پکتیکا کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د مختلفو پروژو چارې روانې دي

0 873

د پکتیکا ولایت په نږدې ټولو ولسوالیو کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت لویې او وړې پروژې پلې شوې او د پاتې نورو یې کارونه روان دي.

د پکتیکا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس انجینرمومین افغان وايي، چې تر اوسه ۲۰۳ پروژې د ۶۱۵ مېليونه افغانیو په لګښت پلې شوې او د ۱.۹ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۲۹۵ نورو پروژو کارونه روان دي، چې ډېری برخه یې په یاد ولایت کې د اقراء برنامې له لوري پر مخ وړل کېږي.

د اقراء په نوم د یاد ملي پروګرام له لارې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي او تر اوسه پکتیکا کې د دغه برنامې له لارې ۱۲۹ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې او د ځینو رغنیزې چارې روانې دي.

انجینر مومین افغان زیاته کړه:(( ولسي تړون ملي پروګرام د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه، یحی خېل او جانې خېل ولسوالیو کې فعالیت کوي او ۳۰۵ ډیزاین شوې او منظورې شوې پروژې په یاد پروګرام کې لرو، له ۱۳۹۸ کال راهیسې مو تر اوسه ۱۴۵ پروژې بشپړې کړې او د ۱۳۱ نورو هغو کارونه جریان لري.))

هغه وویل، چې په یاد پروګرام کې ۲۶ پروژې نوې منظورې شوې دي، چې د یادو او نورو ټولو ۳۰۱ پروژو ټوله بودیجه ۴۸۵.۳مېلیونه افغانۍ کېږي.

د مومین په خبره، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۳۱ پروژو کارونه نږدې بشپړېدونکي دي، چې لدې وروسته به هڅه وشي، چې دغه ملي برنامه د پکتیکا ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply