د کابل پوهنتون په برید کې “درو خوږو” ملګرو ته څه ورپېښ شول؟

نورګل شفق

0 1,084

نورګل شفقبي بي سي

 

د عکس تشریح،

له ښۍ خوا رضا حیدري، نصرت الله ترنک او محمد راهد امین

د کابل پوهنتون په خونړي برید کې د درو داسې دوستانو د ملګرتیا مثلث هم مات شوی چې ډېر سره ګران ول. محمد امین راهد، نصرت الله ترنک او رضا حیدري د خپلو ملګرو تر منځ د خواږه مثلت په نوم یادېدل.

درې واړه د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ جوړونې پوهنځي محصلان او ټولګیوال وو. د ګرانښت کیسه یې په دې هم د ملګرو تر منځ مهشوره او مثالي وه چې د افغانستان له درو مختلفو قومونو ول. تاجک، پښتون او هزاره. په ټولګي‌ کې هم د یوه بل تر څنګ سره کېناستل او ډېر کله په کابل کې د مساپرۍ په یوه کوټه کې پاتې کېدل.

خو څنګه د کابل برید پر مهال د دوی له ډلې یو ووژل شو، بل سخت ژوبل شو او درېیم روغ ووت؟

زه یو سهار د دغو درو له ډلې له دوو ژوندیو پاتې هغو سره د خواله کولو لپاره د کابل ښار داودزي سنټر کې د دوی د مساپری کوټې ته ورغلم.

“زما په پټو کې شهید شو”

بهر هوا سړه وه. په کوټه کې برقي بخارۍ یا انګېټۍ بله وه.

نصرت په کوټه کې تکیې ته ډډه وهلې وه او ژوبل لاس یې لا هم په ورمېږ پورې په بنداژ تکیه و،‌ د ښۍ پښې پر پنجه یې هم پټۍ لګېدلې وې. ده د کابل پوهنتون په برید کې پر سینه، لاس او پښه مرمۍ خوړلې. لګیا و په موبایل کې یې له خپل وژل شوي ملګري راهد سره پخوا اخیستل شوي عکسونه کتل.

رضا خپل دغه ملګري ته د شاتو چای جوړاوه او لکه د سکه ورور یې په بده ورځ تر څنګ ناست او خدمت کاوه.

دوی دواړه زما د ورتګ په ورځ د کابل پوهنتون تر برید وروسته لومړی ځل د خپل وژل شوي ملګري راهد قبر ته دعا او د هغه د مور کتو ته ور روان وو.

نصرت په غریو نیولي غږ راته ویل، “د راهدجان مور به راته ویل، کاش ته کندهار ته لاړ سې چې راهد لږ له موږ سره هم وخت تېر کړي. هره ورځ چې زنګ ورته ووهم،‌ چېرې یې؟ وايي نصرت سره یم، رضا سره یم. موږ به ورته خندل”.

د نصرت غږ ښايي د سینې د ټپونو له کبله ورو و، ویل یې چې، “راهد به تل ما ته ویل چې ولې د خوب کالیو کې ګرځې، ولې پټو له ځانه تاواوې خو هغه ورځ ساړه و،‌ له ما یې څادر یووړ.

د برید په سهار مو وختي پوهنتون کې سره ولیدل، ‌زما پټو یې تر ځان چاپېر و. ما ورپورې خندل چې ما ته یې نه پرېدې او تا دلته په پوهنتون کې هم له ځانه تاو کړی دی. هغه ویل چې ساړه دی. هماغه زما پټو کې پسې شهید هم سو”.

څو شېبې غلی شو، رضا سترګو ته وروکتل او بېرته یې د فکر بدلولو لپاره ورته وویل، “‌شکر چې ته ژوندی یې”.

رضا تر برید لږ مخکې په څه کار پسې له پوهنځي وتلی او روغ پاتې شوی و خو دردېدلی ځکه و چې یو ملګری یې وژل شوی او بل یې په سخت ژوبل حالت کې په روغتون کې پروت و. یوه منډه یې د وژل شوي ملګري تر کوره او بله تر روغتونه وه. ورته سخته دا هم وه چې نصرت د راهد له مرګه خبر کړي.

“چې روغتون ته ورغلم نو نصرت د راهد پوښتنه رانه کوله چې هغه څنګه دی، چېرې دی؟ ما زړه نشو غټولی چې ورته ووایم. ډېره سخته وه چې د هغه د مرګ خبر مې ده ته ورکاوه”.

نصرت وايي، “انتحاري چې دا راننوت اول فایر یې په ما وکړ او په ما پسې راهد ولګېد، بیا نه سوم پوه چې دی څه سو”.

هغه پوهنځی چې د کرکې او مینې دواړو شاهد دی

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي جوړونې پوهنځی که یو خوا د دغو درو ټولګیوالو ملګرو د مینې کیسه بیانوي نو بلخوا د هغې کرکې شاهد هم دی چې ۲۲ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۴۰ نور یې ژوبل کړل.

وسله والو د ۱۳۹۹ کال د لړم پر ۱۲مه (نومبر ۲) پر کابل پوهنتون برید وکړ او د دغه پوهنځي په ګډون يې د حقوقو د ستاژ دورې زدکړیالان هم په نښه کړل. د دغو درو ملګرو له ډلې د راهد په ګډون ۲۲ کسان پکې ووژل شول او څلوېښت نور ژوبل شول او حکومت یې په وير د ملي ماتم اعلان وکړ.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دغه برید مسولیت ومانه خو حکومت یې پړه پر طالبانو ور واچوله مګر طالبانو وویل چې دوی دغه برید نه دی کړی.

اوس د برید ښکار شوي دغه پوهنځي د بیارغاونې چارې روانې دي خو د ګڼو کورنیو داسې ارمانونه پکې رژېدلي دي چې د بیا رغېدو نه ښکاري.

“موږ درو واړو د یوه بل مذهب،‌ قوم او ژبې ته احترام درلود”

دواړو ملګرو په دې کوټه کې هغه ځای راوښود چې د راهد د ناستې ځای و او اوس زه هلته دوی ته مخامخ ناست وم.

د کوټې فضا د درېیم ملګري‌ وژل کېدو ورپیکه کړې وه او د کابل پوهنتون برید له دوی د محصلۍ دورې شوخي لوټلې وه. هغه ارمان یې هم وروژلی و چې درو واړو غوښتل یو وخت به د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته درېږي. ځکه چې درې واړه د افغانستان د درو مختلفو قومونو دي او په شوخۍ به یې یوه بل ته ویل چې، “تیار مو ټاکنیز ټيم هم پوره دی”.

محمد امین راهد تاجک و، نصرت الله ترنک پښتون او رضا حیدري هزاره.

نصرت وايي، “موږ درې واړه له تعصبه لېرې د یوه فکر خلک وو. یوه بل ته به مو ویل چې د درو بېلا بېلو قومونو یو نو تیار مو ټاکنیز ټیم جوړ دی. دوی به په خندا راته ویل چې هو، ته به ولسمشر یې او موږ به دې مرستیالان یو، ځکه چې پښتون یې او تر اوسه کیسه همداسې روانه ده”.

رضا په افغانستان کې روانو حالاتو او په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو په اړه اختلافونو ته په اشارې وویل چې باید افغانان په یو بل پسې تېر شي.

“موږ درو واړو خپل منځي تفاوتونه ته احترام سره درلود، اوس یې هم لرو. که نصرت پښتون دی،‌ حنفي مذهبه دی، ما منلی او احترام ورته لرم.‌ همداسې دوی د جعفریه مذهب درناوی کوي”.

رضا وايي چې افغانان له کلونو راهیسې د تعصب ښکار دي خو نور باید له دې کیسو لاس واخلي ځکه چې په خبره یې، د هېواد په خیر کار نه دی. “قوم، ژبه او سیمه موږ افغانان باید نور سره بېل نه کړي. خو که څوک له دې دومره بدبختیو سره بیا هم تعصب کوي او سبا یوه مقام ته رسېږي نو همدغه جنجالونه دوام کوي‌ او زموږ وطن بدبخته کوي”.

د نصرت او رضا په خبرو کې د دوی د ملګرتیا ژوروالی او خوږلښت احساسېده او داسې ښکارېدل چې که د پوهنتون برید د دوی د ملګرتیا مثلث مات کړی خو د مینې او ورورګلوۍ مثال یې ژوندی ساتلی دی.

رضا د خبرو پر مهال د نصرت پښې چاپي‌ کولې او زموږ د خبرو تر خلاصېدو وروسته پورته شو او د نصرت څو جمپرونه یې راوړل چې پکې خوښ یې کړي. نصرت یو ترې وټاکه او دی راپورته شو پر بخارۍ یې هغه څو شېبې ونیو چې تود شي.

بهر ساړه و او یوه ملګري هڅه کول چې د خپل ژوبل دوست ټپونه په تودو کالیو ټکور کړي. بیا یې جمپر ورواغوست، تڼۍ یې وروتړلې، لاس یې ورکړ او د راهد دوی د کور په لور ورغلو.

د راهد مور: “له ملګرو یې د شهید راهد بوی راځي”

څو شېبې وروسته موږ د راهد کور کې ناست وو. د یوې کوټې پر دیوالونو د راهد د خندنۍ څېرې عکسونه ځړېدلي وو چې اوس په سره رنګ “شهید” هم ورسره لیکل شوي وو.

بورې مور ته یې همدغه څو عکسونه، کتابونه او ملګري د وژل شوي بچي نښې ورپاتې وې. تر روغبړ وروسته یې له نصرت د ټپونو پوښتنه وکړه او ورته ویې ویل چې ځان دې تود ساتي او درمل دې په وخت خوري چې ژر جوړ شي.

وحیده شېرزاد نومیدله، ویل یې زوی یې د پوهنتون تر څنګ یو ځای درس هم ورکاوه چې د خویندو د کورسونو لپاره فیس پيدا کړي‌ او په خبره یې ډېر خواریکښ و. “ډېر ښه انسان و، دینداره و، مسولیت مننونکی و، ښکلې ځواني‌ خدای ورکړې وه. هسې یې یوه چله په ګوته کړې وه چې نجونې فکر وکړي ده کوژده کړې ده او لرې ترې وګرځي”.

د اغلې شېرزاد په سترګو کې اوښکې ډنډ او وڅڅېدې چې ویل یې، “ظالمانو وواژه،‌ څنګه به یې زړه ورباندې کېده؟”.

راته ویل یې، “ستاسې د بي بي سي له لارې له ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو غواړم چې د دغه برید عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي او پوهنتونونه دې خوندي کړي چې بیا زموږ غوندې د چا خاورې په خوله نشي”.

بیا یې د نصرت او رضا په لور مخ ورواړوه چې په دوی یې زړه راټول دی. “زما د شهید راهد له دغو ملګرو ما ته د هغه بوی راځي او شکر چې دوی ژوندي دي”.

“کاش په افغان جګړه کې ښکېلې خواوې هم سره ملګرې شي”

نصرت او رضا د راهد له کوره د هغه ابدي کور ته د دعا لپاره ور روان شول. په لاسونو کې یې ګلابونه نیولي وو او د ده پر قبر يې کېښودل.

لکه د ګلونو تر څنګ د ازغیو همداسې په افغانستان کې له جګړې سره جوخت ژوند هم روان دی او یوازې دوی نه دي چې دغه جګړه یې د ملګري پر قبر دروي او ژړوي بلکې زرګونو افغانانو نه یې د زړه ټوټې بېلې کړې او په ابدي خوب وېده کړې دي.

همدې جګړې که کله افغانان په فکري لحاظ سره وېشلي نو کله یې د طرف، ژبې او قوم په نوم هم د دوی تر منځ دیوالونه درولي دي.

خو په هدیره کې مې لیدل چې څنګه یو ژوبل پښتون او له بریده روغ وتلی هزاره ځوان د خپل وژل شوي تاجک ملګري قبر ته لاس په دعا دي او درې واړه ځانونه افغانان بولي.

دوی ویل،‌ کاش د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې هم د روان جنګ پر ضد سره ملګرې شي او د جګړې پر تابوت میخونه ټک وهي‌ او خاور ورباندې واړوي.

هغه هیله چې مالومه نه ده کله به رنګ راوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply