د کال له پيل تر دې مهاله له ۱۴۲ ميليارده افغانيو ډېر عوايد ټول شوي

0 697

ماليې وزارت وايي، د روان ۱۳۹۹يم لمريز کال له پيل تر دې مهاله يې د ټول هېواد په کچه۱۴۲ ميليارده او ۶۸۵ ميليون افغانيو په اندازه ملي عوايد راټول کړي دي.

دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ياده اندازه عوايدو راټولو په لړ کې يې يوازې د تېرو ۲ اوونيو په ترڅ کې د روانې لړم مياشتې له لومړۍ بيا د همدې مياشتې تر ۱۵مې د۷.۱۷۰ ميليارد افغانيو په اندازه عوايد راټول کړي دي.

د ماليې وزارت په خپرپاڼه کې ويل شوي چې د راټولو شويو عوايدو له ډلې ۳۹۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، ۱.۱۸۶ ميليارد له مالیاتي، ۱ میلیارد ۷۵۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۸۳۱ میلیونه افغانۍ بيا له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز د بوديجوي واحدونو له لوري د پراختيايي او عادي بودېجې لګولو ته هم اشاره شوې چې په ټوله‌ييزه توګه د روان ۱۳۹۹يم مالي کال له پیل تر د لړم ۱۷ مې پورې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ چې ۵۷.۶ سلنه پراختیایي بودیجه کېږي او ۲۲۱ میلیارده ۷۳۱ میلیونه افغانۍ چې ۷۳ سلنه عادي بودیجه کېږي، لګول شوی ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply