ولسمشر د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه لویې جرګې ته سپاري

0 627

ولسمشر غني تېر ماښام د دوحې د شخړو او بشري مسایلو مطالعاتو مرکز کې د وینا پر مهال ویلي، د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه به لویه جرګه کوي.

هغه یاد مرکز ته په وینا کې زیاته کړې، د سولې مشورتي لویې جرګې د سولي د مذاکره کوونکي پلاوي صلاحیتونه او حدود مشخص کړي او د مذاکره کوونکي پلاوي ترمنځ د نظر استثنایي وحدت موجود دی.

هغه زیاته کړه، هغه مطلوب هدف چې موږ یې په لټه کې یوو، خپلواک، متحد او دیموکراتیک افغانستان دی چې له ځان او نړۍ سره په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي او د وروستیو دوو لسېزو د لاسته راوړنو د پراختیا او ساتنې وړتیا ولري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده، ترڅو موږ یو ځل بیا د سیمې په څلور لارې او د سیمې او بین المللي همکاریو پر بستر بدل شو.

د هیواد جمهوررئیس د سولې مذاکراتو د کوربتوب په خاطر د قطر له امیر مننه وکړه وې ویل، د سولې اعمار یواځې د سولې هوکړې ته رسېدل نه دي، بلکې هغه بهیر دی چې د خلکو لپاره د سولې او هوساینې فضا ممکنوي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، افغانستان د سرچینو له کموالي رنځ نه وړي، بلکې ستونزه یې له سرچینو ناسمه استفاده ده. هغه د هیواد طبیعي سرشاره منابعو موجودیت ته په اشارې چې ارزښت يې تر یو تریلیون ډالر اټکل شوی دی وویل، هغه پانګه او وړتیا چې موجوده ده، موږ د راتلونکي په اړه خوشبینه کوي.

جمهوررئیس د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال د افغانستان حکومت لاسته راوړنو او هڅو یادونه وکړه، همدا راز یې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې شپه او ورځ د خلکو د ځان او مال ساتنې په برخه کې هڅې او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مبارزه کوي، قدرداني وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply