امريکا: پر ايران لګيدلي بنديزونه پرځای دي

0 606

د امريکا متحده ايالاتو په يو اړخيزه توګه اعلان وکړ چې پر ايران موده وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري لګېدلي بنديزونه بيا پر ځای دي.
دا اعلان د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پرون کړی او ګواښ يې کړی چې د يادو بنديزونو په وضع کېدو سره به سرغړوونکو ته سزا ورکول کېږي. پمپيو په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې پر ايران د ملګرو ملتونو له بنديزونو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده چې ياد بنديزونه به پر ايران لارې ته د راتلو په هدف فشار زيات کړي.
له دې سره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هيله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به هم د يادو بنديزو په تطبيق کې پابند پاتې شي او په خبره يې که دا کار ونه شي، نو امريکا چمتو ده چې له خپل داخلي ځواک په استفادې سره د يادو هېوادونو پر وړاندې اقدام وکړي.
د ولسمشر ټرمپ د خبرو پر بنسټ، که د ملګرو ملتونو پر هغو غړيو هېوادونو چې امريکا يي تمويلوي بنديزونه وضع شي، نو د دغه هېواد له مالي منابعو ګټنه يې محدودېږي. د امريکا دې اقدام د ايران غبرګون هم راپورته کړی او ويلي يې دي چې دا د امريکا ناسم او غط اقدام دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وايي، د يادو بنديزونو په بېرته احيا کولو سره امريکا د ايران پر وړاندې په سياست کې تېروتنه کوي او زياتوي چې دا ډول اقدامات د دواړو خواوو ترمنځ رامنځته شوې سياسي فضا نه شي ارامولی. نوموړي پر نړيوالو هم غږ کړی چې د امريکا د ورته اقداماتو اړه دې له دې هېواد د واضح ځواب غوښتونکي شي.
ملګرو ملتونو دغه بنديزونه د اټومي تړون په چوکاټ کې د ياد تړون د نقض په صورت کې پر ايران وضعه کړي وو. خو اوس دا چې امريکا له دغه چوکاټ څخه وتلې ده، پر ايران د متواترو بنديزونو لګولو هڅه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply