زيات ماليات او ټيکس اخستل  

عثمان غني

0 611

په هرمسلمان باندي شرعي ماليات او ټيکس ورکول لازمي دي اودا د ټو لني تر ټولو کم حق دي چې دهغه څخه ئي اخلي، د ضرورت په و خت کې ورڅخه دنورو اوزياتو ماليا توا خستلو حق هم لري همدارنګه حکومت دخپلو اقتصادي پاليسيو او وظيفو د پوره کولو لپاره دزيات مال اومالياتو غو ښتنه کولائي شي داضرورتونه په دري ډوله دي

الف:   -کله چه شرعي ماليات(زکات عشر)ددفاع ،جهادفي سبيل الله،ښووني او روزني ،داسلام په لور دبلني ،امربالمعروف او نهي  عن المنکر او د عدل قايمول او د بي وزلو خلکو د کفالت لپاره بس نشي نو زيات ماليات حکومت اخستلي شي

ب:   کله چې حکومت دمملکت دپر مختيا او تر قي لپاره زيات مال ته اړشي يادا چې دحکو متي و ظيفو دسرته رسولو لپاره مال ته ضرورت ولري  شرعي ماليات حکومت په خپلو کارونو کې نشي مصرفولائي ځکه دهغي مصارف قران کريم بيان کړي

ج:   د اسلامي حکومت يوه و ظيفه داهم ده چې په ټو لنه کې د مال د غيرعادلانه تو زيع په وجه چې کوم تفاو ت او بي توازني راغلي هغه کمه کړي د عياشي او بي ځايه اسراف څخه خلک منع کړي د دي مقصد د لاس ته راوړلو لپاره دا خبره ضروري ده چې په دولت مندو او شتمنو خلکو زيات ماليات حواله کړي ترڅو مال او دو لت جمعه شي او ټو لنه دفساد څخه وژغورل شي.

١: که چېري دعمومي کفالت لپاره دعشر اوزکات مال کفايت و نکړي نو په مالداره خلکو زيات ماليات لګول ضروري دي (المحلي –  ابن حزم –شپږم جلد )

٢ :  د اسلام علما پدي خبره سره متفق دي چې کله مسلما نانو ته  دزکات تر اداکولو وروسته کوم ضرورت  پيداشي نو بيا دزيات مال مصرفول پر مسلما نانو واجب دي تردي چې امام مالک رح  وائي که چېري دبنديانو د خلاصون لپاره دمسلمانانو ټول مال مصرف  شي پروا نشته

٣ : – امام کولائي شي چې دفو ځ دمصرف لپاره زيات ماليات حواله کړي او د خپل فو ځ مصرف او مشکل پري حل کړي ( امام غزالي رح )

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply