!اوباما بالاخره د اسامه د وژلو له رازونو پرده پورته کړه

ژباړه: زمريالی اباسين

0 872
تازه د امريکا متحدو ايالتونو پخواني ولسمشر بارک اوباما د “A Promised Land” يا “سپېڅلې خاوره” (؟) په نوم نوی کتاب له چاپه راووت.
پدې کتاب کې اوباما د خپلې ادارې پر مهال د کړو کارونو له ځينو هغو زاويو پرده پورته کړې چې لوستل يې له ګټې خالي ندي. پدې منځ کې، موږ دلته د هغه د کتاب د اوويشتم څپرکي هغه واقعيتونه په لنډو ټکو ستاسو مخې ته ږدو چې د القاعده د پخواني رهبر اسامه به لادن د وژنې په اړه يې ليکلي دي:
د سپټمبر د نهمې او يوولسمې پېښې له نهمې کليزې يوه ورځ مخکې، ليون پنېټا چې هغه مهال د سي ای اې رييس او مرستيال يې مايک مورل ما سره د بېړنۍ ليدنې غوښتنه وکړه. ما هم چې د ليدنې او خبرو اترو په اړه د موضوع جديت حس کړی و دا وړانديز ومانه او سمدستي سره کېناستو. ليون پنېټا پدې ليدنه کې راته وويل چې لومړني معلومات ښيي چې د اسامه بن لادن د موندنې په اړه يې د غوټې خلاصولو اصلي تار موندلی دی. هغوی راته وويل چې د زرګونه ډوله اطلاعاتو د څېړنو په پايله کې جوته شوې چې د ابو احمد الکويټي په نوم د القاعده شبکې خبرلېږدوونکی يې پېژندلی دی چی اسامه بن لادن سره هم اړيکې لري. راته ويې ويل چې د هغه ټيليفوني اړيکې او نور ارتباطي چينلونه يې څارلي او په پايله کې يې د پاکستان له شمالي څنډو په ۳۵ کيلومټري واټن کې يې په ايبټ اباد ښار کې يو کور تشخيص کړی دی.‌ د ليون پنېټا په وينا، د کور لويوالی او جوړښت ښيي چې کوم مهم کس يا د القاعده شبکې کوم مهم غړی پکې اوسيږي. پنېټا زياته کړه چې، هغوی د کشفي وسايلو په ځای پر ځای کولو سره دغه مشکوک کور تر څار لاندې لري او نوې موندنې به له ما سره شريکوي.
کله چې هغوی ولاړل، ما له ځانه سره فکر وکړ چې ښايي پدې کور کې يو مهم کس واوسي حتا د القاعده شبکې کوم لوپوړی مشر او يا د بن لادن کوم خاص کس.
د ډسمبر په ۱۴مه، ليون پنېټا او مايک مولن بيا راغلل او دا ځل يې د سي ای اې يو افسر هم له ځانه سره راوستی و. دغه افسر د سي ای اې له ترګرۍ سره د مبارزې برخې رييس او د بن لادن د ټلټنې ټيم آمر و. هغوی د پلټنې د بهير او ايبټ اباد کې د کور ارزونې د څرنګوالي په اړه معلومات راکړل. شيخ ابو احمد الکويټي دغه کور په يو مستعار نوم اخيستی و چې دېوالونه يې لوړ او اته چنده له ورته څېرمه کورونو لوی و. لدې کور سره هېڅ ټيليفون او يا انټرنټ نه نښلول شوي او پکې استوګن کسان يې هېڅ له کوره نه وتل، د کور کثافات يې سوځول خو هغه ماشومان چې پکې وو د شمېر او عمر له مخې يې د بن لادن د کورنۍ له معلوماتو سره اړخ لګاوه. پنېټا وويل چې زموږ د څارګرو وسايلو پر بنسټ موندل شويو اطلاعاتو موندنې دا دي چې پدې کور کې يو سړی اوسيږي چې جيګه ونه لري او هېڅکله له کوره بهر نه وځي خو تل يو څېرمه باغ کې پلی ګرځي. له مږ سره پدې ناسته کې د سي ای اې حاضر افسر پر دغه لوړ سړي د قدم وهونکي نوم ايښی و او په ځيرکتيا سره راته وويل چې فکر کوي دا سړی بن لادن دی.
له ما سره ګڼې پوښتنې وې، خو ترټولو مهمه يې دا وه چې داسې څه کار وکړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې دا سړی دې بن لادن‌ دی؟ د سي ای اې افسر راته وويل چې، هيله مند ندی چې د دې سړي د پېژندنې په اړه دې کومه غوره لار موجوده وي. ما له هغه پوښتنه وکړه چې، د دغه سړي په اړه ستا پرېکړه څه ده؟ هغه راته وويل چې په پياوړي ګومان ښايي دا سړی بن لادن وي خو سل په سلو کې ډاډه ندی. د سي ای اې د دغو اطلاعاتو له مخې چې دوی راکړل، پرېکړه مې وکړه چې دا معلومات پر دغه کور د بريد کولو لپاره بسنه کوي. په داسې حال کې چې سي ای اې د دغه لوړ سړي د پېژندنې په اړه کار کاوه، ما له ټام ډونلين او جان برېنن غوښتنه وکړه چې پر دغه کور د ناڅاپي بريد په اړه څېړنه وکړي. د موضوع د حساسيت په درک کولو سره، د دې امکان و چې دغه تاريخي فرصت له لاسه ووځي. پر دغه کور د بريد په اړه د امريکا د دولت څو ګوتې په شمار کسان خبر وو. موږ يو بل محدوديت هم درلود چې هغه د پاکستان نه خبرول و. پرېکړه مو وکړه چې د دغو عملياتو په اړه پاکستانی لوری خبر نکړو. د دې ترڅنګ چې پاکستان له موږ سره افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې مرسته کوله، خو د دغه هېواد استخباراتي سازمان (ای اېس ای) له طالبانو او ان القاعده شبکې سره اړيکې درلودې او ځينې وخت به يې له هغو د افغانستان د حکومت کمزوري ساتلو په برخه د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره کار اخیست. په واقعيت کې، ايبټ اباد د پاکستان له يو پوځي کمپ سره يوازې څو کيلومټره واټن درلود او که مو پدې اړه هر ډول معلومات پاکستان سره شریک کړي وای، زموږ عمليات يې خنثی کول.
موږ دوه غوراوي درلودل. لومړی دا چې، پر دغه کور موشک وتوغوو خو څو ملاحظې مو درلودې. که مو دا کور په موشک ويشتی وای څنګه به پوه شوي وای چې بن لادن هلته و؟ که القاده د بن لادن وژنه رد کړې وای، موږ پدې اړه څنګه وضاحت ورکاوه؟ دغه راز، پدې کور کې پنځو ښځو او شلو ماشومانو ژوند کاوه. که مو دغه کور په موشک ويشتلی وای، ورته څېرمه څو نور کورونه هم نړېډل. پدې ناسته کې مې د لوی درستيز مرستيال ته وويل چې زه د موشکي بريدونو اجازه نه ورکومځکه چې له امله به يې دېرش يا ښايي له هغې هم ډېر کسان ووژل شي او په پای کې به دا ډاډ هم نه وي موجود چې بن لادن هلته و که نه.
دوم غوراوی د ځانګړو عملياتو ترسره کول و چې بايد د ځانګړو ځواکونو يوه ډلګۍ د هليکپټرو په وسيله هلته تللې وای او د پاکستان د امنيتي ځواکونو له رسېدو مخکې يې عمليات پايته رسولي وای. دا عمليات چې خورا پېچلي وو، په اړه يې د امریکا دفاع وزارت د ځانګړو عملياتو قوماندان مکرفان تشريحات راکړل. مکرفان واقعا يو تکړه او تجربه لرونکی جنرال دی او د دغو ځانګړو عملياتو په اړه يې تخصصي پلان جوړ کړ.
د مارچ په نيمايي کې، مکرفان د دغو ځانګړو عملياتو پلان بشپړ او راته تشريح يې کړ او وې ويل چې د بحري ځواکونو يوه ځانګړې ډلګۍ به نيمه شپه د افغانستان له جلال اباد ښار په يوې يا دوو هليکپټرو کې ايبټ ته ځان ورسوي او د دغه کور انګړ ته به راښکته شي. په لومړي ګام کې به ټولې دروازې او کړکۍ تر پوښښ لاندې راولي، ورپسې به خونو ته ورننوځي او بن لادن به يا ژوندی نيسي يا به يې وژني او ژوندی يا مړی به يې له ځانه سره جلال اباد ته وړي.
دوه اوونۍ وروسته د مارچ په ۲۹مه، موږ بيا سره د سپينې ماڼۍ د ځانګړو ناستو په خونه کې راټول شو او مکرفان ډاډ راکړ چې عمليات په برياليتوب پايته رسولی شو او لدې مخکې چې پاکستاني ځواکونه سيمې ته ورسيږي، زموږ ځانګړې عملياتي ډلګۍ به ځان وباسي. موږ د هر ډول ممکنو شرايطو په اړه ارزونه وکړه. که پاکستاني ځواکونه لاسوهنه وکړي، يا د تګ او راتګ پر مهال زموږ هليکپټر په نښه کړي او يا عمليات له ټاکلي وخت ډېر وغځيږي، څه بايد وکړي. مکرفان روښانه کړه، که پاکستاني ځواکونه سيمې ته ورسيږي يا د مخنيوي هڅه وکړي، زموږ ډلګۍ به کور تر خپل کنټرول لاندې ولري او ډيپلوماټان به هم سم دستي يوه حل لاره پيدا کړي. مخکې لدې چې ناسته پايته ورسوو، يو بل غوراوی هم اضافه شو او هغه دا چې کله هغه لوړ سړی په باغچه کې ګرځېده يو ۱۳ پونډه موشک به پرې وتوغوو. د هرې ورځې په تېرېدو سره، لا ډېر کسان د‌عملياتو د طرحې په اړه خبرېدل. بالاخره مکرفان راته وويل چې د عملياتو په اړه وروستۍ پرېکړه کوئ که نه، خو ما ورته وويل چې زه لا چمتو نه يم او له درېوو غوراويو د يوه په اړه د پرېکړه په اړه بايد فکر وکړم.
مکرفان د دې لپاره چې د عملياتو پلان سري او پټ وساتي، ټول تدابير يې په پام کې نيول او د دې لپاره چې څوک پوه نشي، په ټولو رسمي او غيررسمي ناستو او غونډو کې به يې برخه اخيستله. بله ورځ د ځانګړي وضعیت خونې ته ولاړم او د وروستي ځل لپاره مې د ځانګړو عملياتو پلان له سترګو تېر کړ. مکرفان ته مې امر ورکړ چې افغانستان کې ځانګړي ځواکونه چمتو کړي.
ځانګړي ځواکونه جلال اباد کې په تيارسي حالتد عملياتو ترسره کولو وروستي امر ته په تمه وي. د دې لپاره چې اطلاعات لا دقيق شي، ليون پنېټا او مرستيال يې د سي ای اې د ترهګرۍ پرضد مبارزې له رييس وپوښتل چې څومره ډاډه دی هغه لوړ سړی بن لادن وي؟ د ترهګرۍ پرضد مبارزې رييس ځواب ورکړ چې له څلوېښت تر شپېته سلنې. ما مکرفان ته وويل چې دا‌ پنځوس-پنځوس موضوع ده خو بايد بيړه وکړو. مکرفان د خپل ټیم د بشپړ چمتووالي ډاډ راکړ او بل ټيم هم خبر راکړ چې ۱۳ پونډه موشک توغولو ته چمتووالی نیول شوی او د ولسمشر امر ته په تمه دي.
د وروستي ځل لپاره مې د ناستې له غړيو وپوښتل چې د دوی په نظر کوم غوراوی به ښه وي، د ځانګړو عملياتو ترسره کول که موشکي بريد؟ ليون پنېټا، مرستيال يې او ځينو نورو د ځانګړو عملياتو غوراوی غوره وباله، خو هېلري کلنټن د عملياتو د پايلو په اړه ډېره اندېښمنه وه چې وروسته يې د ځانګړو عملياتو په اړه سلا وکړه. ما د ځانګړو عملياتو د مخالفو کسانو ليدلوري هم واخستل او ورته ومې ويل چې سبا به وروستۍ پرېکړه وکړم. د اپرېل په ۲۹مه مې د خپله وروستۍ پرېکړه په رسمي ډول مکرفان سره شريکه کړه او امر مې ورکړ چې د ځانګړو عملياتو ترسره کولو بشپړ واک لري او وروستۍ پرېکړه بايد خپله وکړي. لدې پرېکړې وروسته مکرفان ډېر کارونه وکړل او وضعيت هغهو ته چې خبر نه وو عادي وښود. د همدې ورځې په پای کې مې له مکرفان سره اړيکه ونيوله او راته يې وویل چې پاکستان کې د هوا ناوړه حالت په کتو عمليات تر يکشنې شپې ځنډوي خو ټول اړين چمتووالی نیول شوی او د ځانګړو ځواکونو عملیاتي ډلګۍ هم په تيارسي حالت کې ده.
د سبا ورځې په سهار، مخکې لدې چې د سپينې ماڼۍ سهارنی زنګ وکړنګيږي، له خپله ځايه پورته شوم او د وېسټ وېنګ پروګرامونه مې لغوه کړل ځکه چې پدې ورځ تر هغو مهمې ناستې ترسره کېدونکې وې. پاکستان کې د شپې د تيارو خورېدو پورې مې ځينې نور کارونه وکړل خو ځانګړې خونې ته تر ستنېدو پرمهال مې د عملياتو په پلان کې ښکېل لوړپوړي چارواکي وليدل چې وار له مخه هلته رسېدلي وو.
ټام ته مې وويل چې کله هليکپټرو الوتنه وکړه، خبر راکړي. د واشنګټن پر وخت له غرمې وروسته دوه بجې، دوه هليکپټرو د ۲۳ ځانګړو ځواکونو جنګياليو او د سي ای اې يو پاکستاني الاصله امريکايي ژباړن او يو پوځي سپي سره يو ځای له جلال اباد د ايبټ پر لور حرکت وکړ. هغوی نوي دقيقو کې د پاکستان ايبټ اباد ښار ته رسېدل. زه له خپلې کاري خونې د ځانګړي وضعيت خونې ته ولاړم او دغې خونې دا ههال په بشپړه توګه د جګړې څېره خپله کړې وه. ليون پنېټا د ويډيو کنفرانس له لارې له مکرفان سره چې جلال اباد کې يې د عملياتو قومانده پر غاړه درلوده، په خبرو بوخت و. پدې خونه کې جو بايډن، هېلري کلنټن، پنېټا، مايک، ګېټس، مولن او د ملي امنيت ځينې نور مهم غړي حاضر وو. له عملياتو وروسته د پلان په اړه مې معلومات ترلاسه کړل. په پام کې وه چې د عملياتو د بريا يا ناکامۍ په صورت کې له پاکستان او د نړۍ له نورو هېوادونو سره اړيکې ونيسم.
پلان داسې و چې که بن لادن ووژل شي، مړی يې بايد بحر ته وغورځول شي او افراطي اسلامپالو ته د يو زيارت له جوړولو مخنيوی وشي. په داسې حال کې چې اندښمن هم وم، د ځانګړي وضعيت له خونې ووتلم، خو شوخوا درې نيمې بجې ليون پنېټا خبر راکړ چې هليکپټر سيمې ته نږدې شوي دي. پلان داسې و چې ما بايد په غير مستقيمه توګه د پنېټا لخوا د عملياتو په اړه معلومات ترلاسه کړي وای ځکه چې له مکرفان سره زما مستقیمه اړیکه د دې لامل کېده چې ټول مسايل زما امر ته په تمه شي او دا له سياسي لحاظه يو ناوړه کار او ېياسي ستونزه جوړېده. دا مې په ژوند کې لومړۍ ورځ وه چې ځانګړي عمليات په ژوندۍ بڼه ګورم. پدې وخت کې مکرفان ناڅاپي غږ وکړ چې يو هليکپټر د پام وړ کور له ډېوال سره ټکر وکړ.. د دې خبرې په اورېدو مې مغزو کې الکتريکي شاکونه حس کړل. سمدستي مکرفان بيا غږ وکړ چې هر څه به سم شي او تجربه لرونکی پيلوټ به هلکوپټر په خوندي ډول کېنوي.
بالاخره عمليات پيل شولاو ما د ويډيو له لاړې په ژوندۍ بڼه د هغو ننداره کوله. ومې ليدل چې د ځانګړو عملياتو ډلګۍ په شلو دقيقو کې څه ډول د کور په هره خونه ورننوځي او بالاخره هغه عمليات چې څو مياشتې يې د پلان په جوړولو کار کړی و او کلونه کلونه يې د هغو په اړه اطلاعات راټول کړي وو او هغه څه چې ما يې په بې صبرانه ډول د برياليتوب خبر اورېدو ته شېبې شمارلې، چې ليون پنېټا په لوړ غږ وويل “جيرونيمو” ووژل شو. يانې دښمن ووژل شو! [پدې عملياتو کې اسامه بن لادن ته د جيرونيمو مستعار نوم ټاکل شوی و.]
د دې خبرې په اورېدو سره مې د سپټمبر د نهمې او يوولسمې د بريدونو تصويرنه ذهن ته راغللاو له ځانه سره مې وويل، هغه کس مو له پښو وغورځاوه چې زرګونه امريکايان يې وژلي وو.
د عملياتو د شلو دقيقو په اوږدو کې د ځانګړي ضعيت خونه کې د ناستو کسانو له ډلې يوه هم له خپله ځايه ټکان نه خوړ او په ايبټ اباد کې په هغه کور کې ځانګړو ځواکونو د بن لادن مړی په توره کڅوړه کې تاو کېښود، درې ښځې او نهه ماشومان يې په خوندي ډول وپلټل، کمپيوټرنه، اسناد او نو وسايل يې راټول کړل، چاودېدونکي توکي يې په هغه هليکوپټر کې غورځېدلی و ځای پر ځای کړل څو چاودنه ورکړي او او بل هليکوپټر چې د دوی د لېږدولو لپاره چمتو و، له سيمې پورته شو او حرکت يې وکړ. ورپسې، جو بايډن خپل لاسونه زما پر اوږه مېښودل او راته وې ويي چې، مبارک دې شه رييسه! په خونه کې ټول حاضر ټيم ته مې لاسونه ورکړل، خو که رښتيا ووايم، تر هغو چې زموږ الوتکې د پاکستان په اسمان کې وې له دننه اندېښمن وم.
شپږ بجې وې چې هليکوپټر جلال اباد ته ورسېد او ما هم د ارامۍ سا واخيسته. وروسته له مکرفان سره د ويډيو کنفرانس له لارې غږېدم، راته ويل يې چې هغه د بن لادنذمړي ته ځير دی څو ډاډه شي وژل شوی دی. د سي ای اې اړوند‌د څېرې تشخيص وسيلې هم تاييد کړه چې مړی د بن لادن دی. د لا تصديق په موخه، مکرفان خپل ډوه سرتېري چې شپږ فوټه ونې يې درلودې د مړي تر څنګ څملول څو ډاډ ترلاشي چې مړی د بن لادن دی او د قد اندازه چې مخکې روښانه وه هم جوته شي. پدې وخت کې خندا راغله مکرفان ته مې په ټوکو کې وويل چې لدې ټول چمتووالي سربېره دې ځان سره يو متر نه و وړی چې دد بن لادن قد پرې اندازه کړې؟
وروسته پنېټا او مکرفان وویل چې د بشپړ ‌اډ ترلاسه کولو لپاره بايډ د مړي ډي ان اې چک کړي څو جوته شي چې مړی د بن لادن‌دی خو دې کار يو يا دوه ورځ وخت نيوه.
د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته اوباما د پاکستان او نورو هېوادونو له رهبرانو د خبر، د اسامه د وژنې په اړه ځانګړې وينا، مکرفان او د خاصو ځواکونو له عملياتي ټيم سره د ليدو او ځينو نورو ټړلو مساليو په اړه په څرګندنو د خپل کتاب دا څپرکی رانغاړي.
زمریالۍ اباسین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply