بایدن آشنا ته بویه، چې د خپل بابا نصیحت او د خپل جنرال وړاندیز هېر نه کړي

نورالحق ن. څلی

0 600
بایدن آشنا ته بویه، چې د خپل بابا نصیحت او د خپل جنرال وړاندیز هېر نه کړي
نورالحق ن. څلی
له هغه وخت راهیسې ۱۲۰ کاله تېر شوي دي چې ځوان ونستن چرچل له افغانانو سره د جګړې په ډګر کې مخامخ شوی و. نن ورځ ډېر څېړونکي دا مني چې چرچل د افغانستان پر ضد د جګړې د سترو ننګونو په تړاو په خپل لید کې هېڅډول تېروتنه نده کړی او اخیستنه یې پر ځای ده. چرچل د افغانستان ضد جګړه « له مالي پلوه تباه کوونکی، له اخلاقي پلوه بده او زیان رسونکې، له نظامي پلوه یوه نا ځواب شوې او له سیاسي پلوه یوه تېروتنه » بللې ده .
نوموړي دغه ټکي په ۱۸۹۷ کې هغه وخت ولیکل، چې برخلیک یې په برتانوي هند کې د یوه ځوان افسر په توګه، زموږ افغانانو له غورنیکونو سره په جګړه کې ودراوه. چرچل په هغو شپږ اوونیزو جګړیزو عملیاتو کې ګډون درلود، چې د پښتنو د ځپلو، د هغوی د کلیو او بانډو د سوځولو لپاره پیل شوي وو. په دغو جګړو کې چرچل څو ځله د خپل ژوند وروستیو شېبو ته ور نېږدې شو .
په نولسمه پیړۍ کې د برتانوي هڅو په اړه د ده ( چرچل ) لنډیزونه په اسرار آمیزه توګه هغه احساسات او نظریات منعکس کوي، چې د لوېدیځ ډېرو سرتیرو په تېره بیا امریکایي او انګلیسي سرتېرو په یویشتمه پېړۍ کې لمس کړل. له هغه وخت راهیسې چې دوهم بریدمن چرچل له هغو افغانانو سره جنګیدلی دی، چې ده به « نه مهارېدونکي قبېلوي وسله وال » ګڼل، دا دی له یوې پیړۍ څخه ډېر وخت تېرېږي. نړۍ بدله شوې ده او ډېر څه بدل شوي دي ، خو د چرچل د لومړیو پوځي نښتو درسونه او رښتینی خوند لکه څنګه چې هغه مهال و، نن ورځ هم همغسې پاتې دي .
چرچل لکه د خپلې زمانې د هر بل ځوان افسر په شان د افغانانو پر ضد د اتلس سوه نویمو کلونو په کساتي ( د غچ اخیستنې ) جګړو کې په ډېر زور او ځوږ سره ګډون وکړ او ټینګ باور یې درلود، چې برتانوي نظامي برلاسی به په آسانۍ سره افغانان په ګونډو کړي. خو د هغو شپږو اوونیو سختو جګړو څخه وروسته چې په ترځ کې یې نوموړی لس ځلې ښه سم تر ډزو لاندې راغی او څو ځلې داسې شېبې ورباندې راغلې، چې مرګ لکه باڼه ورته نېږدې شوی و، نو ځکه چرچل خپله نغمه بدله کړه . ځوان چرچل دې پایلې ته ورسید او دا ناشونې ورته ښکاره شوه، چې افغانان به کله هم یوازې د نظامي ځواک په مټ ونه ټکول شي .
په افغانستان کې د ناتو ځواکونو تقاعد سوي قوماندان امریکایي جنرال دیوید پتروس ، کله چې د طالبانو د ماتولو په موخه خپله د بلواګرۍ ضد ستراتیژي جوړوله ورته پایلې ته رسیدلی و. په ۲۰۱۱ کال کې جنرال پتروس په یوې مرکې کې دا په ډاګه کړې وه، چې د خپلې څېړنې په بهیر کې یې د چرچل د لومړۍ جګړې شننې لوستي دي او برتانوي تجربه یې مطالعه کړې ده. همدا شان هغه زیاته کړې وه، باور نه لري چې د افغانستان جګړه دې یوازې د نظامي ځواک په زور وګټل شي . نوموړي جنرال د افغانستان د جګړې په اړه وایي : « ته په خپله لار کې، د صنعتي ځواک لرونکی پاڅون نشي کولی و وژني او یا یې ونیسې ». جنرال وړاندې وایي : « ته باید یو څه دغه کار وکړې خو مجبور یې، چې یو سیاسي لوري ته هم ځای ورکړې» .
د چرچل او امریکایي جنرال پتروس ویناوې، انسانیت او د افغانستان د خلکو غوښتنه په کلکه دا حکم کوي، چې د جګړې دوام او د افغان ولس وېرول ګټه نه لري . جګړه یوه شیطاني کړنه ده. دا ډېر د خواشینۍ ځای دی، چې هغه ښاغلی بایدن د افغانستان د ورکولو ګواښ کوي چې د افغان ولس له مېړانې ښه خبر دی. بایدن آشنا ته بویه، چې د خپل بابا نصیحت او د خپل جنرال وړاندیز هېر نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply