یونېسف وایي، ارزګان هغه ولایت دی چې د نورو پرتله د ګوزڼ پېښې په‌کې زیاتې دي او یو لک او ۷۵ زره ماشومان په‌کې بېړنیو خدمتونو ته اړتیا لري.

د یونېسف په باور، د ښوونې کمزورتیا د ارزګان بله ستونزه ده او په هرو ۱۰ نجونو کې یې اته له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply