د دولتي او نادولتي ادارو د ملا تیر

نورمحمد ثاقب

0 554

په دولتي او غېردولتي ادارو کې بېلا بېلې څانګې د تشکیل په بڼه د خاصو مسولیتونو او صلاحیتونو په څرګندولو سره په جلا جلا ډول ښودل شوي وي. ادارې ځکه په مختلفو څانګو ویشل کیږي؛ چې په تخصصي توګه د ادارو مقصد او لرلید پر لور ګډ کار وشي.؛ چارې معلومې شي. ضرورتونه سنجش شي او د اړتیا وړ ټول فعالیتونه پر معیار سره ترسره شي.

په ادارو کې ټولې رامنځ ته شوي څانګې او دیپارټمنټونه په خپل ذات کې اهمیت لري او اړتیا ورته لیدل شوي وي. د بېلګې په توګه ډېری ادارې په مالي، تدارکاتو، منابع بشري او نورو څانګو ویشل شوي وي، چې د ادارې په نوعیت او خاصیت پورې تړاو لري خو پورته یادې څانګې ابتدایې او حتمي دي.

ادارو کې ټولې څانګې مهمې وي او له ایجاد وړاندې ضرورت ورته محسوس شوی وي خو د انساني سرچینو(Human Resource) څانګه د ادارې د ملا تیر بلل شوی دی. انساني سرچینې په ادارو کې د خلکو څخه نمایئنده ګي کوي، چې په کار بوخت وي او د کارکوونکو د ذاتي وړتیاوو، حاصل شوي پوهې، مهارتونو او استعدادونو مجموعه جوړوي. انساني سرچینې یا انساني فکتورونه په ادارو کې سره تړلي، ناپېيلي او د متاقبلو برخوردونو لرونکي فزیالوژیکي، روني، ټولنپوهنې او اخلاقي برخې دي.

له بل اړخه د انساني سرچینو څانګې ډیره مهمه مدیریتي دنده پر غاړه لري، چې له مخې  یې د ادارو لپاره کادرونه لټول کیږي، د تمې وړ کادرونه انتخابیږي، شته کارکوونکي روزل او په نویو معلوماتو سمبال کیږي. د بشري سرچینو مدیریت  په اداره کې د ټولو هغو کسانو مسؤلیت دی، چې خلک اداره کوي. لکه د منابع بشري دیپارټمنټ او  د هغوی د کار توضیح کوي، ترڅو  اړوند ټول کارکوونکي د متخصصینو په توګه ګمارل شوي وي. دا د مدیریت هغه برخه ده، چې په کار کې د خلکو او د څانګو  اړیکې سره ونښلوي. د انساني سرچینو مدیریت نه یوازې په صنعت او سوداګرۍ پورې اړه لري بلکې د دندې  په ټولو برخو کې هم پلي کیږي.

د اقتصاد د علم په ساحه کې د د تولید عوامل له هغو توکیو څخه عبارت دي چې د شیانو اوخدمتونو د تولید په پروسه کې پکار وړل کیږي، لکه: ځمکه، د کارقوه یا انساني کار، سرمایه او رهبري یا اداره. دلته هم د انساني سرچینو اهمیت خورا ډير دی، چې د تولید او خدمت د وړاندې کولو په پروسه کې زیاته ونډه لري.

په پای کې داسې پایلې ته رسیږو، چې پرته له انساني سرچینو ادارې هېڅ دي. وګړي په ټولو ادارو کې اساسي او ضروري برخه تشکیلوي، هغه که تجارتي ادارې وي، ټولنیزې، دولتي او یا مذهبي ادارې وي. په ادارو کې د معیاري کاري قوې درلودل د مدیرانو د دندو برخه جوړوي نو په کار ده، چې په ادارو کې د ملا تير د فعال ساتلو او حاصلیز لرلو لپاره بشپړه توجه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply