د افغانستان سفیر د ملکې ویکټوریا په دربار کې

لیکواله : صفیه حلیم

0 1,303
سلطان محمد د سيالکوټ (پنجاب) د يو غريب کروندګر زوی و او شپونکی و. د نولسمې ميلادي پېړۍ پای کې انګريزانو ټول پنجاب نيولی او ځينو سيمو کې يې ښوونځي پرانستي وو. يوه ورځ شپونکي د کلي سره نږدې يو ښوونځی وليدو نو هلته ورغلو. دلته زده کړه ويړيا وه نو دې پکې داخل شو. هغه د سبق په وخت به خپل څاروي ځنګله کې پرېښودل. د لومړيو زدکړو نه وروسته بل ښوونځی يې نه ليدو نو لاهور ته وتښتېدو.
هلته د ورځې به په ښوونځي کې، ماځيګر د اورګاډي په سټيشن د خلکو سره بار چلوو او د شپې به په جومات کې ويده شو. د محلت خلکو به په جومات کې ايسارو له ډوډۍ ورکوله. هغه جومات ته د افغانستان يو سردار هم د لمانځه لپاره ورتلو. يوه ورځ يې سلطان محمد وليدو چې ښه لوستی ځوان و نو له هغه يې پوښتنه وکړه چې افغانستان ته ځې. ده ورته “هو” وکړل او کابل ته ورسره روان شو. هغه وخت د افغانستان امير عبد الرحمان خان د انګريزانو سره د ډيورنډ کرښې په اړه مذاکرات کول. سلطان محمد د افغانستان د ژباړونکو سره په هغو خبرو کې ګډون وکړو. امير هم د ده له استعداد خبر شو نو خپل مشر سکرتر او بيا يې وزير وټاکلو. خو د سلطان محمد پر ضد په دربار کې تل سازشونه کيدل ځکه دی افغان نه و. څو وارې هغه د انګريز جاسوس په نوم تورن او د مرګ په سزا محکوم شو خو امير عبد الرحمان خان وژغورلو.
دی د يو ملنګ په جامه کې له افغانستان وتښتېدو او بيرته لاهورته لاړو. هلته په رسېدو انګريزانو په دې شک ونيولو چې ګوندې سلطان محمد د افغانستان جاسوس و. د خوشې کېدو نه وروسته هغه په انګلستان کې ډاکټرې اينا هيملټن ته ليک ورواستاو. هيملټن په افغانستان کې د تجارت د لارې ښه ګټه کړې وه او په انګلستان کې يې ښه کور او ژوند لرلو. کله چې هغه د ده له حاله خبره شوه نو دی يې انګلستان ته وروغوښتو او په کيمبرج پوهنتون کې د قانون زدکړو لپاره يې ورسره مرسته وکړه.
امير عبد الرحمن خان خبر شو چې سلطان محمد په لندن کې دی نو هغه ته يې وړانديز وکړو چې هلته د افغانستان سفير شي. هماهغه وه چې سلطان د سبق سره د افغانستان د سفير دنده هم سر ته ورسوله. د قانون د سند او تحصیل نامې له تر لاسه کولو وروسته هغه بېرته سيالکوټ ته لاړو او کور يې ودان کړو.
د سلطان محمد زوی نامتو شاعر فيض احمد فيض وايي چې ځېني خلک دعوه کوي چې “پدرم سلطان بود” خو زما مور او پلار دواړه سلطان وو. د سلطان محمد د ميرمنې نوم سلطان فاطمه و.
د اردو ژبې ژورناليسټ او ليکوال آصف جيلاني سره په ۱۹۶۵ م کې د فيض مرکه-
د خپريدو نيټه
۱۷ مارچ ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply