ولسمشر غني د طالبانو تاوتريخوالي له امله له زيانمنو خلکو سره د مرستې امر کړی

0 927

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د وسله‌والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي زياتوالی او په ځانګړې په توګه په هلمند کې وروستۍ جګړې د زغملو وړ نه دي او په کلکو ټکو یې غندي.

نوموړي ويلي چې د ياد تاوتريخوالي په ترڅ کې ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځايه او ان ځينو کورنيو ته د سر او مال زيان هم اوښتی دی. ولسمشر غني چې دا څرګندونې يې په يوه ويډيويي پيغام کړي زياته کړې چې يادو زيانمنو کورنيو ته د بېړنيو مرستو رسونې په هدف يې اړوندو ادارو ته امر کړی دی.

ولسمشر غني زياته کړې:

«په هېواد کې وروستی تاوتریخوالی په خاص ډول د هلمند وروستۍ جګړه چې بې ګناه وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول په کلکو ټکو غندم او ورته خواشینی یم. د طالبانو دا وحشت په هېڅ صورت د منلو نه دی او د هلمند زیانمن شویو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وايم.»

ولسمشر غني دا څرګندونې داسمهال کوي په دې وروستيو کې وسله‌والو طالبانو د هېواد په کچه خپلې جګړې ته تر وروستي حد شدت ورکړی دی. امريکايي چاروکو او د نړۍ زيات شمېر هېوادونو د طالبانو دا کار د دوحې هوکړې خلاف عمل بلل خو وسله‌والو طالبان بيا په دې اړه بې تفاوته پاتې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply