پاکستاني پوليسو يو افغان کډوال وژلی او بل يې ټپي کړی

0 736

په پېښورکې افغان کډوال وايي، پاکستاني پوليسو نن د وزير ګل په نوم پر يوه افغان ګډوال او د هغه پر ورور ډزې کړې چې په ترڅ کې يې په خپله وزير ګل وژل شوی او ورور يې ټپي شوی دی.
دوی چې په پېښور کې يې په دې اړه اعتراض درلود وايي، د وزيرګل قاتلانو ته دې له قانون سره سمه سخت سزا ورکړل شي. د پاکستاني رسنيو له لورې په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي چې دا پېښه د خيبر پښتونخوا په ناصر باغ سيمه کې رامنځته شوې او زياته کړې يې ده چې پر وزيرګل او د نوموړي پر ورور الف‌ګل هغه وخت د پوليسو له لوري ډزې شوي چې د خپلې خور د پيدا کولو په هدف په سيمه کې د پوليسو يوې تاڼې ته ورغلي وو.
رسنيو د الف‌ګل په حواله زياته کړې چې خور يې په ياده تاڼه کې د پوليسو له يوه منسوب سره اړيکه درلوده او د نوموړې د پيدا کولو په هدف تاڼې ته ورغلي وو چې پوليسو پرې ډزې وکړې. د راپورونو له مخې دا مهال د افغان ګډوالو اعتراض په پېښور کې د افغانستان قنسلګرۍ په سپارښتنه پای ته رسېدلی او د يادې قضيې د تعقيب ډاډ يې ورکړی دی. د رسنيو د راپور له مخې د خيبر پښتونخوا محکمې هم ياده قضيه ثبت کړې او د انجلۍ خونديتوب په هدف يې امن‌خونې ته د نوموړي د انتقال حکم کړی دی؛ خو دا د وزيرګل خور په اړه د پاکستاني رسنيو راپورونه څومره رښتيا دي، د کورنۍ نورو غړيو يې په اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوليس پر افغان کډوالو ډزې کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د راضي‌الله په نوم افغان کډوال چې پر امر تهکالي هم مشور و، په خورا بې رحمانه توګه وژلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply