د هغه په خبره، مونږ کار کوو چې افغانستان کې د جګړې دواړه لوري جګړې راکمې کړي.

خلیلزاد وایي، امریکا به د سولې له هغه تړون ملاتړ وکړي چې هغه کې د لږکیو او ښځو حقونه خوندي وي.

نوموړي زیاته کړې، دوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې دخیل نه دي، خو که چېرې ترې مرسته وغوښتل شي همکاري کولای شي.